Categories

اعلان

Loading…

د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه او زموږ ژمنه

د استقلال د بیا ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت  

پوهاند محمد بشیر دودیال  

د هیواد په ګوټ ګوټ کې پتمن افغانان د استقلال د سلمې کلیزې نمانځنې ته چمتووالی لري، له همدې اوس څخه  د دوی په څیرو کې د خوښۍ، غرور او ملی یووالی نښې څرګندې دي. ډیره د خوشحالۍ خبره  دا ده چې دا څو کاله د رسمی او دولتی نمانځنې په پرتله ولسي نمامنځنه ډیره توده او پرتمینه ده. یو څوک هغه وخت خپل احساسات نشی کابو کولای چی  ټکسی چلوونکو پرخپلو موټرو، د هټیوال بیوزله شاګرد پرخپل بایسکیل، نانوای د خپلې هټۍ پرسر، لاس پلورنکی د خپلۍ ریړۍ دپاسه، عامو خلکود کورونو دپاسه … لنډه دا چې هر  باتور هیوادوال دخپل خپلواک هیواد، ملی جنډۍ رپولی وي او په افغانی شهامت سره قدمونه اوچتوي. تیر کال د اسد په ۲۸مه په میلیونونه دری رنګه خولۍ وپلورل شوې، هغو ځوانانو چې د ټول کال یو څو روپۍ یې سپما کړې وې،  په دغه ورځ یې ورباندی د ملی بیرغ درې رنګه لرونکی خولۍ پیرودلی او په ځانګړي غرور یې په سر کولې. درناوی او شاباس دې وي پر دغو ځوانانو او باتورملت!

خو روڼاندي، مطبوعات او سیاسیون ؟!

ډیره ضروري ده چې د ټولنې ویښ قشر، یعنې روڼاندې، ژمن مطبوعات او سیاستوال نه یواځې سږکال، بلکې هر کال په هر ملی مناسبت خپل دروند رسالت باندې له سره فکر وکړی او یو ځل بیا  ددغه بیوزله، خو باشهامته ملت په وړاندې خپل تعهد ته ځیر شي. زموږ تیرو نسلونو روڼاندو په دې برخه کې خپل مسئولیت ښه درک کړی و، دلته به د بیلګې په توګه د مشروطه غوښتونکو او دخپلواکۍ  او ترقۍ د اتلانو هغې فداکارانه ژمنې او تعهد باندې خبرې وکړو، چې باید زموږ لپاره بیلګه او الګو وګرځي:

د لومړي مشروطیت سرسپارلیو، خپل وطن، استقلال، عقیدې او افغانیت ته متعهدو ننګیالیو د امیر عبدالرحمن خان د خونړي قهر او ساتور لاندې د آزادۍ او خپلواکۍ زمزمه توده کړه، خو استبداد او ښکیلاک دوی یو یو او ډله ییز له منځه یووړل، خو د خپلواکۍ غوښتلو غورځنګ او وینه نوره هم په جوش او خروش شوه، دا ځل د مشروطیت او استقلال دوهم غورځنګ راپورته شو. د مشروطيت د دویم غورځنګ غړیو سیده د مشروطیت دلومړی غورخنګ له قربانیو او په ناسیده توګه د افغانی سید له شاګرد محمود طرزي څخه الهام اخیست. 

د دوهم مشروطیت غړی:  په خپله محمود طرزی، عبدالهادی داوی ، ميرسيد قاسم خان، عبدالرحمان لودين، تاج محمد پغمانی، سیدغلام حیدر لغمانی(پاچا)،ميرغلام محمد غبار، محمد انوربسمل،  اویو شمیر نور وو. محمود طرزی د دی دوری د مشروطیت او استقلال غوښتنې یو سرلاری و. د استبداد او استعمار ضد دغه منور مخکښ د استقلال لپاره په سراج الاخبار کې سنګر ونیو، دحی یاعلی الفلاح غږ یې اوچت کړ. سره له دې چې امیر حبیب الله د ده دغه غږ بی وخته وباله، خو د طرزی اراده لا هم پیاوړی وه. استعمار  امیر حبیب الله خان او د ده څو درباریانو ته له روڼاندو ویره تلقین کړه او دټولو منورینو فزیکی له منځه وړل او د پوهې او معرفت د معنوی اعدام دستور یې ورکړ، خو د پوهې کومه ډیوه چې طرزي او د ده پلویانو د غازی امان الله خان په ملاتړ ولګوله، لا ځلنده او بلنده را څرګنده شوه. دا چې سم له خپلواکۍ سره په هیواد کې په کم وخت کې د ارشاد النسوان، اتحاد مشرقی، افغان ورځپاڼې، د معرف معارف مجله (چې  وروسته په آئينه عرفان او بیا په عرفان بدله شوه) ، د امان افغان اوونیزه، اردو مجلۀ ، اتفاق اسلام جریده، اتحاد جريده ، ابلاغ ورځپاڼه، بيد ار جريده ، حقيقت ورځپاڼه، ستارۀ افغان انتقادی جریده، طلوع افغان جریده رامنځته او بیلابیل کتابونه چاپ او خپاره شول، د همده د پاملرنې او زیار پایله وه. غازی امان الله خان د محمود طرزی دفکر ملاتړی او د هغه د خبرو ریښتنی منندوی او صادق عملی کوونکی و. د استقلال په بیاترلاسه کولو کې د دوهم مشروطیت د منورینو رول د هغو سرسپارلیو غازیانو له رول او فدارکارۍ څخه  کم نه و، چې د آزادۍ ترسره شفق پورې یې د پاکو وینوسره لیکه وکښل شوه لکه عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان لوګری،محمد عثمانخان تګاوی،نائب امین الله خان؛ محمدجانخان وردک؛ عبدالغفور لنګری، میربچــــــه خان رس رسان کوهدامنی ، ملامشک عالم، میرمسجدی خان کوهستانی، ګل محمد غلجی، دچکنور ملاصاحب، ملاپونده، د څرخي کورنۍ او نور. 

منورینو او روڼاندو د تاوده سنګر د مجاهدینو او ننګیالیو ترڅنګ د پوهې او د ولسونو د اذهانو د تنویر  سنګر نیولی و، نو ځکه یې قربانی نشو هیرولای. سعدالله خان الکوزی، مولوی محمدسرورخان( دحبیبی دمکتب ښوونکی)، محمد ایوبخان، جوهر شا خان، حان محمد خان، غلام محمد میمنګی، محمد حسن راقم، قاضی عبدالحق سلیمانخیل، عبدالهادی داوی او ګن شمیر نور هغه کسان وو چی د هیواد داستقلال دبیرته ګټلو په درشل کی یې سرونه فدا کړل یا یې سختی زولنی او بندیخانی تیرې کړی. د دغو منورینو قلم اوفکر د آزادی او خپلواکۍ د لاری مشالونه وو. د دغو مشال لرونکو په سر کې د سید جمال الدین افغان ذهین او مستعد شاګرد، محمود طرزی و. دغه د استعمار ضد سپاهی چې له خپلې درنې کورنۍ سره یوځای د امیر عبدالرحمن خان له خوا په ۱۸۸۱م. کې هند ته تبعید شوی و، د امیر حبیب الله خان پرمهال وطن ته راغلل او په ۱۹۱۱م. کال کې یې د سراج الاخبار پنځلس ورځنۍ جریده فعاله او په خپله یی مسئول مدیر شو.  داسلام او استقلال دغه سپاهی د اسلام واقعی روح ته مبارزه وکړه، دعدالت چیغه یې پورته او د انګریز پلیده څیره یې رسوا کړه. د اسلام پالنې او استبداد ضد درسونه یی له سید څخه زده کړی و، او رسا قلم یی خپل کمال و. مستبدو حکامو او تور انګریزی ښیکلاک د ده د حی یاعلی الفلاح د مقالې تحمل ونشوکولای، نو ځکه یې د ده پر قلم بندیز ولګاو. خو طرزی خپل مقاومت او مبارزی ته دوام ورکړ.محمود طرزی د ښکیلاک لوی مخالف او د اسلامی اُمت د اتحاد ارمانجن د علامه سید جما ل الدین افغان ریښتنی شاګرد، د روڼاندو په راټولولو کې لوی کار وکړ.  ده په افغاسنتان کی د ۱۸۶۲ څخه تر ۱۸۷۸ کلونو پورې د سید جمال الدین افغان او امیر شیر علی خان  هغه اصلاحی پروګرام ته چې له پورته خوا څخه را پیل شوی و، د امیر حبیب الله خان پر مهال دوام ورکړ.   د انګریزانو نظامی تیری دغه اصلاحات شل کاله درولی و او د شلمی پیړۍ تر پیل پوری په ټپه ولاړ پاتی و. د ۱۹۰۱ او ۱۹۱۸ کلونو تر منځ یو ځل بیا په افغانستان کی یو څه اصلاحات وشول او یو شمیر مدرسې ، جوماتونه او شخصی کتابتونونه جوړ شول ورسره یو ځای سوداګری پر مخ ولاړه او ورو ورو په ملی کچه تجارتی بورژوا راڅرګنده شوه، په تیره بیا د امیر عبدالرحمن خان له دوری څخه وروسته سوداګری ښه پر مخ ولاړه.  په کابل کی بهرنی اخبارونه له یو لاس څخه بل ته رسول کیدل او د روڼاندو په محفلونو کی به لوستل کیدل. دغه د منورینو کوچنی قشر په پیل کې د ملی سوداګریزو بورژوا ګانو او لبرال ځمکوالو، خورو- ورو خواریکښو او دمنځنۍ طبقې ځوانانو او تعلیم یافته منورینو استازیتوب کاو، وروسته یی بیا د پاچا د بی پایه ځواک او قدرت د محدودولو ، د خپلواکی د بیرته تر لاسه کولو  او د قانون د رامنځته کولو په خاطر په فعالیت پیل وکړ. تر ۱۹۱۸م. کال پورې د دویم مشروطیت غورځنګ مبارزه د همدوی د هڅو برکت و، چې ځوان امان الله خان هم د همدې منورینو یو غړی و، چې شعار یې دا و :

ترک مال وترک جان و ترک سر

در ره مشروطه، اولِ منزل است.

دوی د سرومال قربانی د مشروطیت غوښتنی لومړنی منزل او ګام بللی و، د مشروطه غوښتونکو سلسله یعنی له لومړۍ مشروطه غوښتنې تر دوهمی او بیا د دربار سری ګوند پورې  ټول د افغاننستان ددغې دورې هغه منورین وو، چې د هیواد داستقلال، عدالت او ترقی دمبارزینو صفونه یې بللای شو. د دوی په وړاندی ښکیلاک، استبداد، بنسټپالی جهال او د ترقی ضد عقبګرایان موجود وو. په دې توګه استقلال ترلاسه کول او روڼتیا او ویښتیا دواړه څنګ په څنګ روان وو. د دغې دورې منورین دواړو ته متعهد وو. د دوی قربانی رنګ راوړ، ښکیلاک مات او استبداد پای وموند . په ۱۹۱۹م. کال افغانستان خپل استقلال اعلان او ورسره یو ځای یی د ترقی او پرمختګ منزل پیل کړ. افغانستان د عصری کیدو او نړۍ سره دسیال کیدو خواته لومړنی ګامونه اوچتول  چې انګریزانو په مهارت سره یو څو دعلم، پوهې، معنویت او ترقی ضد کسان ولمسول. یو څو ساده بی خبره یې د ماهرو جاسوسانو په کتار کې ورګډ کړل او د مترقی نظام په وړاندی یی ودرول. دا وخت د استقلال د معرکې غازیانو ته نوی ستونزه پیدا شوه چې هغه د انګریز دتالی څټو هغه پاتی شونې وی چې د ترقی مخی ته خنډ وګرځیدې. د انګریز تالی څټو غازی امان الله او دهغه عصر منورینو پسې تبلیغات پیل کړل او د ترقی خواته پورته کیدونکو اوچتو ګامونو ته خنډ شول. ډیر ژر بیلابیلو ولایتونو کې د استقلال ملاتړي، د تنویر او روڼتیا پالونکي ملی مبارزین را پاڅیدل او دانګریزانو د دغو پاتی شونو په وړاندې ودریدل. دوی د حق او باطل داعیه ژوندۍ وساتله، دې ته حاضر نشول چی وطن بیرته تیاری ته ولویږی. دوی نه غوښتل چې افغانستان بیرته  پرشا ولاړ شی، نو ځکه یی ځانونه قربان کړل. غازی امان الله خان د دوی فداکاری له سترګو ونه غورځوله، بلکې د ریښتینو وطنپالو په توګه یې د دوی د درناوی په خاطر د کابل د پخوانی ښار او دده د نقشه شوی نوی ښار(دارالامان) ترمنځ واټن کې د دوی په درناوی یو څلی جوړ کړی چې د علم او جهل د څلی نوم یی ورکړ.

د علم او جهل څلی د افغانستان په تاریخ کې د ترقی او آزادی غوښتونکو او بنسټپالو عقبګرایانو ترمنځ د مبارزی یو ویاړلی سمبول دی. د دغه څلي په یو اړخ د هغه مهال دیو روڼاندی هنرمند خطاط سیدمحمدداوود الحسینی په قلم د هغو شهیدانو نومونه ولیکل شول چی دتیارو په وړاندې وجنګیدل او شهیدان شول. دغه شهیدان د سید جمال الدین افغانی د افکار وارثین وو، چې پیغام رسوونکی یی لوی محمود طرزی او پالونکی یې غازی امان الله و.

په افغانستان کې د تیاری او رڼا مبارزه، دعدالت او استبداد مقابله، د ترقی او شاتګ مقابله اوږده سابقه لری  او لا هم روانه ده. 

د علم او جهل څلی د پرانیستو په ورځ

اوسنی نسل د خپل وخت هغه مبارزین دی چې د خپلو نیکونو په قدم به ګام ږدي او د مبارزی  توغ به نه غورځوی. دوی په زغرده وایی چې : لا هم د علم او جهل جګړه روانه ده او په شدت سره روانه ده. اې خورو ورو همسنګرو سره یو شئ وخت د ننګ دی.

د هیواد آزادي اوآبادي، فکر او پوهې ته اړتیا لری، تیاره او ظلمت د بشر د کرامت سره نه ښایی، هغه ملتونه له خاورو پاڅیدل او د پرتم، عزت او دبدبی دریځ ته ورسیدل چې د ظلمت،خرافاتو، ناپوهي او تیاری په وړاندی یی مبارزه وکړه. د علم او جهل منار  نه یواځې موږ ته په سرو وینو د ګټل شوی استقلال د ساتنی پیغام لری، بلکی د آبادی او ترقی لپاره د شهیدانو پیغام هم لری، نو ځکه یو ځل بیا یادونه کوو چې:

 ډیره ضروري ده چې د ټولنې ویښ قشر، یعنې روڼاندې، ژمن مطبوعات او سیاستوال نه یواځې سږکال، بلکې هر کال په هر ملی مناسبت خپل دروند رسالت باندې له سره فکر وکړی او یو ځل بیا  د دغه بیوزله، خو باشهامته ملت په وړاندې خپل تعهد ته ځیر شي. دغازی امان الله خان له خوا د دغه څلی جوړول یوه لویه فلسفه لری، هغه فلسفه چې موږ په غور او دقت ونه لوستله.

موږ سل کاله مخکې استقلال بیرته ترلاسه کړ او په میړانه مو وساته، خو د تیاری او جهالت په وړاندې سنګرونو کې بری نه وینو. اوسنی عصر تر تورې، قلم ته زیات اهمیت ورکوي. دعلم او جهل په څلی د شهیدانو نومونه موږ ته همدا پیغام راکوي چې د علم او جهل مبارزه باید  دعلم په ګټه بریالیتوب ته ورسول شي.

ژوندۍ دې وي د محمود طرزی او امان الله خان لاره او ارمان!

1,099 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸