Categories

اعلان

Loading…

لمر (لنډه کیسه) صفیه وردک

سترګې يې پرانیستې،بې مانا چیغه يې وکړه.اووف يې له خولې ووتل.بېرته يې سترګې وتړلې خو خوب ورنغی.ولټېده پرده يې په زور کې کش کړه.څو کړۍ له راده رابېلې شوې.
هره ورځ لمر، لمر، لمر.
دروازه وټکېده ورنغله.ولټېده پخلنځي ته لاړه.شین چای يې واچاوه له ګرم چایه يې څو غوړپه وکړل.
کوټې ته لاړه.له روکه يې تور ساعت را وایست.ولاړ و.ستنه يې تاو کړه.په ګرځېدو شو.بېرته يې کېښود.
له کوره ووته د دوازې مخ ته اووه ګېډۍ تازه ګلان ایښي وو.بې تفاوته ترې تېره شوه.
نن لکه هره سهار د کور تر څنګ وړې نمجنې کفي ته لاړه نه.ستړې لار يې ووهله.د ښار لويې کفي ته لاړه.کېناسته.مخامخ په تابلو کې بربنډه نجلۍ په تور رنګ نقاشي شوې وه.څنګلوري ته یې څو پوړه المارۍ په زاړه ټلوېزیون،راډیو ،څو زړو کتابونو او تور سپین عکسونو تزئین شوې وه.خوند يې ور نکړ.
یوه پیاله ترخه کافي يې پر سر واړوله.ساه يې سمه کړه.له کفي ووته.غوږۍ يې په غوږو کې ورکړې.نه يې غوښتل د خلکو تکرار غږونه واوري.کفي ته نږدې په یوه څوکۍ کې د عمر خوړلي سړي تر څنګ کېناسته.
سړي سېګرېټ يې ولګاوه.څو کشه وڅښاوه.نور يې د بوټ تر پونده لاندې کړ.
_که په ژوند کې دا ځینې شیان نه وی څه به شوي وو?
_مثلا?
_لمر.
_لمر سپېڅلی دی.
دا چوپ وه.
_ځینې شیان لکه ساه دومره مهم وي.بې ساه ژوند ممکن نه دی.
_لکه?
_لکه ستا لاس کې کافي.
***
کوټې ته راننوته.هر څه تیت پرک وو، لمر مخ په زوال و.کړکۍ يې خلاصه کړه.تازه هوا راننوته.بالکن ته ووته.په ګلدانۍ کې د مرسل ګلانو خاوره وچه وه.اوبه يې پکې وڅڅولې.د خاورې بوی خوند ورکړ.
پای

836 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2