Categories

اعلان

Loading…

ادبیات او د فکري بدلون مسئله/ شفیق امیرزی

موږ معمولاً د ادبیاتو یوه دنده دا بولو چې فکري تحول یا بدلون رامنځ ته کړي. ډېر وخت له ادبیاتو دا تمه کېدلی هم شي چې په ټولنه کې مثبت لوري ته د فکري بدلون سبب شي. دا خبره مو ډېر کله اورېدلي وي، چې ممتاز لیکوال ټولنه په ځان پسې راکاږي، نه دا چې دی په ټولنه پسې روان وي. په دې مانا چې که ټولنه یې د ګړنګ غاړې ته رسېدلې وي، دی یې زوال وویني نو له دې زوال د ژغورلو لپاره هڅه کوي ټولنه په ځان پسې راکاږي. اوس چې ممتاز لیکوال ټولنه په ځان پسې راکاږي نو ارو مرو به دا هڅه او موخه ورسره وي چې په ټولنه کې فکري بدلون رامنځ ته کړي. دی غواړي ټولنه د فکري بدلون پر مټ فزیکي بدلون وکړي، مسیرونه بدل کړي، له ګړنګ یې سمې ته برابر کړي او له تباهۍ د ودانۍ لوري ته لاړ شي.

په ټولنو کې فکري بدلون، په طب، انجنیرۍ، ودانیو، ښکلو موټرونو، ډېرو پیسو او ورته څېزونو نه رامنځ ته کېږي. فکري بدلون د دوامداره کار سبب دی او ددغه بدلون تر ټولو مهمه لار ادبیات او لیکل دي. خو دا چې د ادبیاتو له لارې څه ډول بدلون راولو دا مهمه خبره ده. په دې مانا چې که ادبیات فکري بدلون رامنځ ته کولی شي، نو هغه لار هم مهمه ده چې ته خلک له ورانۍ سمې ته ورباندې راولې. دا لاره باید څنګه جوړه کړې؟ د فکري تحول لپاره باید کومې ډبرې، اوبه، خاوره او نور مهم مواد وکاروې چې لار دې کلکه او نورو ته د باور وي؟

ژبه او لیک لوست د فکر د لېږد وسیله ده. نو په دې توګه ادبیات هم فکر لېږدوي او هم د فکري بدلون وسیله ګڼل کېږي. استاد اسدالله غضنفر په خپله یوه مقاله (ژبه ولې مهمه ده؟) کې لیکي، ژبه د فکر وسیله ده. دده په خبره ژبه د اړیکو وسیله ده او ژبه شته چې فکر شته دی. استاد لیکي که ژبه نه وی فکر به نه و او فکر وی هم نو د لېږد او نورو ته د شریکولو لار به یې نه وه. اوس نو ادبیات چې له ژبې سره اړیکه لري هم همدا دنده ترسره کوي. ژبه د فکر د لېږد وسیله ده، نو ادبیات هم مفکورې لېږدي او تر نورو یې رسوي. نو زموږ په څېر ټولنو کې ادبیات د ژوند لپاره دي. په دې مانا چې ادبیات باید پیاوړي شي او دلته د ژوند اصلي لوری خلکو ته وټاکي.

الیف شفق د نوبل ګټونکې لیکواله ده. هغه په اروپا، امریکا او اسیا کې په لیکوالۍ کې لوی نوم لري. په یوه لیکنه کې (ولې داستان لوستل مهم دي؟) لیکي، ناول او داستان لوستل تشدد ختموي او په ټولنو کې نرمښت او ازاد طبعي راولي. نوموړې د ترکیې په اړه ځینې مثالونه ورکوي، چې خلکو به هره ورځ لاریونونه کول، جګړې به وې، لیلیې به د محصلینو د جګړو په ډګر بدلې وې، ښځې او نارینه د جنسیتي برابرۍ په مسئله لګیان وو، دفترونه او هر څه له کشمکشونو سره مخ وو، خو کله چې د کتاب لوستلو دود پراخ شو، خلکو کتاب لوستل، په تېره ناول لوستل پیل کړل، نو طبعې نرمې شوې او ډېری کشمشکونه ختم شول. الیف ټینګار کوي، چې په ناول کې د غوره فکر لېږدول په ټولنو کې د بنسټیز بدلون سبب کېدلی شي.

نه یوازې دا بلکې د کلماتو له لارې د بدلونونو او فکري تحول رامنځ ته کولو ډېرې بېلګې لرو. مشهور ارواپوه فرویډ به خپل رواني ناروغان په خبرو او کلماتو تداوي کول. ده به ویل چې د انسان روان د کلماتو او خبرو پر مټ د درملنې وړ دی. نو له همدې به موږ ته ښکاري چې ادبیات د فکري تحول لپاره تر ټولو ښه وسیله او غوره لار ده.

خو د ادبیاتو او لیکوالۍ له لارې فکري بدلون راوستل دومره اسانه خبره هم نه ده. مهارت غواړي او زیار غواړي چې پخه لاره جوړه کړې او خلک پر دې لار سمې ته برابر کړې.

که لیکوال غواړي ټولنه بدله کړي، تر هر څه وړاندې باید دی د نرم فکر خاوند وي. لیکوال باید ددې وړتیا ولري، چې خپل فکر بدل کړی شي، نقد ومني، استدلال وکړي، د نورو فکر ته درناوی وکړي او خپله خبره وروستۍ یا د کاڼې کرښه و نه بولي.

لیکوال ته په کار ده، چې لوستونکی هم درک کړي. د استاد غضنفر په یوه لیکنه کې مې لوستي وو، که پر یوه کس یو فکر حاکم شي، نو هغه د خپل فکر ددفاع لپاره استدلال کوي. انسان همداسې ځانګړنه لري، خپل فکر، خپل هویت ورته ښکاري او له فکر سره یې مخالفت له ده سره مخالفت دی. انسان له ځان، فکر او بالاخره خپلې لارې دفاع کوي، هغه که سمه وي یا ناسمه ده ته مهمه نه ده، مهمه دا ده، چې پر ده یو فکر او ذهنیت حاکم دی او دی یې دفاع ته په هر کار لاس پورې کوي.

  • د لوستونکي فکر ناسم مه بوله

اوس هر څه بدل دي. مستقیم لوستونکي او یا مخاطب ته ددې کلمې کارول غبرګون پاروي چې ووایو فکر یې ناسم دی. بلکې ده ته باید ثابته کړل شي چې فکر یې ناسم و. دا مهارت غواړي ده باید د خپلو خبرو، متن او یا کیسې خاکه داسې برابره کړې، چې لوستونکي ته و نه وایي، فکر یې ناسم دی، بلکې دی په ځان پوه کړي چې فکر یې ناسم و، لاره یې ناسمه ده او بله لار باید ولټوي.

اکثریت انسانان دا ځانګړنه نه لري چې خپله تېروتنه دومره په اسانۍ ومني. دوی ته چې کله د تېروتنې د منلو خبره کوې، ځان یوې خوا بلې خوا کوي او د تېښتې لار پلټي. نو مستقیم دا ویل ګټه نه کوي چې تېروتنه یې کړې، دا ګټور کار نه دی چې انسان ته یې تېروتنه پر مخ راکاږو، هغه ناسم، بې فکره یا ناپوهه وبولو.

ما مخکې وویل، چې انسان د خپل فکر ددفاع لپاره مټې نغاړې، نو مستقیم چا ته سم یا ناسم ویل د هغه غبرګون پاروي، نو ددې پر ځای چې خبره مو ځای ونیسي، بله بلا ترې جوړېدلی شي.

  • لوستونکي ته د تېښتې لار باید پرېښودل شي

په اوسنۍ لیکوالۍ کې ته په چا دا نه شي منلی چې دا خبره سمه ده دا ناسمه ده. دا نه شې ورته ویلی چې بس ارو مرو به دغه کار کوې. برعکس لوستونکي ته باید هغه لار پرانیستې وي چې ستاسې په نظر سمه ده. امریکايي لیکوال اوزان وارول وایي، که چا ته مستقیم ووايې چې لارې یې ناسمې دي او دغه لار سمه ده، نو هغه مقاومت کوي. بلکې د لوستونکی او مخاطب ذهن ته باید د تېښتې لار برابره کړل شي. هغه ته باید وویل، شي چې دغه کار دغه پایلې لرلې، دا بل کار بیا دا ګټې ولرلې. خو دا درېیمه لار خلکو امتحان نه کړه، ښايي دا تر دې هم ښه وي. دا هغه لار ده، چې د لوستونکي ذهن د مقاومت پر ځای فکر کوي، سم انتخاب کوي، پایلې سنجوي او هڅه کوي سمه لار پیدا کړي.

  • ذهن د واقعیتونو پلوی نه دی

ښايي دا جمله درته عجیبه وي، خو اوزون اورول لیکي، چې د انسان ذهن د واقعیتونو پلوی نه دی، بلکې د هغه څه پلوی دی، چې ده ته سم ښکاره شوي. یا د هغه ذهنیت او فکر ملاتړی دی، چې پر ده حاکم دی. جان ادامز هم وایي، واقعیت مقاوم دی، خو زموږ ذهن تر واقعیت هم مقاوم دی. په دې مانا چې زموږ ذهنیت ان واقعیت هم نه شي بدلولی.

انساني فکر عجیبه جوړښت لري. هغه څه چې سم ورته ښکاره شول، که هر څو ووایې چې واقعیت برعکس دی، نو نه یې مني. ارواپوهنه وايي، انسان هغه واقعیتونو یا استدلالونو ته کم ارزښت ورکوي، چې دده د ذهنیت او فکر خلاف دي. هغه ته بیا ډېر ارزښت ورکوي چې دده له فکر او ذهینت سره همرنګه دي. په دې مانا هغه څه چې زموږ باورونو تاییدوي، ډېر ارزښت ورکوو، خو هغه څه چې زموږ باورونه ردوي، هېڅ ارزښت نه ورکوو یا کم ارزښت ورکوو، ان که هغه واقعیت هم وي. نو هغه څه ته چې کم ارزښت ورکړو، پر موږ اغېز نه شي کولی او نه هم زموږ د فکري بدلون سبب ګرځي. دا هغه ستونزه ده چې ډېر وخت لیکوالان او په تېره ویناوال د خپلو مخاطبانو په راماتولو کې ورسره لاس ګریوان دي. همدې ته په کتو ویلی شو، چې لوستونکي ته چورلټ واقعیت او حقیقت مه وړاندې کوئ، بلکې په هنر کې یې وړاندې کړئ. دوی ته مه وایئ چې جوش اوبه سړی سېزي، دا د ساینس کار دی، خو ادبیات باید هغه څه نندارې ته وړاندې کړې چې د جوش اوبو د سولو د خاصیت له امله رامنځ ته شوي دي.

  • پایلې شریکول

مخکې مو یادونه وکړه، چې چورلټ حقیقت لوستونکي ته ستړی کوونکی او یا غبرګون پاروونکی دی. نو د لیکوال هنر دا دی، چې انسان د ناسمو فکرون، ذهنیتونو او لارو له پایلو سره مخامخ کړي. دا هم یوه مهمه مسئله ده چې پایلې باید څنګه وړاندې شي. ډېری لیکوالان به مو لیدلي وي، چې د کیسې په آخر کې ولیکي، که داسې نه وی شوي داسې کېدل، یا یې پخپله قضاوت کړی وي. خو پایله دا نه ده، موږ په بدو کې د نجونو د ورکړې خبره کوو. یوه کلي ته ځو، یا اخبار کې لیکو، چې په بدو کې د نجونو ورکړه، ناروا ده. هغه کسان چې ددې لارې پلویان دي، ښایي وخاندي، اخبار پر ځمکه وغورځوي او یو دوه سپکې سپورې هم ووايي. خو که همدا تریخ حقیقت په ګوړه کې ځای کړو، په کیسه کې یې وړاندې کړو، پایلې یې لوستونکي ته پرېږدو، د اخبار تر غورځولو به مو لس سلنه خپل هدف ته نږدې شوي وو.

  • نصیحت نه کول

د مدرنې نړۍ یوه تقاضا دا ده، چې چا ته به مستقیم سم یا ناسم نه وایې. بلکې ده ته به ښيي چې څه یې سم او څه کېدای شي ناسم وي. موږ چورلټ قضاوت نه شو کولی، څه چې موږ ته سم دي، هغه ښایي نورو ته ناسم وي او څه چې موږ ته ناسم دي ښايي نورو ته سم وي. په دې توګه نو په قضاوتونو او پرېکړو کې احتیاط په کار وي. نو په لیکوالۍ کې هم دا مسئله مهمه ده، چې لیکوال تر هر څه وړاندې ځان باوري کړي او تر هغه وروسته نورو ته خپل نظر ووايي، قضاوت او د حل لار دوی ته پرېږدي.

ماخذونه:

پول، سټېون. (۲۰۱۳ز) ، Facts Don’t Change People’s Minds (مقاله). هېلو نشریه: برېتانیا

 هال، کالوین.ایس. (۱۹۵۴ز). د فرویډ ارواپوهنه (ژباړن: ډاکټر محب زغم). کابل

غضنفر اسدالله. (۱۳۹۱ل). د نثر لیکلو هنر. مومند خپرندویه ټولنه: جلال اباد

862 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2