Categories

اعلان

Loading…

اردوغان، عمران خان ته: د افغان سولې کلک ملاتړي یوو

تاند، جمعه، د اسد ۴مه: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغان سولې په تړاو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره ټلیفوني تماس نیولی او د ترکیې د سفر بلنه یې ورکړې ده.

اردوغان د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان د رول ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې  پخپله انقره هم د افغانستان د سولې په تړاو د روانو هلو ځلو کلک ملاتړ کوي.

اردګان دغه راز عمران خان سره د پاکستان او ترکیې په دوه اړخیزو اړیکو هم غږېدلی او ورڅخه یې غوښتي چې ترکیې ته یو سفر ور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي تازه امریکا ته په افغان سولې پروسه کې له پراخو ژمنو ورکولو وروسته اسلام اباد ته ستانه شوي دي.

عمران خان ژمنه کړې چې پاکستان ته له ستنېدو وروسته به ولسمشر غني سره خبرې کوي او هڅه به وکړي چې طالبان هم له نږدې وګوري او افغان حکو مت سره یې خبرو ته وهڅوي.

د شنونکو په وینا، طالبان د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان خبرې ته کلک غوږ نیسي او د پاکستان له ورکړې اجنډا پرته یو ګام هم نه شي ایښودلای.

940 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2