Categories

اعلان

Loading…

د جګړو مادي او معنوي زيانونه | محب الله آرمل 

د استاد اسدالله غضنفر په يوه ليکنه کې مې لوستي ول چې د جګړې پيل کې دواړه لوري خوښ وي، دواړه فکر کوي چې و به يې ګټي، په منځ کې يې کله يوه خوا خوشاله کله بله، خو په پای کې دواړه نهايت خپه او د غم په سمندر کې ډوب وي آن ګټونکی لوری هم، د دواړو خواوو تر ټولو بهترين سرتيري وژل شوي وي او تاوان پېښ وي. 

په افغانستان کې روانه جګړه، چې زموږ سياستوال يې پردۍ بولي، تر څلوېښت کلونو اوړي او لايې ګټونکی معلوم نه شو مګر د افغانستان هېڅ ارزښت يې روغ پرې نښود، لوږه، فرهنګي يرغلونه، بې کاري، مايوسي، رواني ستونزې، جهالت، مهاجرتونه، غلاوې، ترور، زور ګويي، جبر، تشدد او تاوتريخوالی، چل او فريب … ګرد سره د جګړې اولاد دی او افغان ملت ورسره لاس و ګريوان دی. 

د حضرت علي رض مشهوره وينا ده چې وږی نس اېمان نه لري، او حضرت عمر رض فرمايي چې د بې کاره سړي مغز د شيطان کور وي. لوږه او بېکاري او ورته نورې د غم خبرې چې د جګړې له پايلو را برسېره کيږي زموږ د وطن والو په ژوند يې منګولې خښې کړې دي ،زموږ ګران هېواد چې  له تېرو څلوېښتو کلونو را پدېخوا د جګړو ميدان دی، ټول معنوي او مادي بنسټونه يې ړنګ شوي. 

جګړې د اور مثال لري، اور چې په کوم کور کې بل شو هرڅه سوزي او هېڅ روغ نه پرېږدي، جګړې زموږ د لوی کور افغانستان هرڅه وسوزول، زموږ ټولګټې پروژې يې ورانې کړې، زموږ ښوونځي يې سقوط کړي، د دې وطن عالمان او په پوهه سمبال وګړي وژني او د موچي په تار حلاليږي، د وطن سرشاره طبيعت ته يې انتهايي تاوانونه پېښ کړل، اقتصادي بنسټونه يې ړنګ کړل، توليدې فابريکې چې سمنټ، اوسپنه، سرې، موټر او لسګونو ډوله توليدات يې کول ورانې شوې، حکومت و نه توانېده چې خپلې اوبه مديرت کړي، د شاړو ځمکو لپاره بندونه ورغوي، حکومت له جګړو بېغمه نه شو چې ښوونځي زيات کړي، پوهه تر هر کور او کلي ورسوي، جګړې د وطن سرمايه دار خلک ووېرول او ټولو خپلې سرمايي خارجي هېوادونو ته و ايستلې… لا هم د حکومت زياته بوديجه په جنګ مصرفيږي او د وطن بادۍ ته کاپي مالي امکانات نشته …. جګړو د مادي زيانونو سر بيره د افغانانو معنوي بنسټونه ړنګ کړل، غلاوې، چور و تالان، فساد و غصب، تشدد او جبر ، په ژوند، مال، حريم او ناموس تيري وشول او هېڅ مجرم ته سزا ورنکړل شوه، له بده مرغه چې لدې او ورته نورو جرايمو سره ټولنه روږدې شوې، د ټولنې حساسيت ورسره کمزوری شوی، د جرمونو کچه د پراخېدو په حال کې ده. 

تېرې څلوېښت کلنې جګړې چې د شومو ګاونډيو د پلانونو او تبليغاتو په اساس د جهاد له مقدسې نامې په استفادې يوازې د افغانانو وينې وبهولې، افغانان يې په يو بل ووژل، د افغانانو تر منځ يې بدۍ اېجاد کړې افغانان يې په يو لوی چټل ډنډ کې غرق کړل… ګرد سره د افغانانو په هر اړخيزو تاوانونو ولاړې وې او دي.  دا چې اوږدو جګړو مو ته کوم زيانونه اړولي په لاندې ډول يې لنډه يادونه کوو. 

ژوند، مال، ناموس او حريم خوندي نه دی 

ژوند تر ګردو ارزښتونو مهم ارزښت دی، کله چې ژوند نه وي هېڅ نشته، ټول الهي او بشري قوانين په اصل کې د څلورو مهمو ارزښتو د ساتنې او دفاع لپاره جوړ شوي او نازل شوي، چې هغه څلور ارزښتونه د ژوند ارزښت، د مال د ساتنې او خونديتوب ارزښت ، د ناموس د خونديتوب ارزښت او د حريم د حفاظت ارزښتونه دي. 

په کومه ټولنه کې چې ياد ارزښتونه خوندي نه وي نو مانا يې داده چې هلته نه دين پلی دی او نه قوانين، موږ تاسې د خپل وطن بدې ورځې ګورو، وينو چې هره ورځ په سلګونو خلک په يو او بل نوم وژل کيږي، د خلکو په مال او ناموس تېری کيږي، د خلکو حريم خوندي نه دی. 

د دغه ټول فساد تر شا د جګړې لاس، چېرته چې جګړه وي هلته د حق و باطل معلومول، مجرم ته سزا ورکول او قوانين پلي کول نهايت مشکل او آن په ډېرو مواردو کې ناممکن کار وي. همدا وجه ده چې هره ورځ وژل کيږو، مګر قاتل نه شو موندلی، که يې مومو زور مو نه پرې رسيږي. که يې تر زندان هم ورسوو د بډو په بدل کې به را خلاص شي. نو چېرته چې جګړه وي هلته ژوند په خطر کې دی او چې ژوند په خطر کې شو هېڅ هم خوندي نه دي. 

متشدد فکرونه او مات اخلاق 

تېرې څلوېښت کلنې جګړې، افغانان په فکري لحاظ له پرمختګونو، ابتکاراتو او معقولو سياستونو لرې کړي، دلته چې هر انسان ژوند کوي يا يې څلوېښت کاله جګړه تېره کړې او يا په جګړو کې نړۍ ته راغلي او لايې کراره ورځ نه ده تجربه کړې. 

اوږدې جګړې، د فکري پرختيا پر ځای خلکو ته د تشدد چل و عادت په ميراث پرېښی، د افغانانو د زغم کاسې ډکي دي، په اندک اندک خبرو له يو بل سره جنجالونه و وهل ټکول کوي، يو بل ته سپکې سپورې وايي، يو بل بې عزته کوي او آن د چا په مرګ لا بريک نه نيسي. په کومه ټولنه کې چې جګړې اوږد مهالې وي له يوه نسل يې بل ته هم انتقاليږي څېړنې په ډاګه کوي چې جګړې له پلرونو او لادونو ته هم په ارثي توګه انتقاليږي، له بلې خوا په جګړيز محيط کې را لوی انسان له جګړې انکار نه شي کولی، پر دې سر بېره زموږ پخوانی نصاب لا د جګړې د دوام لپاره ليکل شوی و، ټ ټوپک او ج جهاد يې موضوعات ول. خلک يا په قصدي ډول، يا د محطي شرايطو او کورنيو او بيرونيو شخړو په وجهه متششد او جنګي را لوی شوي او په رواني لحاظ روغ انسانان ډېر کم لرو، اکثره وګړي مو په بېلا بېلو رواني او عصبي ناروغيو مبتلا دي. 

اقتصاد او جګړه 

اقتصادي پياوړتيا د آرام ذهن، آرام محيط او سوليزو شرايطو اولاد دی، په جګړو کې ټولګټې پروژې ورانې شوې، فابريکې چور شوې يا لمبو او راکټونو له خاورو سره خاورې کړې  او يا هم جګړه مارانو ليلام کړې، بل خوا د اوبو بندونه هم جګړو متضرر کړل او د نويو هغو د جوړېدو مخه يې ونيوله، په وطن کې د امکاناتو د نشت په وجهه په ميليونو هکتاره ځمکې شاړې دي. تجاران او پولداران د ناامنئ له ډاره خپلې سرمايي بهرنيو هېوادونو ته وړي او دلته يې په کار نه اچوي چې هم ګټه د وطن وي او هم پکې خلک په کار وي. 

موږ چې توليدات نه لرو، اوبه مو نه دي را خپلې کړې، د وطن ځمکې شاړې دي فابريکې سقوط دي، معدنونه مو مافيا په غير قانوني توګه غلا کوي … او يوازينی توليد مو جنګ دی اقتصاد مو په ټپه ولاړ دی، له فرده تر بنسټه او آن حکومته د نورو خير ته ناست يو او په نړيواله کچه د ګدايانو په مثال يو. 

نه کار شته او نه د توليداتو لپاره بازار، موږ وينو چې په بزګرانو خپل توليدات تاوان وي، د ولس اقتصاد کمزوری دی، چې ډوډۍ پيدا کړي هم خوشاله وي، د مېوې او سبزيجاتو له اخستو تيريږي، له بلې خوا نه مجهزې سړخونې لرو او نه دا سې فابريکې چې مېوې پکې په جوسو او مرباوو بدلې شي. بس هرڅ لکه ګنګل چې وي لکه وخت يې چې تېر وي. 

جنګ او فرهنګ 

په ټلويزيونو د ترکي او هندي سريالونو خپرېدل، درې نيمه ميلیونه متعادان، فاسد چارواکي، مامورين، کسب کاران، ميندې، پلرونه، ډاکټران و معلمان، دوکانداران و ډرېوران … مو هم د جګړې په سبب په نصيب دي. 

په فرهنګي اساس مو پرمختګ ونه کړ بلکې  غلا او چور په ټولنيز عادت چې د فرهنګ برخه ده بدل شول، معلم فساد کوي، ډاکټر فساد کوي، مور پلار  له اولاد او اولاد له مور و پلار سره د فساد په لومه او لوبه کې ګيردي. 

جګړو پرېنښودو چې خپل فلم او خپله موسقي توليد او معياري کړو… د دغه نيستۍ له وجې پردۍ موسقي اورو او پردي سريالونه او فلمونه ګورو، له يوې خوا پيسې پرې ورکو او له بلې خوا د نورو هېوادونو فرهنګونه زده کوو، د هندي سريالونو په مرسته بګوان او پنډيت را روان دي او ترکي سريالونه د نايټ کلبونو، تلاقونو، جنسي مسايلو … تدريس راته کوي. 

د باميانو د بودا مجسمه چې د نړۍ يو له مهمو تاريخي عابدو شمېرل کېده هم د ناسم نظام او د پرديو په دستور ونړول شوه، د مجاهدينو په حکومت کې د وطن نږدې ټول تاريخي آثار، د موزيم تاريخي آثار، تاريخي نقشې او کتابخانې چور او ليلام شوې يا وسوزول شوې. 

نن سبا د خاورو په ډېرۍ ناست يو، پوتين د پېغور خبره کوي وايي افغانستان هديره ده او ټرمپ د زور خبره کوي وايي لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې محوه کولی شم، که موږ د پرديو جنګونه کورته نه وای راوړي، د وطن ګټې مو خپلې ګټې بللې وای، د نورو په فرمايشونو مو پردي ټوپک په اوږو نه وای ګرځولي، خپلې وسلې ، ټانکونه، الوتکې او راکېټ مو پر پاکستان نه وای خرڅ کړي… ولې به نن د سوال په ډېران ناست وای ولې به خلکو را باندې بلوسل. 

نو جګړه تباهي ده، بربادي ده او زموږ په خير نه ده، په هېواد روانه جګړه يو بيرونی ماشين دی، بهرنيان چلوي او د تېلو پر ځای پکې افغانان سوزي، دا ماشين زموږ تاسې په وينو روان دی، ګټه يې بل وړي او په سلګونو زيانونه موږ تاسې ته پاتې کيږي، په هره طريقه چې وي لازمه ده چې د جګړې په درولو کې خپل رول ترسره کړو، جنګ ته بس ووايو د خپل نظام ننګه وکړو او د غير مسئوله وسلوالو طرف پرېږدو څومره چې له خپل نظام لرې کېږو هغومره جګړه مارو ته د جګړې دلايل په لاس ورځي او جګړه اوږديږي، له په جګړو کې خير نشته خير په سوله کې دی، خدای په جنګ راضي نه دی او هغه ته د ورتلو ډېرې لارې دي پيرمحمد کاروان وايي 

ته مې ګمراه بوله خو زه ستا په لاره نه ورځم 

ما ډېرې ليدلې د جانان کلي ته لارې دي 

او دروېش دورانی فرمايي 

دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه 

او دغه کار يې هم وکړ په زور د پښتانه 

پردي ټوپک مو په خپلو اوږو ايښي د پرديو د قوماندې پر بنياد خپل خلک وژنو، خپل ښارونه ورانوو او د دښمن زور او پېغور ته مو د خپل هېواد لاسونه او پښې تړلي دي!

746 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸