Categories

اعلان

Loading…

طالبانو سرپل کې له یو معلول بزګر څخه سر غوڅ کړی

تاند، یکشنبه، د اسد ۱۳مه: د شاهین ۲۰۹ قول اردو  وايي، طالبانو نن غرمه د سرپل سنچارک ولسوالۍ کې یو معلول بزګر په ډزو وژلی او بیا یې سر ترې غوڅ کړی دی.

 د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي، طالبانو دغه معلول کس بې دلیله ۲۲ مرمۍ ویشتلی او سر یې ترې غوڅ کړی دی.

 د سرپل د سنچارک ولسوال نجیب الله دقیق هم پېښه تاییدوي او وايي، طالبانو دغه معلول بزګر دوه اوونۍ وړاندې له ځان سره وړی او اوس یې په ډېر بېرحمانه ډول وژلی دی.

 د دقیق په خبره دغه بزګر نوراحمد نومیده، ۵۰ کاله عمر یې درلود او د مسجد سبز کلي اوسېدونکی و، چې مړی یې د سنچارک ګجوای کلي کې پیدا شوی او خپلوانو ته یې تسلیم کړی دی.

طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو څه موده وړاندې یې هم سرپل کې درې بزګر د عشر نه ورکولو له کبله وژلي وو.

1,073 total views, no views today

1 comment

  1. a. shukoor Reply

    تر اوسه یی لا نوم په پنسل نوشته دی بیا یی دا ډول جنایتونه پیل کړه چی چنګیز او هلاکو ورته ګوته په غاښ نیولی ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸