Categories

اعلان

Loading…

د حکیم الله مسود کور او د پوځ د اډې نژدېوالی

تاند- د پاکستان ایکسپریس ورځپاڼه وايي چې د حکیم الله مسود لوی کور د پاکستان د پوځ له اډې یا هیډ کوارټز سره صرف یو کیلومتر واټن درلود.

ورځپاڼه د شمالي وزیرستان د ډنډه درپه خېل د یوه دوکاندار سمیع الله وزیر له قوله وايي چې حکیم الله مسود به هره ورځ په یوه کاروان کې دې ودانۍ ته تګ راتګ کاوه. د سمیع الله په وینا، چې پر حکیم الله مسود یې د بې پېلوټه الوتکې توغندويي حمله په خپلو سترګو لیدلې، هر سهار به له دې ودانۍ (عکس) سهار د څلورو یا پنځو تورو شیشو موټرونو کاروان روانېده او ماښام یا مازدیګر به بېرته راته.

دغه دوکاندار ایکسپریس پاکستانۍ ورځپاڼې ته همداراز ویلي:« یوه ورځ مې یوه تن دې ودانۍ ته د ننوتو په مهال ولید چې سپین پټو یې په ځان اچولی و، ما ته داسي ښکاره شوه لکه چې حکیم الله مسود وي خو بیا مې فکر وکړ چې هغه څنګه کېدای شي چې دلته وي، دلته خو یې بې پېلوټه الوتکه په اسانه ویشتی شي، خو بالاخره حکیم الله مسود وخوت. په دې ورځ ما دوکان بنداوه چې د ده موټر راغی. موټر یې کور ته په ننوتو و چې حمله پرې وشوه.»

سمیع الله زیاته کړه:«دی (حکیم الله مسود) کور ته په ننوتو و چې ناڅاپه توغندي والوزاوه.

د ده په وینا په څو شېبو کې د طالبانو نور غړي راغلل، سیمه یې کلابنده کړه.

د سمیع الله وزیر او نورو سرچینو په وینا د حکیم الله مسود کور او شاوخوا فارم ا تر یو لکو شل زره ډالره زیات ارزښت لري.

حکیم الله مسود په دغه کور کې له خپلو دوو ښځو سره اوسېده. د ده کور د پاکستان د پوځ له اصلي اډې یوازې یو کیلومتر لېري دی له دې کبله د سیمې د اوسېدونکو په نظر دا ځای په شمالي وزیرستان کې تر ټولو امن او خوندي ځای ګڼل کېده.

ایکسپریس ورځپاڼه وايي چې پوځي اډې ته د حکیم الله مسود د کور نژدې والی د اسامه بن لادن د کور یاد تازه کوي چې د پوځي اکاډیمۍ تر څنګ و.

417 total views, 1 views today

12 comments

  1. Torialai Azad Reply

    پاکستان ایکسپریس ورځپاڼه وايي چې د حکیم الله مسود لوی کور د پاکستان د پوځ له اډې یا هیډ کوارټز سره صرف یو کیلومتر واټن درلود.
    ایکسپریس ورځپاڼه وايي چې پوځي اډې ته د حکیم الله مسود د کور نژدې والی د اسامه بن لادن د کور یاد تازه کوي چې د پوځي اکاډیمۍ تر څنګ و.

    اوس د جهان خلک بايد په خپله قضاوت وکړي چي څنگه مړکيږي او چيري اوسيږي او څنگه ژوند کوي
    بايد پوښتنه وشي چي ولي زمونږ بي گناه او بي دفاع خلک وژل کيږي دا د شيطان ، عيري قانوني او نا اسلام او ناپاک پرازيتي حکومت ولي داسي کوي ، په ټوله نړي کي داسي حکومت او کوم سازمان په حقيقت کي وجود نلري چي دروست قضاوت وکړي
    زور د پاسه زور دي دا بايد مونږ په دي خپل سرونه خلاص چي تر څو چي مونږ خپل وطن په خپله آباد نکړو ، نور خلک يي مونږ نه جوړوي.
    …………………………………………………………….. او داسي نور يي در واخله
    په منني سره
    توريالي

  2. Ahmad Reply

    Da tool da pakistan ghulaman dey ow da afghanistan ow Isalam da badnamawallo lapara yee rapasawalli dey.

  3. محب الله زغم Reply

    پارسي کې یو شعر دی:
    فلک بوقلمون رنګ فګنده است مرا
    به دیاری که سګ و ګرګ و شبان هر سه یکیست

  4. هلمنديار Reply

    ،درنو دوستانو سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
    واقعا ددې خبری په اوريدو سره ډير حيران سوم چی د حکيم الله مسود غوندی شخص کور د پاکستانی پوځ د اډی سره نژدی و الله چی هک پک سوم. اصلاُ د پاکستان د پوځ د حمايی پروسه د اسلامپالو څخه ستاسو په نظر په دې حالت سره آيا نه روښانه کيږی؟ زه وايم هغه د پښتو متل دی چی وايی غوا توره او شيدی يی سپينی. نو ددې پيښی په واقع کيدو سره سپينی ماڼی هم خبر خپور کړ چی ددوي اړيکی له پاکستان سره يو ځل بيا خړی پړی شوی دی، هه هه هه هه ډيره جالبه دی نه وی و ټولو دوستانو ته ، دا ځکه چی ښاغلی حکيمی هم د پاکستان د پوځ يوه برخه وه چی په ضايع کيدو يی ياران ډير په غوسه سول، نو سمدستی يی د ناټو د اکمالاتو لاره بنده کړه. زه ستاسو ټولو څخه دا پوښتم چی آخر تر کله به د پاکستان د اکوږ بار پر خره روان وی؟
    ستاسو ټول دوستانو د ښه صحت په هيله
    مننه
    هلمنديار

  5. اوښتون Reply

    که داخبررشتیاوی نوډیرامکان لری چی دفاکستان په فوج کی داسی خلګ شته چی په خپل ملک کی شرعی نظام غواړی نوده دی وجی ده طالبانوحمایت کوې ده دونه غټ قمندان کورده فوج هیډکواټرته نژدی دی اوبیاهم هیس سوک سه نسی ورته ویلی

  6. yaghee Reply

    pa khapalo stargo mo chee lidaly na wi, da khalko khabaro pa se magarze.hagh sar sakht da Pakistan doshman wa.soog chee da Pakistan doshman wi hagh isi na prede la mainza ye wari.

  7. Shaheer Reply

    تاند ته دير شرم دى جى د اى اس اى د اخبار خبر نشروي

  8. waziri Reply

    Fikar kam da belkol dorogh khabar day, ma 15 kala po waziristan ki tir kari, da kar hits imkanat na lari, haqiqat da dei, che yow tso kala makh ki de Masoodo mukammal kali pakistan wran kral aw tool ye de khpalo kalyo na wa yestal, aw da ba hits Masood de Hakimullah sara na way manili che dei da po daasi zay ki wawosi, Hakimullah, baghair de khpal Quom de mlatar na ase yewa wraz ham na shway patekiday

    1. تاند Reply

      لوستونکي باید د خبر سرچینې او ځای ته توجه ولري. ممکن یو سیاستوال چې پاکستان ته لاړ شي په یوه موضوع یو ډول خبرې وکړي خو چې هند ته لاړ شي په هماغه موضوع بل راز نظر څرګند کړي. د کشمیر په اړه د نړۍ او سیمې مشران په اسلام اباد کې یو ډول خبرې کوي خو په ډیلي کې بل ډول.
      همداسي د خبر سرچینه درواخلئ. د وزیرستانونو په اړه ممکن د پاکستاني سرچینو خبر له غرضه خالي نه وي . موږ خبر تر تاسو رسوو نور په تاسو پوري اړه لري چې پرې فکر وکړئ ف چې حقیقت به لري او که یې نه لري
      تاند. .

  9. تراب خان Reply

    دغه کار ملک ډیر مردار او سپک فوځیان، مولایان لری، او ۴۰ کاله کیږی چه زمونږ یو څو خبیث رحبران لکه حکمتیار ، ریبانی، سیاف، افندی، صبغت الله، خالص او نور جاسوسانو وران کړ او ورانوی

    الله ج قدرتونو نه جار شم خدای ج امریکا ددی د رسوایی او بربادی لپاره رالږلی

  10. سید الرحمن زیارمل Reply

    ما له چا پو ښتنه کړی وه چه سیا ست څه ته وای څواب تر اوسه نشته هک پک و دیته یم چه موږ به کله پو هیږو تر څو به پا کستا ن ایران موږ غلوی متل وای شفتله ی ټوله وخاړه اوس هم وای مګه ده دا څنګه مګه ده مګی خو په دام کی ګیر کیږی دا ولی نه ګیر یږی ؟اخر به مو تباه کړی موږ به وایو مګه ده سوچ پکا رده.

  11. pervez Reply

    Asalamoalikom

    Dear Afghan Brothers And Sisters

    These are all lies of these western DAJJALI media he was a true and honest fighter of HAQ

    he was fighting the for the sake of ALLAH this was his only action now the judgement is in your hands

    what do you think in the day of judgement ALLAH will not ask that why didnt fought when there was another person saying he is everything ( BUSH ) AND OBAMA

    SO STOP CRITISICING TRUE MUJAHEDEEN , AT LEAST IF WE CANNOT SUPPORT THEM
    AND THESE TAGHOTI GOVERNMENTS WILL NOT LAST LONG INSHALLAH, AS LONG AS WE HAVE PEOPLE FIGHTING FOR HAQ,

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2