Categories

اعلان

Loading…

زړور امین، خوله ور امین| د استاد سعدالدین شپون

د کابل پوهنتون پخوانی استاد، او د حامدکرزي د حکومت په لومړۍ دوره کې د پوهنې وزیر پوهاند رسول امین له نن څخه 11 کاله پخوا (د ۲۰۰۹ م کال د اکتوبر پر ۳۱ نېټه) په دې ورځ سهاروختي په استرالیا کې د اویا کلونو په عمر وفات شو.

پوهاند رسول امین پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله وروسته پېښورته مهاجرشو اوپه دې ښارکې یې د لیکوالو ټولنه (وفا) او وروسته د افغانستان د تحقیقاتو مرکز جوړ کړ.

د رسول امین په هڅو د لیکوالو ټولنې د وفا په نوم په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د دوو مجلو په څنګ کې ګڼ شمېرادبي اوتحقیقي کتابونه خپاره کړل.

رسول امین په خپل ژوند کې یوشمېرکتابونه لیکلي اوژباړلي هم دي .د هغه په مشهورو اثارو کې د حیواناتو فارم ترجمه او د استرالیا د افغانانوپه اړه کتاب یادولی شو.

 استاد سعدالدین شپون دا لیکنه د پوهاند رسول امین د دوهم تلین په مناسبت لیکلې او د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې په تاند کې خپره شوې وه. د ارواښاد امین د یوولسم تلین په مناسبت تاندوالو ته وړاندې کېږي. د دواړو استادانو اروا دې ښاده وي. تاند


په مرګ ټوله مرو، خو ځینې بیا یو څه مهال د دوستانو په ماغزو کې لر بر کېږي. داسې شي لکه ازغي چې په زړه کې خښ وي، نه په نوسي  راوځي، نه خپله.

رسول امین صیب ما ته همداسې د زړه رنځ ګرځېدلی.

هغه خو څه د خبرو پړانګ هم نه و. ډېر کله به موږ ورپورې خندل چې هیت ته هیهات او کله لا ایهت وايي، نګولي ته ننګولی، نا پړیته ته نا شپپړه، وایم ته وېوم، ایستلی ته

او خکی. انګرېزۍ کې به یې /آډینس/ اورېدونکو ته /آيډنس ویل، ګورنمنټ ته ګومنټ. نه د حسن پرښته وه، نه یې شعر سم وایه، نه یې غږ کې سور او تال و. او چې بحث یې کاوه هم له اصلي ټکي نه یې سریزه اوږده وه. که څوک پېښوری زما دا خبرې واوري، راته وايي به چې، نو بیا؟

 نو به خپلې ځینې هغه ګډې وډې دلته رالنډې کړم چې امین صیب یې راباندې ګران کړی دی:

د شوروي د یرغل په سریزه (۱۹۷۹) کې چې زه، حکیم تڼیوال، بهاالدین مجروح، او امین پېښور ته وتښوو، ټول په نېستۍ پمن وو. ږیره او نور لېسنسونه لا راسره نه و چې جهادي تنظیمونو ځیره راکړې وای. چې ژوندي یې پرېښي وو دا یې لوی احسان و. خو په دوی کې دوه د پیرانو، یو د مجددي، بل د ګېلاني دربارونه و چې لا مو اسره ورته کېده. امین صیب د ګیلاني صیب د اسلامي محاذ د مهاجرو ریيس شو. نور څه یې نه لرل خو د بړستنو او خرماو کمی نه و. ګویا د پاکستان په ژبه زموږ د قیام او طعام خسمانه وشوه. امین صیب به په رکشا کې همدا شیان زموږ جونګړو ته را استول. برکت  په اصل کې د پیر صیب و خو په عالم اسباب کې زموږ ولی نعمت همدا امین صیب و. د خېټې امنیت تامین شو، پاتې شو د سر امنیت. د پیر صیب په دلبار کې دننه خو خوندي وو. په پاکستاني ښامارانو، د پیر د قصیدې له وېرې که له لومړۍ دایرې او کرښې تېر هم وای نوره لاره بنده وه. غم دا و چې موږ خو شپه او ورځ دلبار کې نه شو اوسېدلي، بهر لارې کوڅې له غمازانو ډکې وې، زموږ افغان تنظیمونو یا خپله د جنت مرغۍ را نه جوړولې او یا یې تور لینګیو ته لاس و پښې تړلي ورسپارلو. د عزیز الفت وژل کېدل زموږ لومړنی عبرت شو. د امیرعبدالرحمن د نام ګیرک د جاسوس مو اورېدلي وو چې د کابل په کوڅو کې به یې نیمه شپه د کور تر شا د کور د خاوند نوم په جهر یاد کړ، په سبا به یې سړی ورک و. نو امین صیب د چارې په لټه کې شو. د خدای حکمت ته ګورﺉ، لسیزې پخوا امین صیب د پېښور پوهنتون لوستی و او هلته هم د محصلینو د اتحادیې رییس پاتې شوی و. (د دوی کورنۍ د ساپو د بغاوت په کالونو کې مزار شریف ته فرار شوې وه، امین بیا له مزاره پېښور ته تښتېدلی و) .اوس نو د پېښور اکثر پولیسي او د مهاجروچارواکي د امین صیب همصنفان او ملګري، کله هم شاګردان پاتې شوي وو. تنظیمونو موږ د پرچمیانو په نامه ګواښلو خو امین صیب زموږ سپر شو. دوه مثالونه کافي وي:

هدایت امین ارسلا د پېښور په ګډوډ شاهۍ کې، د ګیلانی په سپارښتن د جلا وطنه  حکومت خارجه وزیر وټاګل شو. هغه رښتیا وګڼله ، د اتاشې د تور بکس سره کابل ته روان شو. تورخم کې چارواکو ودراوه، د پاسپورټ پوښتنه یې ترې و کړه. وزیر صیب په غوسه شو چې د یوه ملک د خارجه  وزیر په حیث د ده سیاسي مصوونیت ته ګواښ شوی. نو هغوی په ډېر عزت یوې تیارې کوټې کې بندي کړ. لنډه دا چې امین صیب او د فدا یونس په نامه یو پاکستانی چارواکی پرې خبر شول، ورغلل او بېرته یې سلامت پېښور ته راووست.

بله د مولوي خالص اقرار دی چې امین صیب ته یې وکړ« یره په تا پورې هم موږ ډېرې خوارۍ وکړې خو زور مو درباندې ونه رسېد» په رښتیا او د بې جوړې قوماندان عبدالحق په تایید دوی ته وظیفه ورکړ شوې وه چې ګسه یې کړي.

نو امین صیب، د پاړسکو په وینا، د کله خورانو په مقابل کې زموږ د سر سلامتۍ ضامن او د یارانوپه سر د رحمت چتر و.

چې بېرته یې مناقبو ته را شو، په کابل کې د کرزي ورته په ښو پام شو(یا به د هغه وخت په تنظیم شاهۍ کې وزارتونه په تنظیمونو وېشل کېدل او دا به د ګیلاني صیب برخه رسېدلې وه) د پوهنې وزیر یې کړ. په هماغه اوله ورځ چې وزارت ته لاړد جنجال سریزه  وه. په دفتر کې د مسعود لوی تصویر و چې د کرزي د وړوکي عکس په سر ځړېدلی و. ده خپلو معینانو ته وویل، «دا ناولی شی دلته څه کوي، د کرزي پرېږدﺉ، دا لرې کړﺉ» که دا زړورتیا نه ده نو څه ده؟

د کرزي په دربار کې یوه ورځ مارشال فهیم د ټولو وزیرانو په شتو کې ، مخامخ ودرېدو د کرزي مېز ته یې په سوک ګوزار ورکړ او ویې ویل،«مېخواهي که یک قفاق بزنمت؟» ولسمشر ورته تري تري وکتل. چې مارشال ووت، نو کرزي له امین صیب نه پوښتنه وکړه، که ته زما په ځای وای څه دې کول؟ امین ورته وویل،«رییس صیب. که زه واي اول مې مټې ورته شا ته تړلې، بیا مې په وهلو له ارګه ایسته چې بادېګر دې خوا را نشي»

د امین صیب د زړورتیا بل مثال، چې ما په ګناهګارو سترګو ولېد. دا ډول دی:خو تر مخه به دا یاده کړم چې امین صیب له حده زیات بانډاري سړی و، تل به چې چېرې روان و ، لویه ډله (چې ده جاخه بلله) ورسره روانه وه. ما چې کله مېلمستیا ته رابللی د کوروالا سره په جنجال اوښتی یم، ځکه چې موږ به یواځې ده ته تابیه نیولې وه، خو د اتو نهو کسانو سره به راغی.

  د داوود خان د واک په ابتدا کې،  د داخلې وزارت جلاد، صمد ازهر، څو ورځې د مخه پخوانی صدراعظم، محمد هاشم میوندوال په سوک او لتو وژلی و، پرچمي یارانو ته یې لافې وهلې چې.

«یک لغت که ده ګُردېش زدم، دیګه آو نخاست» . د پرچمیانو د همدې خرمستۍ په دوره کې د اجمل خټک په نامه یو مرتد (چې لسیزه پس د پاکستان په پارلمان کې وکیل شو او ټټر یې ډباوه چې موږ یو مضبوط پاکستان غواړو) لا کابل کې و، کور یې د پرچمیانو د بانډار حجره وه. یوه ورځ امین صیب زه او خدای بښلی پوهاند رحیم الهام د ځانه سره د اجمل خټک لېدو ته بوتلو. هلته د پرچمیانو سخت شور ماشور و. د امین صیب تود هرکلی وشو، موږ سره یې هم د امین له برکته ستړي مشي وکړه. خو لکه د چڼچڼو په سېل چې کونګان راشي، شور ماشور په ټپه ودرېد. همالته مې پام شو چې زه او الهام دواړه (چې هغه مهال د پوهنتون استادان وو) نامطلوب او نابللي خلک وو. د کمونستانو صرف د هغو خلکو سره جوړه وه چې هرې خبرې ته یې د مارکس او لېنن تبی ورکاوه ، په کارمل یې درودونه ویل. نو کرار کیناستو ، د اجمل ارشادات مو اورېدل چې هغه هم زموږ د پاره خپله انقلابي لهجه بدله کړې وه، د محنتکشان په ځای یې د پښتونستان او د پښتنو د بېدارۍ  خبرې کولې.

اوږده شیبه د اجمل همدا مونولوګ یا یو اړخیز لکچر روان و. یو بل سړی د پکول او شړۍ سره په ګوټ کې ناست و، نورو خلیفه خلیفه ورته ویل چې خدای خبر څوک به و.ناڅاپه خلیفه غاړه تازه کړه، الهام ته یې کړل، استاده، ته د مساوات (د میوند وال د مترقي ډموکرات  ګوندي اخبار) اډیټر نه یې؟ نو فضا په یو ځل ترخه شوه. الهام خواره کی مې کوت ، ورو ورو سره غونجېده، وړوکی کېده، ویلې کېده. په همدې وخت کې امین صیب په خپلې همېشګي نرمې لهجې په موسکا وویل،« یه خلکو، دا مو څه د میوندوال نه د آونګ (بغرۍ) لاستی جوړ کړی چې هر چا ته یې نېغ نېغ کوﺉ؟ اجمل خټک وخندل ، له امین صیب نه یې پوښتنه وکړه چې د آونګ لاستی تشریح کړی. امین صیب وویل، زموږ کلي، وټه پور، کې له بل کلي یو مېلمه د چا کره راغی. د کور خاوند نه و، خو مېرمن یې وه.مېلمه په دالان کې کښېناست، کوربنې هلته لرې د آونګ  لاستی، لاس کې نیولی، غوړي یې ورپورې کول.

مېلمه ډېر ساعت ناست و او کوربنه یې څارله چې د آونګ د لاستي په غوړولو لګیا وه.

آخر کې یې زړه تنګ شو، پوښتنه یې وکړه، « ورېندارې دا د اونګ  په لاستی ولې دومره لګیا یې غوړوې یې؟» کوربنې په ډېر عجز ورته وویل،« وروره، زما د مېړه یو بد عادت دا دی چې نابللی مېلمه وګوري همدا آونګ پرې چلوي، نو ما ویل  که نور نه وي ،غوړ خو یې کړم !» د مېلمه نه وار پار خطا شو، پاڅېد، بې خدای پامانۍ یې دوه پښې لرلې دوه نورې یې پور کړې وتښتېد. په همدې وخت کې د کور خاوند کور ته ورسېد، کتل یې چې یو سړی په منډه، په پټیو کې تښتي. نو یې خپل کوروالا نه پوښتنه وکړه چې مېلمه دې ولې وشاړه؟ هغې بیا په عاجزۍ وویل، مېلمه  د اونګ لاستی غوښته، ما ورته وویل چې مېړه مې اجازه نه ده کړې، نو درکولی یې نشم، مرور شو.مېړه یې ورته په غوسه شو چې دا لاستی څه ارزښت لري چې مېلمه دې پرې خپه کړ، د آونګ لاستی یې ترې واخیست ، له کوره د مېلمه پسې ووت، یو ځای کې یې نژدې ګیر کړی و.هغه مڼډې وهلې او ده هم آونګ لاستی ورته جګ نیولی و، چیغې یې وهلې چې مېلمه ودرېږه، در وايې خله، د آونګ لاستی دې تر تا جار وي، مېلمه چې شاته کتل نو کوربه د آونګ لاستی جګ نیولی، ده پسې منډه کوي، نو هغه نور هم وډار شو چې هغه دی د آونګ د لاستي سره راپسې راغی.

امین صیب خلیفه اونورو پرچمیانو ته وویل، تاسو هم له مېوند وال نه د آونګ لاستی جوړ کړی، هر مخالف ته یې نېغ نېغ کوﺉ، د الهام بنده نه خو مو زړه ووېست!

د امین صیب دا کارنامه مې ځکه اوږده کړه چې په مجلس کې، برسېره پر صمد ازهر، داخله وزیر فیض محمد او نور چارواکي هم موجود وو. دا خبره بیا دومره مشهوره شوه چې داوود خان هم پرې خبر شو او داخله وزارت کې ګردانېدله.امین صیب چې بیا خلقیانو بندي کړ، وروسته یې یوه شپه ما کره هم تېره کړه، ډډې یې توغمې توغمې وې. لکه چې د لاس ګوتو کې یې هم د وسپنې میلې ورکړې، کښېکاږلې وې، لاسونو کې د چایو د پیالې د اوچتولو زور نه و. خو د جېل د شپو کیسه یې په خندا ما ته تېروله، ویل یې چې د شکنجې  په وخت کې میرغضب ورته ویلي و، که  په خپل جرم قرار و نه کړې، نو په بلې کوټې کې مو د آونګ لاستی درته تیار ساتلی دی.

د امین صیب د زړورتیا بل مثال د ده خپل تخلص دی. حفیظ الله امین په یوه فرمان کې د /امین/ تخلص په نورو منع کړی و. چې امین صب خبر شو نو ویې ویل، دوه ملکیته دي چې هېڅوک یې په چا نشي بدلولی، یو تخلص، بل ښځه.

دا  د امین صیب د شخصیت مازې یو څو اړخونه ما یاد کړل. :

ستا د ښایست ګلونه ډېر دي   ځولۍ مۍ تنګه زه به کوم کوم ټولومه؟

نو داسې سړی د هېرولو دی؟.


471 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"e6fb47a8-a18c-42e0-a571-707c4acadb87","recipients":879,"external_id":"b10aafc3-2055-e7c7-88bb-3ebc301899b7","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
879

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2