Categories

اعلان

Loading…

د سمنګان د والي مرستیال د کندوز والي وګومارل شو

تاند- د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له یوې خبرپاڼې سره سم د سمنګان د والي مرستیال غلام سخي بغلانی د کندوز د نوي والي په توګه وګومارل شو.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشر کرزي په منظورۍ د سمنګان ولایت د مقام پخوانی مرستیال غلام سخي بغلاني د محمد انور جګدلک پر ځای د کندوز والي مقرر شو.

د سیمه ییزو اورګانونو ادارې ویلي چې ښاغلی بغلاني د ولایت په چارو کې بشپړه تجربه لري او کولی شي چې د کندوز ولایت ښه اداره کړي.

دې ادارې د کندوز د پخواني والي محمد انور جګدلک د خدمت او بریاوو ستاینه هم کړې ده حال دا چې د کندوز د اوسېدونکو په وینا نه یې خلکو ته کار کړی او نه په تېرو څو کلونو کې چې والي و، په کندوز کې پاتې شوی دی. د دوی په وینا جګدلک ډېر وخت په کابل کې تېراوه او د ولایت چارې یې خپل مرستیال ته پرې ایښې وې.

همداراز اوازه ده چې د هلمند پخوانی والی ګلاب منګل به د ننګرهار والي وګومارل شي خو د سیمه ییز اورګانونو خپلواکې ادارې تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

جګدلک د کندوز د تېرو والیانو په شان په جمعیت ګوند پوري تړلی و خو د بغلاني د کار او تنظیمي تړاو په اړه معلومات نشته.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ولایت پر مامورینو او خلکو ږغ کړی چې له ښاغلي بغلاني سره د چارو په ښېګنه کې مرسته او همکاري وکړي.

208 total views, 1 views today

8 comments

  1. بسم الله خان Reply

    کندز هغه ولایت دی چې خلک یې یو ځل د ملا عمر اخوند له خوا د ای ایس ای او اسامه د ګټو لپاره تباه شول او د هغه د منحوس نظام له ړنګېدو وروسته د کرزي د قدرت طلبیو او خیانتونو قرباني شول. کرزي په تېرو یولسو کلونو کې د مارشال ، عبدالله، قانوني ، ضیا مسعود او نورو د خوشحالولو لپاره د کندز خلک همېشه غلامان وساتل او داسې رویه یې ورسره وکړه چې یوازې له دښمنه یې تمه کېدای شي.په دې ولایت کې د کرزی به وخت کې تل د جمیعت او پنجشیر د ستمی ایتلاف حکومت وي چې د عام ولس په ځورولو او استمثارولو بوخت وي. د کرزي د پالیسیو په نتیجه کې د کندز لږ تر لږه درې لکه پښتانه په پاکستان د افغانستان په نورو ولایتونو کې ااواره دي..
    له کرزي څخه به شورای نظار او له ملا عمر څخه به ای ایس آی خوشحاله شوی وی مګر د کندز خلک تباه شول.

  2. غونډل خان غونډک Reply

    دا خو راته معلومات نشته چې ښاغلی بغلاني کوم قوم او کومې قبلې پوره تړاو لري خو دا مو ځنې هیله ده چې قوم و نژاد پرستي ونکړي او د کندز ولایت خلکو ته په افغاني او اسلامي مېنې سره کار وکړي

  3. mail Reply

    حد اقل د کندوز ولس خو له مړزګی بلا نه خلاص شول هغه خو نه د دین وو او نه د … د کرزی بیچاره حکومت داری خو هسی هم د سوال یارانه ده . افغانستان د ده له لاسه په قحط الرجال مرض مبتلا شویدی. د انور جګدلی په شان لټان په ولایت باندی حاکمان دی د قیامت په ورځ به د کندوز خلک د کرزی ګریوان نیسی چی ولی مو داسی لټان او ملی خاینین پر دوی حاکم کړی ول.
    هیله ده چی ښاغلی غلام سخی بغلانی خپل ولس او هیواد ته د خدمت مصدرشی.

  4. تراب خان Reply

    په شمال او بالخصوص په قندوس کښی پښتانه دومر ځوریږی او د ستمی او شورا نظار د خلکو د وجی طالبان شوی دی، هلته په لوی لاس پښتانه دی ته مجبوریږی چه خپلی ځمکی او جایدادونه خرڅ کړی. دا تصادف نه بلکه د پلان به اساس دا کارونه ترسره کیږی. کوم والیان چه هم ورځی هغه خو په ژبه پښتانه وی خو بی غیرته پښتانه لکه په نظام کښی چه اوس کوم وزیران، معینان، ریسان او نور لوړ پوړی چارواکی دی، دا ټول محافظه کار کسان دی. دوی نه احساس لری او نه انسانییت او اسلامیت

  5. شيرزاد عارفي Reply

    وايي چي ((ملت گوسفندي لياقت حكومت گرگ ها رادارند)) نور تاسو پوه شي د كندز پشتنو!!!!

  6. رحمت الله Reply

    دسیمه ایزو اورګانونو اداری باید دکندزدخلکوڅخه پوښتنه کړی وای چی آیا انور جګدلک دی ولایت لپاره څومره موثرؤ یا کم ترکمه دی دښاغلی جګدلک دبریا څوبیلګی وړاندی کړی خواصلی خبره داده چی په هیواد کی نا امنی اودثبات نشتوالی هرڅه بی معنی کړیدی که نه نودولایت چاری پرمخ بیول اصلا یوازی تجربه نه غواړی بلکه دتجربی ترڅنګ تحصیل اوترڅنګ یی دهغه ولایت په هکله پوره مالومات اوځینی نوری لاری چاری دی چی باید دیووالی چی دجمهورریس استازی دی په وجود کی مجسم وی خواوس خیره داده چی نه یوازی دا والی یا هغه والی یاهم هغه وزیرښه مبتکر شخص دی اودلته یا هلته دی په دنده وګومارل شی بلکه ترهرڅه مخکی باید داومنوچی په هیوادکی یوځل امنیت راوستل ترټولو اړین دی که چیری امنیت رانشی هیڅوک هم په ډاډه زړه کار نشی کولای ځکه دهغه ټول حواس دخپل ځان دژوندی پاتی کیدولپاره متمرکز وی خودامنیت راوستل بیا هم یوازی دوالی یا نورودولتی چارواکو کارندی اوترڅنګ باید خلک دامنیت په راوستوکی دزړه له کومی هڅه اوهاند وکړی اوروسته بیا خلک کولای شی له والی څخه کار وغواړی

  7. دانگ پیلی Reply

    کرزی دپشتنو ضد دنورو اقوامو دوست دی په هرچه کی چی گته وی هغه کوی رب دی په خیر رانه ورک کی

  8. م - حبیبی Reply

    غلام سخی بغلانی یو جهادی او د ښه مدیرت او په سیمه کی د ښه نفوذ خاوند شحص دی که چیری نوموړی په رشتیا دکندز ولایت لپاره ګومارل شوی وی د ولسمشر ښه پرځای پریکړه کړیده نوموړی په بغلان ، سمنګان او کندز کی او هغه منطقه کی ډیر نفوذ لری او کولای شی چی نوموړی دکندز ولایت د خلکو لپاره ډیر سه وکړی او دپورتنی ملګرو تبصیرو په برخه کی تشویشونه وه چی دا به سوګ وی نوموړی په خټه پښتون او ښه نر پښتون دی

Leave a Reply to تراب خان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸