Categories

اعلان

Loading…

قانوني، اتمر د نور کور ته بیولی، د نور صدراعظمي یې پرې ومنله

تاند، یکشنبه، د اسد۱۳مه: د سولې او اعتدال ټیم یوې سرچینې تایید کړه چې د حنیف اتمر او عطامحمد نور تر منځ د صدراعظمۍ پر څوکۍ جنجال ختم شوی او اتمر منلې ده چې که بریالی شي نو عطانور به یې په حکومت کې صدراعظم وي.

دغه سرچینه وايي، له اوږدو خبرو وروسته په دې هوکړه شوې چې که اتمر بریالی شي نو عطامحمدنور به یې د حکومت باصلاحیت لومړی وزیر وي.

په همدې حال کې ښاغلی حنیف اتمر پرون د عطا محمد نور کور ته ورغلی او د سولې تر څنګ د راتلونکو ټاکنو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

 د عطا محمد نور مطبوعاتي دفتر دا لیدنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې پرون حنیف اتمر، لومړی مرستیال یې یونس قانوني، دویم مرستیال یې حاجي محمد محقق او د سولې او اعتدال ټیم ځانګړي استازي شاکر کارګر د عطا نور په کور کې راټول شوي او په ځینو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

  ټاکل شوې چې د اختلافاتو له حل وروسته د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم ټاکنیزو مبارزو ته هم ژر راودانګي.

عطا محمد نور د اسد د میاشتې له ۶مې راهیسې د حنیف اتمر کمپایني غونډې ځکه نه پرېښودلې چې اتمر ویلي و د صدراعظم په توګه به په لومړۍ ورځ د عطامحمد نور نوم نه اعلانوي.

عطا محمد نور ویلي و، تر هغې کمپاین ته اجازه نه ورکوي تر څو ورسره اتمر ونه مني چې د بریا په صورت کې به یې دی  صدراعظم وي.

د دغو جنجالونو د راپورته کېدو پر مهال د عطامحمدنور د ډلې مهم کس یونس قانوني له هېواده بهر و او دواړه لوري د هغه راتګ ته په تمه وو چې لانجه یې ور حل کړي.

1,741 total views, no views today

3 comments

  1. سلیم Reply

    اتمر صاحب هم د هوا مرغان شغالانو ته لیلاموي- فضایي صدارت- ملت خو هسې هم مړ دی. خو که له قطر نه کومه بوړبوکۍ راپورته کیده بیا به نه صدارت وي نه به ریاست نه به وزارت… ټول به هوايی و فضایي شي ههههههههه

  2. الکوزی Reply

    ددوی پلار یی نسی ګټلای اول باید دوی ددی قصرونو او غلاوو حسابونه ورکړی او هیڅ افغان دا نه غواړی چی ملک د ملوک الطوایفی خواه ته بوزی او وروسته لدی خلک نه غواړی چی پردی غلو اعتباز وکړی

  3. M.Hanif Reply

    هی هی د افغانستان زوریدلی ولسه کله به د دوی د معاملو څخه خلاص شی . او اتمره تا خو هڅی نه هم …… لړلی دی که چیرته ته ریس هم شی خو ددوی داړه مارانو نه به والله که په ارامه وکړه یو ولسوال به هم ددوی د اجازی پرته مقررولی نشی . اشرف غنی چی په 50 ٪ فیصده حکومت کوم مشکلات ولیدل تا خو سم ځان سره د داړه ماران یو ځای کړی والله که ترینه ښه ورځ وګوری…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2