Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د ملا اختر محمد منصور ځمکې او بانکي حسابونه قبضه کړل

تاند، شنبه، د اسد ۵مه: د پاکستان د تحقیقاتو فډرالي ادارې کراچۍ ښار کې د ملا اختر محمد منصور اړوند بانکي حسابونه او جایدادونه ټول کنګل او ضبط کړي دي.

دغې ادارې په کراچۍ کې د ملا اختر منصور په نوم ۶ نومرې ځمکه او دوه بانکي حسابونه کشف او ضبط کړي دي چې د ځمکې دغه نومرې ګلشن مایار او میلاد شهید واټونو سره پرتې وې.

دغه راز د هغه د بانکي حسابونو د بندېدو خبر هم راغلی، خو نه دي ویل شوي چې د ملا اختر محمد منصور په بانکي حسابونو کې څومره پيسې وې؟

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، ملا منصور هیڅ سوداګریزه راکړه ورکړه نه لرله، نه یې ځمکې درلودې او یې په ملکیت کې څه وو.

ملا اختر محمد منصور د ملا عمر  د مړینې د خبر تر نشر وروسته طالبانو رسما خپل مشر اعلان کړ چې یو کال به یې لا تېر نه وو چې له ایرانه پاکستان ته ننوتی و او امریکايي ډرون الوتکې په نښه کړ.

ویل کېږي چې اختر محمد منصور د پاکستان په بدل نوم شناختي کارډ او پاسپورټ درلود او هر ډول اسانتیاوې ورته برابرې کړای شوې وې.

878 total views, no views today

2 comments

  1. غلام حضرت Reply

    داسی ښکاری چی عمران خان هم پر طالب باندی د فشار راوړلو د پروژی پر غوټی باندی فشار راوړی او د طالب د غوږونو د یرغمل د پروژی د فعالیت زیری ئی هغوی یعنی طالب او افغان حکومت او امریکی ته ور رسولی دی البته دا د مسئلی ظاهری بڼه ده دا چی ددی پروژی شاته نور څه اهداف نغښتی دی یا په بله ژبه د پاکستان د پلندر راتلونکی نقشه کومه ده فعلاً څوک زیاد نه پوهیږی
    ممکن د طالب نور ژوندی رهبران هم دا ډول پټی او ښکاره پانګی ولری او پاکستان د ملا منصور د پانګو د افشاء څخه هدف د طالب رهبرانو ته یو اخطار وی

  2. داود Reply

    وړو ټالبانو اوس خو به مو لږ څه سر خلاص شوی وي ؟ او بله خبره دا چې ستاسو تحریک په 1373 شاوخوا کې را پورته شو. تاسې او خدای له ځان سره محاسبه وکړئ چې د افغانستان ملت ته مو تاوان څومره رسولی او ګټه مو څومره رسولې ده، څومره ملي پروژې مو پرمخ بېولې دي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸