Categories

اعلان

Loading…

د شاندور پتوفي ژوند او شعرونه

لیکنه: محمود تفضلي

ژباړن: فرهاد ویاړ

شاندور پتوفي (Sándor Petőfi)، د هنګري تر ټولو ستر انقلابي شاعر، د نړۍ د نومياليو شاعرانو په كتار كې راځي. پتوفي، هغه شاعر او اتل دى چې شعر او ژوند يې دواړه، د يوه ملت آزادي غوښتونکي هيلې انځوروي. هغه شاعر دى چې شعر يې له ژوند او له ټول ملت سره نه شلیدونکی تړاو لري او نه يوازې دا چې شعرونه یې، بلكې ټول وجود او ژوند يې د خپل ملت او د ټولې نړۍ د انسانانو د راتلونكي او نيكمرغۍ په پار وقف کړ. 

د پتوفي خصوصي ژوند، د يوه عادي ژوند په توګه كوم فوق العاده څه نلري، خو د هغه د واقعي ژوندانه د پيژندنې لپاره بايد د يو ملت د تاريخ ټولې پاڼې ولټوو. ځكه، د هغه ژوند د ملت او هيواد له تاريخ او وياړونو سره تړلی دی.

شاندور پتوفي د ۱۸۲۳ كال د جنوري په لومړۍ ورځ د لر هنګري په يوه كوچني كلي كې چې كيش كوروش نومیده، وزيږيد. کورنۍ یې کلیواله وه. پلار يې بزګر و چې وروسته يې په كلي كې یوه هټۍ خلاصه کړه او مور يې هم يوه ساده كليواله ښځه وه. سره له دې چې کورنۍ یې مالي ستونزې درلودلی خو د پتوفي پلار او مور ډير كوښښ كاوه چې زوي یې تر هغه چې کولای شي درس ووايي، خو دا هیله د مالي ستونزو او د ژوند نورو فشارونو له امله خړوبه نشوه. 

د پتوفي ژوند له كوچنيوالي په بيوزلۍ او تنګسیا کې تير شو او له شپاړس كلنۍ وروسته یې ژوند د مبارزې او رنځونو د یوې نه شلیدونکې لړۍ بڼه ومونده. لومړني شعرونه يې، چې له همدې وخته پیلیږي، د هغه د رنځونو او کړاونو د انځورولو تر څنګ د پوهې لپاره د هغه بی ساری تنده بیانوي.

په دې وخت کې پتوفي له ښوونځي وتښتيد او د تئاتر د یو هنرمند په توګه يې پیاده د هيواد په ناپايه دښتو كې د اوږدمهاله سفرونو یون وکړ. سره له دې چې له تنې ضعیفه او کمزوری او بدن یې خوار او وچ و، خو هيڅكله يې د ستومانتيا احساس ونکړ. دې اوږدو سفرونو هغه د خپلو هيوادوالو د ژوندانه او بدمرغيو له ژورتیاوو سره آشنا کاوه. دهقانان او كروندګران يې ليدل چې لكه اسيران او مرييان بى له كومه حقه د سترو مالكانو لپاره كار كوي او په جګړو كې د همدې بډايو د حق ساتلو لپاره وژل كيږي او بيا لكه دروېزګرو دربدره او سرګردانه په بيوزلۍ او تنګسیا كې مړه کیږي.

پتوفي، د دې سفرونو په ترڅ کې یوازې د خلکو د ژوندانه پر مطالعې بسنه نه کوله، بلکې له محروميتونو او ستونزو سره سره یې خپلې زده کړې کولې، بهرنۍ ژبې يادولې، له تاريخ او ادبياتو سره یې آشنایي پیدا کوله، د نړۍ او د خپل هیواد په ادبياتو كې له مخکنیو شاهکارونو څخه  نوي شیان زده کول، د خپل وطن ولسي داستانونه او افسانې يې راټولولې او په دې ډول يې دائماً د خپلو معلوماتو كړۍ پراخوله.

پتوفي د فرانسې د ستر انقلاب له تاريخ سره مینه درلوده. د دې ستر انقلاب د پيښو مطالعې، د هغه سترګې خلاصولې او په دې یې پوهوو چې بايد د خپل وطن د محرومو طبقو د حق لپاره چې د سترو مالکانو او اشرافو په لاس کې اسیر دي، قیام وکړي؛ په ځانګړي توګه د فرانسې انقلاب ۱۷۹۲ او ۱۷۹۳ خونړي كلونو پر هغه زیات اغيز درلوده. هغه په خپله ويلي دي:

«د فرانسې د انقلاب تاريخ، زما سهارنۍ دعا ده،

دا نوی انجيل د آزادۍ تعليم وركوونكی او د ننني بشر ژغورونكى دى.»

د پتوفي د ژوندانه مطالعه د هنګري د تاريخ له مطالعې پرته ناشونې ده. د نولسمې پيړۍ په دويمې څلورمې كې ـ يعنې د شاندور پتوفي د لنډ ژوند په دوران كې ـ هنګري د اتريش امپراتورۍ مستعمره او ښکېلاکمېنه وه چې د هابسبورك اتريشي كورنۍ تر ظالمانه حكومت لاندې ژوند کاوه. د اتريشيانو د واكمنۍ دمخه هم، هنګري څه باندې يوه نيمه پيړۍ د عثماني تركانو د وحشي ښکېلاک په منګولو كې ښکېل و.

په پاریس کې د فرانسې د انقلاب د لمبو په پورته کیدو سره، آزادي غوښتونكي افکار او د بشرپالنې سره لیوالتیا زیاته شوه او د آزادۍ، برابرۍ او ورورګلوۍ شعارونه په ټولې اروپا كې خپاره او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسير او محروم ملتونه او طبقې په خوځښت راغلل.

د ناپلئون سرتيرو ټوله اروپا تر پښو لاندې كړی وه، سره له دې چې بناپارت انقلاب ته خیانت وکړ او سرتیرو د دې خیانت له امله د ناپلئون امپراتورۍ لپاره تورې وهلې، خو دې سرتیرو به له ځان سره هر چیرې انقلابي شعارونه وړل او د مارسييز انقلابي سرود به هر ځای کې د هغوې له خولې انګازې جوړولې؛ چیرې به چې رسیدل، په هر هیواد کې به چې وو، نو ځوانانو ته به یې ویل:

ځئ چې ځوو د وطن بچيانو

د وياړنې ورځ رارسيدلې 

زموږ په وړاندې جباريت

خونړی بيرغ رپوي …

څنګه چې ټول ملتونه په خوځښت راغلي وو، د مجار ملت هم د خپلې ملي خپلواكۍ او آزادۍ د خونديتوب لپاره كوښښ كاوه او په دې منځ كې د پتوفي په شان روڼ اندو، نه يوازې د خپلې ملي خپلواكۍ، بلكې د نورو ملتونو د خپلواكۍ په لار كې هم مبارزه كوله او په دې مبارزه كې غوښتل چې نه یوازې د پرديو او اجنبيانو د حكومت اغیزه له خپل هيواده ورکه کړي، بلكې په ورته وخت كې ټولنيز فساد او د واكمنو طبقو ظلم هم نابود او د هيواد اسير او محروم ولسونه نيمكرغۍ او آزادۍ ته ورسوي.

د ملتونو هلوځلو او د آزادي غوښتونكو ولسونو ډله ایزو مبارزو، د اروپا بلوسګر حكومتونه او جابرې سلطنتي كورنۍ اندیښمن کړی وی. د اروپا ارتجاع، وروسته له هغې چې په خپل ګمان سره يې د فرانسې د انقلاب اور وواژه او ساقطه سلطنتي كورنۍ يې بيرته سلطنت ته راستانه كړه، د اتريش د ستمګر او ځان غوښتونكي صدراعظم مترنیخ په لارښوونې يې ظاهراً يو سپيڅلي اتحاد رامنځته كړ چې په كې د اروپا تر ټولو ستمګر پاچاهان يعنې د روسيې تزار، د اتريش امپراتور او د پروس پاچا له يو بل سره متحد كيدل څو په اصطلاح «د مسيحيت او د مسيح د سپيڅلو تعلمياتو د دفاع» لپاره چې «د ماجراجويانه قيامونو» لخوا له خطر سره مخامخ شوي وو، خپل ځواكونه په ګډه وکاروي. حال دا چې په حقيقت كې دا په اصطلاح «سپيڅلى» اتحاد يوازې د اروپايي ملتونو د ملي پاڅونونو او د آزادي غوښتونكو غورځنګونو د ځپلو لپاره و.

دا ښکاره کوي چې هنګري د شاندور پتوفي په ماشومتوب او زلميتوب كې د اتريش تورې او خونړۍ امپراتورۍ تر لاندې و. خو په دغه وخت کې د هنګري آزادي غوښتونكي د خپلې ملي آزادۍ په لټه کې وو او توانیدلي وو چې د هنګري لپاره يو څه خپلواکي لاس ته راوړي چې د دیت په نامه د يوې دولتي جرګې جوړیدل له هغو څخه یو و. په دې جرګه کې يوه اقلیته سمونپاله ډله د ټولنيزو اصلاحاتو غوښتونكی او د يوه آزادپلوه کورني سياست او د بشپړې ملي خپلواكۍ د لاسته راوړونې پلوي وه. د ۱۸۲۵ كال راپدیخوا د «ديت» جرګې اقلیت د وخت په تيريدو ځواکمن کیده.

دا هغه مهال دی چې پتوفي، د مجار ملت یو نابغه او با استعداده زوي نړۍ ته راځي او د خپل ماشومتوب او زلميتوب لومړني كلونه تيروي. پتوفي د وخت په تیریدو له خپلې كړيدلې ټولنې سره آشنا کیده او ورو ورو یې د سياست او ټولنيز ژوندانه په لالهانده ډګر قدم ایښود.

په دې وخت كې پتوفي چې د تئاتر لوبغاړى و، د هنګري بیلابیلو سیمو ته سفرونه کول. له ۱۸۴۰ كال، د نولس کلنۍ له پيل سره سم یې د هنګري د پلازمينې بوداپست له يوې ادبي او ټولنېزې مجلې سره د ليكوال په توګه په كار پيل وکړ.د پتوفي پراخه مطالعې، په اوږدو سفرونو کې شخصي تجربې او فوق العاده نبوغ، دری واړوو هغه ته یو ځانګړی روښانه لید ورپه برخه کړی و.

پتوفي، د دهقانانو د وحشتناكه بيوزلۍ او د هغوې له غیرانساني ژوندانه سره آشنا و، له هغوې سره یې ژوند كړى و او د همدې لپاره یې له هغوې سره بی ساری مینه درلوده او له واكمنو طبقو، مالكانو، شتمنو او سترو ملايانو څخه، چې خلك يې بدمرغۍ ته كاږل، كركه کوله. د همدې لپاره هغه چې د بشپړې ملي خپلواكۍ پلوي و، په ورته وخت کې د ژورو ټولنيزو اصلاحاتو د پلی کیدو غوښتونکی هم و. پتوفي د دې موخو د حصول لپاره، یو انقلابي و. د پارلمان دننه د هغو استازو له مبارزاتو سره په جدي توګه مخالف و چې غوښتل یې د عذر او زاریو له لارې د خلکو حقوق تر لاسه او د هیواد خپلواکي خوندي کړي. هغه باورمن و چې د ملت د انقلابي ځواكونو په کارونې او د محرومو طبقو له ملاتړ پرته یوې پریکندې پایلې ته رسیدل ناشونی ده.

له كله چې پتوفي خپل مطبوعاتي فعاليت پيل كړ، ورو ورو په هغه ځلانده ستوري بدل شو چې ټول انقلابي عناصرو يې پر ځان لکه شپول راچاپيرول. دې انقلابیانو له سمونپاله او رفورمیستي غوښتنو سره مخالفت درلود او د يوه انقلابي كړنلارې وړانديز يې كاوه چې په هغه كې د دهقانانو د مرييتوب قوانين الغاء شي، د خلكو لپاره دموكراتيكې آزادۍ ټينګې شي او د هيواد ملي خپلواكۍ خوندي شي. پتوفي له همدې وخته، تر ژرمهاله او پرتمینې مړینې پورې تل باید د پيښو په زړه او د انقلابي خلكو د كتارونو په لومړۍ کرښه کې ولټوو.

د هنګري د خلكو انقلابي ليوالتيا او غوښتنې كال په كال زیاتیدلی. د همدې كوښښونو او هلو ځلو په پایله کې په ۱۸۴۴ كال كې د اتريش امپراتورۍ اړ شوه چې د مجار ملي ژبه په هنګري کې د رسمي ژبې په توګه وپيژني. خو څرګنده وه چې په دې ډول اصلاحاتو نه د پتوفي انقلابي تنده ماتيده او نه هم د مجار ملت غوښتنې پاى ته رسيدلی.

د پتوفي ډیری شعرونه له پرمختللي او انقلابي فکر او لید سره د هنګري په هر ګوټ کې خپریدل چې د ولسونو د دایمي راویښنې لامل کیدل. د هغه د پاچاهانو دښمن، زړوره قطعه چې د ۱۸۴۴ كال په دسمبر كې یې ويلى، ښكاره كوي چې دا يوويشت كلن انقلابي ځوان؛ پاچاهانو، امپراتورانو او تزاریانو ته په بی پایه کرکه او نفرت ګوري. د وروستي كلونو په شعرونو كې هغه راتلونکي ته په لا روښانه لید ګوري او د انقلاب انتظار کوي.

د يانوش پهلوان منظومه چې په دغه وخت كې خپره شوی د هغه له لطيفو آثارو څخه ده چې د خپل هيواد له ولسي او فولكلوريک داستانونو څخه یې اقتباس کړی، د دې په ترڅ كې چې د خپل وطن د يو دهقان حماسي او افسانه اي برخليك په بې پايه لطافت پنځوي، خپل د هیواد پالنې احساسات هم له هغه سره يوځاى كوي. په همدې وخت كې د قضاوت په نامه يوې  قطعې کې وايي:

                         اى راتلونكى، دا تور حجاب دې چې د رازونو پرده غوړونکی دى

                         زما د وړاندوينې د احساس جادو يې څيروي

                        د دې پردې تر شا، یو پټ راتلونكى وينم

                         چې اول مې ډاروي، په ویره می اخته کوي

                         بيا مې په زړه كې ستره ښادي جوړوي….

                         ….

                         ځمكه به د دوو متضادو لښکرو ډګر وي

                         د نيکملو او بدملو لښكرونه

                         نیکمل چې تر هغه وخت تل ځپل شوي 

                         هلته به بريالي وي….

پتوفي، د خراړه او بلبل په نامه په يوې بلې قطعې كې وايي:

بشريت ناروغه

ځمكه یو روغتون 

تبه يې ژوويي

تري تموي یې

…..

په دې بدمرغو ورځو کې 

آسمان مونږ نه هيروي

د دردونو درملنې لپاره مو 

یو شفابخښونکی راستوي

هغه به راورسیږي:

هم دا اوس په لاره دى

ډير ژر به راورسيږي،

بى له دې چې غليمان مو پوه شي.

ستا په لورې ترانه مې لوړیږي

د چنګ هر آواز مې پورته کیږي

ته زما د ټول شعر الهام يې

ته یې چې اوښلنې سترګې  مې دې لولي

تا ته سلام كوم

تا ته اى راتلونكى

                    تا ته!

اى د ناروغه بشريت شفا بخښونكى تا ته!…..

پتوفي ځان او نور د انقلاب لپاره چمتو كوي. د هغه شعرونه لكه د ځواكمنو متروکو په شان انګازې كوي، راكښته كيږي څو ویده راپاڅوي، لټان په لاره کړي او ستړيا او سستي له منځه ويسي. په ټولو شعرونو کې خيال روږدي او رمانتيك شاعران، ډارن او تن پالونكي ځوانان، قړوتي او سازشكاره سياستوالان، بيكاره او خودخواه هوساپالان، ټول تر نيوكې لاندې نيسي او ځپي يې. په شعرونو كې هيله كوي چې په بلواګانو او د جګړې په ډګرونو کې د آزادۍ او د هيواد او هيوادوالو د سوكالۍ لپاره ځان قربان كړي، هغه هيله چې بالاخره ډير ژر په حقيقت بدليږي.

 ۱۸۴۸ كال، په اروپا كې د انقلابونو او پاڅونونو كال دى. په دې كال كې د تورې ارتجاع د څو کلونو واكمنۍ وروسته، د انقلاب توپاني څپو يوځلي ټوله اروپا ونيوله. پاريس، په فبروري مياشت كې د انقلاب د پيلیدو شاهد و چې په پایله کې  لوئي فيليپ له واکه وشړل شو او يوځل بيا جمهوريت (د فرانسې دويم جمهوريت) ټينګ شو. يو څه وروسته، د مارچ مياشت په لومړيو كې، د اتريش په پلازمينې ویانا كې آزادي غوښتونكو ځوانانو د دموكراتيكو آزاديو تر لاسه كولو لپاره انقلاب وكړ او مترنیخ دا جبار او ظالم صدراعظم يې ځغاستی ته اړ او انګلستان ته وتېښتيد. په همدې وخت كې په المان كې ځینې انقلابونه پيل شول چې پايله يې د «پروس» د پاچاهانو د استبدادي حكومت زوال او د مشروطيت ټينګيدل وو. په ايټاليا كې هم د انقلاب څپو ټول هيواد ونيو. د اتريش امپراتورۍ په بيلابيلو برخو كې، په بوهم، په سربیا، په ترانسيلواني او په نورو سيمو كې خونړي انقلابونه پیل شول.

د دې پاڅونونو سره هم مهاله په هنګري كې هم انقلاب پيل شو. دا انقلاب په مارچ مياشت كې له بوداپست څخه پيل او د انقلابیانو مشري، د ملت او انقلاب شاعر، شاندور پتوفي کوله.

په هغو زمانو کې لا بوداپست د نن په شان يو ښار نه و. بلكې بودا او پشت دو جلا ښارونه وو چې د يو بل ګاونډي وو. «بودا» شتمن او د بډایو ښار او «پشت» بیوزله او د کارګرانو ښار و.

انقلاب د مارچ په پنځلسمه په «پشت» كې پيل شو. پتوفي او څو نورو ځوانو دوستانو يې د انقلاب رهبري کوله. دوی په همدغه ورځ د مطبوعاتو سانسور لغو كړ، چاپخونې يې ونیولی او د ملي سرود په نامه د پتوفي معروف شعر چې دوه ورځې وړاندې ليكل شوى و چاپ او خپور كړ او په هماغه ورځ په خپله پتوفي دا شعر د خلكو لپاره ولوست. دوی د «دژ بودا» زندان چې د پاريس د باستيل په شان، يو ستر وحشتناكه زندان و او په هغه كې يو شمير آزادي غوښتونكي زنداني وو، ونيو او زندانيان يې آزاد كړل. له دغه ورځې وروسته یې د مارچ پنځلسمه په نامه يوه ورځپاڼه خپره كړه چې پتوفي په هغه كې خپل شعرونه او اندونه خپرول.

په «ديت» جرګه كې د كيڼ اړخي اقلیت كړنلاره، چې ۱۲ مادې يې درلودى او د ملت لپاره یې دموكراتيكې آزادیانې او د هنګري لپاره يې ملي خپلواكي اعلانوله، تصويب شوه. د عمومي امنيت يوه كميټه تاسيس شوه چې پتوفي هم د هغه غړى و.

دوې ورځې وروسته د مارچ په ۱۷مه د وين دربار ناچاره د هنګري د پرګنو د انقلابي ځواك په وړاندې تسليم شو، خو بيا هم انقلاب په خپلې لارې مخې ته درومیده او پتوفي هم خپل ښكلي شعرونه لیکل او خپرول. پتوفي په دې وخت كې ۲۰ كلن و. دا هغه وخت و چې د هنګري ملي اتل لایوش کشوت چې د ديت جرګې استازې او د اقلیت لارښود و، د انقلاب سياسي لارښودنه په غاړه درلوده او پتوفي له هغه سره مرسته كوله.

د ویانا ارتجاعي دربار سره د دې چې له ناچارۍ تسليم شوى و خو له مقاومته یې لاس نه اخیست او په لټه كې شو چې هغه څه يې چې له لاسه وركړي، بيرته تر لاسه كړي. د امپراتور په دستور له بيلابيلو ايالتونو څخه پوځي ځواكونه راغونډ او د انقلاب د ځپلو لپاره واستول شول. په همدې وخت كې و چې پتوفي او يارانو يې اعلام كړ چې د دښمن سره د مقابلې لپاره بايد ټول خلك وسله واخلي او په وسله واله مقاومت پيل کړي. همدا شپې او ورځې وی چې دوی د مجار هغو سرتيرو ته چې د امپراتورۍ په نورو سیمو کې په پوځي واحدونو كې خدمت كاوه، اوڅاره بيانيه خپره كړه چې معروف شعار يې دا و:

«وتښتئ او راستانه شئ.»

پتوفي په ورته وخت كې چې د هنګري ملي خپلواكۍ لپاره مبارزه كوله په دې ښه پوهیده چې د ملتونو خپلواكي له يو بل څخه جلا نه ده او د همدې لپاره په ورته وخت كې چې د اتريش او د دغه هیواد د امپراتورۍ له نظامي ځواكونو سره جنګيده، د خپلو دوستانو سره یې يوځاى د هنګري له جرګې غوښتل چې د وين انقلابيونو ته د مرستې لپاره كمكي ځواكونه وليږي. كله چې جرګې غوښتل د وين دربار د ژمنو او دوكه مارۍ له امله د ایټالیا د آزادي غوښتونكو انقلابونو د ځپلو لپاره د سرتيرو له استولو سره هوكړه وكړي، پتوفي او دوستانو يې په كلكه مخالفت وكړ او د دې كار مخنيوى وكړ. همدا کار لامل شو چې څو مياشتې وروسته كله چې د هنګري د خپلواكۍ جګړې د مجاريانو په ماتې او د اتريش په بيا واكمنۍ تمامې شوې، د مجار يو شمير وطنپالو او آزادي غوښتونكو د ایټالیا له انقلابي ځواكونو سره د مرستې په پار په داوطلبانه ډول د هغه هيواد له انقلابيونو سره يوځاى شول چې د هغه ملت د آزادۍ لپاره د ایټالیا نوميالي انقلابي،ګاریبالدی، سره یوځای مبارزه وكړي.

که څه هم د پتوفي د ژوندانه د بیان لپاره باید د هنګري د انقلاب ټولې پيښې نقل کړو؛ خو په یوه کلمه کې ویلی شوو چې پتوفي خپل ټول څه د انقلاب په لار کې قرباني کړل.

د جګړې د لومړنیو شیبو له پیل څخه، پتوفي د سرتیرو د راټولو لپاره لاس په کار شو او یوځل بیا یې د هیواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړ. ویناوې یې، شعرونو یې او کړنو یې ټول خلک آزادي غوښتونکي جګړې ته د ګډون لپاره رابلل. سره له دې چې دوستانو یې تل پر هغه اعتراض کاوه او ورڅخه یې غوښتل چې ځان په خطر کې وانچوي، خو څنګه چې هغه یو افسر و، نو شخصاً به یې په جګړو کې ګډون کاوه او تل به په لومړني کتار کې جنګیده.

د همدې جګړو په ترڅ کې و چې لهستانی جنرال، بم، د مجار ملت د آزادۍ لپاره له هنګريي ځواکونو سره یوځای شو او د «ترانسیلواني پوځ» قومانده یې په غاړه واخیسته او پتوفي د هنګري د انقلاب د دې سردار؛ ښه دوست، مرستیال او همرزمه شو.

پتوفي کله هم یو قدم شا ته کينښود. آن، کله چې د اروپا ارتجاعي ځواکونو یو ځل بیا د «سپیڅلي اتحاد» په نوم د آزادي غوښتونکو انقلابونو د ځپلو لپاره تړون وکړ او د تزار ځواکونو او د اروپا ژاندارم، د خپل اتریشي خونخوره ورور د مرستې لپاره هنګري ته دننه شول او پر ملي ځواکونو ډګر تنګ شو، پتوفي بیا هم له جګړې لاس وانخیست.

د هغه اوڅاره شعرونه چې په دې وخت کې ویل شوي دي، لکه: سیند څپاند شوی/ ملت ته/ ۱۸۴۸/انقلاب/ جمهوريت/ د ترانسیلواني پوځ او بالاخره وروستی مهم شعر یې چې وحشتناکه دوران نومیږي او د ۱۸۴۹ په جولای کې لیکل شوی دی؛ ټول د پتوفي د فداکاره اروا ستروالی او د هغه هیواد پالنه او آزادي غوښتنه او د انقلاب لوړې ژورې منعکسوي.

پتوفي په کلکه باور درلود چې د هنګري د خپلواکۍ جګړې او د اتریش د امپراتورۍ د ځواکونو په وړاندې د دې ملت میړنی مقاومت، د هغه ورځې اروپا د ټولو انقلابي ځواکونو لپاره د لارښود څراغ بڼه درلوده او د همدې لپاره یې په دې لاره کې له هیڅ ډول کوښښ ډډه نکوله.

د ۱۸۴۹ په دوبي کې د جنرال «بم» پوځ د یو پیاوړي او ځواکمن لښکر په وړاندې خپلې وروستۍ پرتمینې جګړې پر مخ بیولی؛ پتوفي د یوې سختې جګړې پر مهال د جولای په ۳۱ مه په شګشوار کې ووژل شو. په دې وخت کې شاندور پتوفي د خپل عمر یوازې شپږ ویشت کاله او اووه میاشتې تېرې کړی وی.

په دې ډول هغه اتل چې خپل ټول عمر او ټول ځواک یې له انقلاب او آزادۍ بلهاري کړی و، د جګړې په ترڅ کې د آزادۍ په لاره کې خپل ژوند ورکړ او د خپل لنډ عمر سرګذشت یې په خپلې وینې د یوې ویاړمنې حماسې په توګه د ملتونو د آزادۍ په تاریخ کې ثبت کړ.

پتوفي، د پیښو د توپاني سیلۍ په وړاندې د بلیڼدې ډیوې په شان خپل ټول وجود وسوځوه چې نورو ته تکه تیاره لاره روښانه کړي. د دې لپاره د هغه ژوند او مرګ په خپله د یوه ستر او تلپاتي شعر بڼه لري.

پتوفي، د هنګري د ولسونو لپاره یوه الهام بخښونکی افسانه شوه. په دې ډول چې د هغه د شجاعانه مړینې وروسته مجاریانو تر ډیرو کلونو پورې هیله درلوده چې پتوفي وژل شوی نه دی او داسې ګمان یې کاوه چې ځان یې چیرې پټ کړی چې په یو وړ وخت د خپلو ولسونو سره یوځای د هیواد د آزادۍ لپاره بیا پاڅون وکړي.

 پتوفي د مرګ پر مهال، پیغله میرمن، یو ماشوم او د زړورو شعرونو او خاطراتو یوه ټولګه پریښوده. میرمن یې د یوې شتمنې کورنۍ لور وه چې له پتوفي سره د مینې په پار وتښتیده او په پټه یې یو له بل سره واده وکړ. هغه ته خپله میرمن ډیره ګرانه وه. خو دې ځواکمنې او پیاوړې مینې هیڅکله ونشو کړای هغه د ولس سره له مینې، د وطن سره له مینې او د آزادۍسره له مینې لاس په سر کړي. د پتوفي له مرګ وروسته، میرمن یې ناچاره شوه چې بل واده وکړي او زوي یې ځوانیمرګ شو.

خو د هغه شعرونه او ویاړلي خاطرات د تل لپاره پاتې شول او د سرلوړي بیرغ په شان، د مجار ملت د مبارزې لپاره ځواکمن الهام بخښونکي وګرځیدل.

پتوفي، توانمن او هڅاند شاعر و چې په خپل لنډ عمر کې ډیر شعرونه وویل. له ۱۸۴۲ کال وروسته، یعنې د شپږ نیمو کلونو په موده کې هغه څه باندې ۸۰۰ منظومې او نور اوږده او لنډ شعرونه وویل. د پتوفي شعرونه ساده او جذاب دي او په ټولو شعرونو کې د هغه ملت آواز غوږونو ته رارسیده چې راویښیږي. له هغه ځایه چې پتوفي په خپله د ملت هغه زوی و چې د ولسونو له منځه راپورته شوی و او له ولسونو سره یې ژوند کړی و، له هر چا نه یې په ښه ډول د خلکو آرمانونه او هیلې پیژندلی او بیانولی.

د پتوفي دوران، په اروپا کې د نولسمې پیړۍ په لومړۍ نیمايي کې د رومانتیزم له پېر سره هم مهال دی او په دې ډول طبیعي ده چې د مجار د ډیرو نورو شاعرانو په شان د خپل وخت د دې ځواکمن بهیر تر اغیز لاندې پاتې شوی وي. د پاریس د انقلاب د مبارز شاعر، برانژه شعرونه یې خوښیدل او المانی آزادي پلوه شاعر، هانری هاینه او د انګلیس آزادي غوښتونکو شاعرانو شلي او بایرون له آثارو سره آشنا و. د شکسپیر د آثارو ځینې برخې یې په خپله مجاري ژبې ته وژباړلی او له کوریولان قطعې څخه د هغه ژباړه دومره عالي وه چې د سلو کلونو په تیریدو لا څوک نه دي توانیدلي چې له هغه څخه ښه ژباړه وړاندې کړي.

که څه هم پتوفي له شپږو یا اوو کلونو ډیره شاعري ونکړه او په ځوانۍ کې ووژل شو، خو د هنګري او د نړۍ یو له سترو شاعرانو څخه ګڼل کیږي. د هغه د ستروالي راز په دې کې دی چې خپل زړه او شعر، دواړه یې د خلکو او ملت له زړه سره تړلي وو. هغه، څه چې له کتابونو نشو یادولی، یعنې د خپل شعر ژبه او له هیواد او آزادي سره مینه، د ولسونو او د خپل هیواد د پرګنو په ښوونځي کې زده کړل. په ماشومتوب کې او بیا وروسته کله چې پیاده د خپل هیواد ګوټ ګوټ ته یې سفر کاوه، هر چیرې به یې د خلکو داستانونه، افسانې او ترانې اوریدلی، په شپو شپو به د کلیو په قهوه خانو او کاروان سراوو کې له دهقانانو سره کښیناسته او له هغوې سره او د هغوې لپاره به یې سیمه ایزه ترانې ویلی او اکثره به یې پر ترانو له خپل ځانه هم یو څه ورزیاتول چې خلک راوپاروي. هغه د خلکو له جملې څخه و او همدا و چې په ژوندانه کې د خلکو زیاته لیوالتیا له ځان سره درلوده. 

له پتوفي څخه داسې یوه کیسه رانقلیږي چې یوځل یې د سرتیرو په اډه کې یو سرود لیکلی و او له لیکلو وروسته خوب وړی و. کله چې سرتیري دا سرود پر میز ګوري، رایخلي، له مخه یې لیکي او بیا یې وايي. پتوفي د همدې سرود د آهنګ په اوریدو له خوبه راپاڅیږي او شکمن کیږي چې دا سرود هغه لیکلی که سرتیرو ته له پخوا زده و؟

همدا ټولنیزه او پرګنیزه ځانګړتیا ده چې د پتوفي شعر ته برم، پرتم او ستروالی وربخښي. د رومانتیکو او لیریکو شاعرانو د خیال اوبدونکو تغزلاتو پر ځای چې یوازې یې د معشوقو په هجران کې اوښکې تویولی یا یې له خپلو فردي دردونو زګیروی کاوه او د هغو رومانتیکو شاعرانو د نهیلیزه آزادي غوښتنې پر ځای چې له آزادۍ سره د لیوالتیا سره سره راتلونکي ته نهیلي وو، پتوفي تل راتلونکي ته په زړورتیا، ځواکمنتیا، لیوالتیا او هیله مندۍ کتل. دا ځانګړنه د هغه له صفاتو یو ځانګړی او څرګند صفت دی چې د نوموړي شعرونه د دموکرات او آزادي غوښتونکي روسي شاعر نکراسف له آثارو سره ورته او نژدی کوي او شاید همدا ورته والی د دې لپاره دی چې د د ې دواړو شاعرانو ټولنیز چاپیریال له یو بل سره هم ډوله او نژدی و چې دواړه یې یو شان پاللي دي.

د هنګري د ادبیاتو په تاریخ کې پتوفي د یو لیریک شاعر په توګه پیژندل کیږي. په معانی کې شاعرانه واقع بیني او په بیان کې د بڼې ځواکمنتیا او پراختیا، د هغه  شعر له ادبي پلوه د مجار په ادبياتو کې د غوره آثارو په کتار کې ودروي. د مفاهیمو په بیان کې صمیمت او صداقت او ځواک او د تصنع نشتون، د بڼې تکامل، د تصوراتو نرمښت او بډاینه د پتوفي شعرونو ته تلپاتې ارزښت وربخښي.

پتوفي یو لیریک او غزل ویونکی شاعر دی چې د رومانتیکو شاعرانو په ډله کې راځي. خو له نورو شاعرانو سره د هغه توپیر په دې کې دی چې پتوفي تل خپل شعر په نوي ډګرونو او په آزادۍ غوښتنو او انقلابي سترو موخو بډاینی ته رساوه.

په زاړه پوشه اتلان،  د نولسمې پیړۍ شاعران او د خراړه او بلبل په شان قطعو کې د هغه د شعر دا اړخونه په ښه ډول څرګند دي او نور شاعران هم رابلي چې د هغه په شان د خلکو د حقوقو په لار کې د مبارزې بیرغ پورته کړي، ځکه چې د هغه په اند شاعران د پیامبرانو په شان، د نیکمرغۍ په لور د خلکو د لارښودنی لپاره د خدای راستوونکي دي. پتوفي، خپل همدا اند د پیامبر په نامه سترې، حماسي او فلسفي منظومه کې ځای په ځای کړی دی.

پتوفي په ورته وخت کې چې یو انقلابي شاعر دی، یو حساس غزل ویوونکی او د طبیعت بی قراره خوښوونکی هم دی. د هغه په شعر کې له طبیعت سره مینه، د میرمنې او اولاد او د هیواد او آزادۍ له مینې سره، یوځای شوی ده؛ په داسې ډول چې جلا کول یې ناشونې ده.

کله چې پتوفي د طبیعت صفت او ستاینه کوي، د هنګري ښکلې منظرې داسې ستايي چې له وطن سره مینه راپاروي او کله چې له خپلې مینی څخه خبرې کوي د میین زړه رپا یې له غرور او آزادۍ او عدالت غوښتنې سره تړاو پیدا کوي.

پتوفي د انسان، د ټولو انسانانو په آخري بریا باور درلود او دا بریا یې په نظر کې پریکنده او حتمی ښکاریده او د همدې لپاره په شعرونو کې احساسات له سیاست، عواطف له هیوادپالنې او آزادي غوښتنه له هیلي سره په ناجلا کیدونکی توګه یوځای شوي دي.

د پتوفي په لومړنیو آثارو کې هغه شعرونه راځي چې له سیاست لرې وو. خو هغه د ځوانۍ د لومړنيو کلونو دا یادګارونه خپل اولادونه نه ګڼل. د هغه زیات او واقعي آثار تقریباً په یوې پنځه ـ شپږ کلنې دورې کې ویل شوي چې په ورته وخت کې د هغه د مبارزې او جګړې او د دایمي هلوځلو موده وه. دا آثار دومره ارزښتمن دي چې نه یوازې د مجار د ادبیاتو په تاریخ کې، بلکې په نړیوالو ادبیاتو کې هم لوړ مقام تر لاسه کوي.

د پتوفي له مرګ وروسته تر نژدې یوې پیړۍ پورې تل د هغه د آثارو یوازې یوه برخه خلکو ته رسیده. طبیعي ده چې هیڅکله شوني نه وه چې د پتوفي په شان د یوه ستر شاعر نوم هیر او پټ کړای شي. خو له یوې خوا د څارندوې او د ولسونو ضد رژیمونو سانسور نه غوښتل چې خلک دې د یو انقلابي شاعر له ټولو شعرونو سره آشنا شي او له بلې خوا د دې حکومتونو سره تړلي کره کتونکو د هغه آثار د «ښکلا او هنر» له پلوه تر نیوکې لاندې نیول.

د هنګري له آزادۍ وروسته او د ولسي جمهوریت د حکومت په واکمنیدو سره، مجار ملت هغه ټول ویاړ او ستروالی چې دې اتل زوي یې وړتیا درلوده، هغه ته ستانه کړل او نن، نه یوازې چې د هغه نوم په ستروالي لمانځي او د اتلوالۍ خاطرې یې ستایي، بلکې آثار یې هم د خپلې راتلونکي لارې الهام بخښونکي ګڼي.

د هنګري د ولسي جمهوریت وزیر، جوزوف روايي په ۱۹۴۸ کال کې د ۱۸۴۸ کال د انقلاب د سلمې کلیزې په ویاړ د پتوفي په اړه داسې ولیکل:

«پتوفي نه یوازې د ۱۸۴۸ کال شاعر و بلکې د ۱۹۴۸ کال شاعر هم دی. ځکه هغه چې د محرومو طبقو د ګټو د خوندیتوب په موخه د یو دموکراتیک، ولسي او ژور انقلاب په لار کې مبارزه کوله، پر «ماڼۍ» د «جونګړو» د راتلونکي بریا لاره خلاصه کړه. زمونږ د نننۍ مبارزې موخه هم همدا ده. مونږ د ۱۸۴۸ کار ته ادامه ورکوو او پای ته یې رسوو. مونږ د ولسي دموکراسۍ له لارې د سوسیالیزم په لورې مخ په وړاندې ځوو، څو د پتوفي په وینا:«ټول وکړای شي په مساوي ډول له ډک زمبیل څخه ګټه پورته کړي». که کولای شوو په دې لار کې مخې ته لاړ شو، بی له دې چې په تاریخي پیښو کې مو خپل ملي شتوالی له لاسه ورکړی وي او که کولای شوو د خپل ملت د ویاړلو بچیانو هیلې او آرمانونه پوره کړو، د دې ټولو لپاره د شاندور پتوفي پوروړي یوو.»

د مجار ملت، اوس هر کال د جنوري په لومړۍ (د پتوفي د زوکړې ورځ)، د جولای په۳۱ مه (د پتوفي د مرګ ورځ) او په ځانګړي توګه د مارچ په ۱۵ مه (د ۱۸۴۸ تاریخي انقلاب ورځ) د پتوفي په نوم او خاطرو لمانځي.

ټولو هغه ملتونو چې خپله آزادي لاس ته راوړی او یا د خپلې آزادۍ او د نورو د آزادۍ د حصولولو لپاره مبارزه کوي او پتوفي یې پیژندلی دی او پیژني یې، د پتوفي د دې ځلاندو خاطرو په لمانځنه کې، له مجار ملت سره یوځای دي.

هر څومره چې پتوفي ښه او په هر اړخیز ډول وپیژنو، د هغه ارزښت او د کار ستروالی به مونږ ته لا څرګند شي.

دا هم د شاندور پتوفي د شعرونو څو بیلګې:

شعر

ای سپیڅلى شعره،

څنګه دې سپکوي!

څنګه دې پرتم ځپي!

هغه شوده ګان چې ستا د ستروالي د درناوي ادعا کوي.

واوره، دا بى باوره کاهنان څنګه چیغې وهي

چې ته د اشرافي تالار په شان یې

په ستونزو یې سینګار کړی

یوازې د ځلانده بوټانو خاوندان در په کې قدم وهلئ شي.

آهای! چُپ شئ!

اى دروغجنو پیامبرانو، چُپ شئ! 

اپلتې مه ولئ!

شعر هغه تالار نه دى

چې په کې شتمن، مفتخواره 

د قړتو پړتو لپاره راټول شي

 شعر ډیر ستر دى

د ټولو نیکمرغو، بدمرغو په مخ

د ټولو هغو په مخ چې د ویلو هوډ یې لري

                                 یو شان پرانیستى کور دى

شعر هغه سپیڅلی معبد دی چې ټول ورته لاره لري

ان، هغه چې ښکلي بوټان لري، یا پښې یبله راروان وي.

                          اګست ـ ۱۸۴۸

يو فكر مې زوروي

يو فكر مې زوروي:

د كټ پر بالښت مړینه        

د هغو ګلانو په شان

چې پټ چينجي يې خوري

                 ورو ورو مړاوېدنه!       

په تشه، خالي خونه کې

د یوې شمعې په شان

            ورو ورو تری تم کیدنه!

   

خدایه! دا شان مرګ رانصيب نكړی

زه دا شان مرګ نه غواړم

ښايي هغه ونه ووسم چې تندر يې راماتوي

                                او

                          توپان يې ريښې كاږي       

ښايي هغه ډبره ووسم 

چې تندر  ـ چې آسمان او ځمكه لړزوي ـ

                              ګوزار مې كړي

 د دربېلو ژوروالي ته

                            غوزار مې کړي….. 

كله چې اسير ملتونه

د اسارت له يوغه ستومانه

په قهرجنو څيرو

د سرو بيرغونو لاندې

چې ورباندې”د نړۍ د آزادۍ” مقدس شعار لیکل شوی

راپاڅیږي   

او له ختيځه تر لوېدیځه

د دې مقدسو كليمو ازانګې پورته کوي

او له ظلم سره جګړې ته راجګیږي

زه غواړم هلته مړ شم

د جګړې په ډګر كې

او هلته مې د زړه تنکۍ وینه توییه شي.

كله چې وروستۍ كوكاره مې په رضايت آميزه توګه 

                                             انګازه کوي

د پولاد زوږ 

د سورنا آواز او د توپ درزا

                        هغه ووژني

او پر جسد مې

شڼیدلي آسونه 

د ستونزمنې بریا په لور وځغلي  

او ما لغتماله شاته پریږدي….

ښايي د شهيدانو د تدفين د سترې ورځې لپاره

شنلي هډوكي مې له هغه ځايه راغونډ كړي

او له آرامې ترانې

او د وير له پرتمينې موسيقۍ سره

له غمځپلو رپانده بيرغونو سره  

ټول هغه اتلان چې ستا په لاره كې مړه شوي

ای د نړۍ مقدسې آزادۍ! 

یو ګډ قبر ته وسپاري.

                    

  دسمبر ـ ۱۸۴۶

تا ته پسرلى ګران دی!

تا ته پسرلى ګران دی

ما ته منی

ستا ژوند، پسرلى

زما ژوند، منى.

ستا سرې ليمې

د پسرلي سور ګل 

زما ستومانه سترګې

د خزان بيرنګه لمر.

كه زه يو ګام بل پورته كړم

يو ګام مخې ته

د ژمي په كنګل شوي درشل كې به ووسم.

كه ته يو ګام مخې ته راغلى وى

او زه يو ګام شاته تللی وى

له یو بل سره به په تود او خوندور دوبي کې

  یوځای شوی وی.

    اكتوبر – ۱۸۴۶

602 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸