Categories

اعلان

Loading…

وروستۍ چاودنې //عبدالباري جهاني

څخهد تاند په ویبپاڼه کي مي سهار وختي د زړه دردوونکو پېښو رپوټونه ولوستل. د رواني جولای د میاشتي پر پنځه ویشتمه، د پنجشنبې په ورځ، د کابل ښار، یو ځل بیا، چاودنو ولړزاوه او د معمول سره سم تر هر چا یې بېګناه ملکي کسانو ته زیات تلفات واړول. یوه چاودونه د کانونو د وزارت د کارکوونکو پر موټر باندي وسوه. بله چاودنه، لږ وروسته، په همدې ځای کي وسوه او دریمه چاودنه هم د کابل په نهمه حوزه کي سوې ده. د خوګیانو په اولسوالي کي د واده پر موټر باندي د ماین په چاودنه کي ښځي او ماشومان وژل سوي دي. په همدغه وخت کي په تخار کي، د طالبانو په حملو کي، ۳۳ سیمه ایز پولیس وژل سوي دي. د ننګرهار په ولایت کي، د سورلیو پر یوه موټر باندي په حمله کي، د یوې کورنۍ دیارلس تنه وژل سوي دي. دا د یوې ورځي غمیزي دي.

په دې کي شک نسته چي دا پېښي نه لومړنۍ او نه به وروستۍ وي. حکومتي مقاماتو او منورینو به ، چي مایې عکس العملونه نه لوستي او نه مي اورېدلي دي، حتما دا حملې محکومي کړي، په کلکه غندلي او دا به یې د هیواد او اسلام د دښمنانو کار بللی وي. حقیقت هم دا دی چي په دې روانه غمیزه کي، چي پای یې هیچا ته نه معلومیږي، تر بل هر چا ملکي کسانو ته زیات تلفات او زیانونه رسېدلي دي. که څه هم چي عسکر او پولیس هم زموږ بچیان دي او د هر یوه له وژل کېدلو سره د کونډو او بې سرنوشتو یتیمانو شمېر زیاتیږی. 

په دې وروستیو څه کم پنځه لسو کالو کي، چي دغه راز حملو او جنګونوزور اخیستی دی او د پای ته رسېدلو درک یې هم نه معلومیږي، د حملو مسوولین، د جنګ مسوولین او د امنیت د ساتلو مسوولین ټول معلوم دي. له بده مرغه چي زموږ د یوه ګرېوان ته هم لاس نه رسیږی او یا یې نه رسوو. حملې کیږی، غندل کیږي او سبا له بلي حملې سره او یا له حملې څخه لږوروسته ټولي پیښي، که هر څونه خونړي هم وي، بیرته هیریږي.

که دا لېونی او بې هدفه حملې د نړۍ په هر ځای کي سوي وای نو تر هري پيښي وروسته به یوه یا څو مسوولو کسانو له خپلو وظیفو څخه استعفاوي کړي او یا به، د بې کفایتی له امله، برطرفه سوي وای. په افغانستان کي، چي له بده مرغه، هیڅ کار یې پر بین المللی معیارونو برابر نه دی، تر اوسه پوري نه چا استعفی کړې او نه څوک برطرفه سوي دي.

دا پوښتنه هم چنداني څوک نه کوي چي اصلي مسوول څوک دی؟ که موږ په دې څه کم پنځه لسو کالو کي، په دونه اږوده غمیزه کي، چي ټول هیواد یې له بدخشانه تر کندهار او هرات پوري د غم پر کمبله کښېنولی دی، تر اوسه پوري اصلي مسوول نه وي پېژندلی نو تر موږ به ویده او بېکاره ملت نه وي. او که مسوول پېژنو او هیڅ نه وایو نو بیا خو یا ډېر بې انصافه او یا ډېر ډارن خلک یو. چي البته د ډار مفهوم زموږ له پنځه زره کلنو تاریخي افتخاراتو او له مېړنیو ډک تاریخ سره نه جوړیږي. 

طالبان او داعش له جنګه لاس نه اخلي. له داعش سره ځکه خبري نه سي کېدلای چي هغه یوه بین المللي ټرویسټي ډله یا یوه بین المللي دسیسه ده او باید چي ټول هیواد یې په مقابل کي یو موټی سي او له خاوري یې وشړي. له طالب څخه، چي زموږ د هیواد اوسېدونکي  او پلرونه او نیکونه یې معلوم دي، موږ چاره نه لرو. که د هغوی نظام ورسره منو او که یې نه منو، خبرو کولو ته ځکه مجبور یو چي په زور یې له منځه نه سو وړلای. دا لاپه یوازي د ټرمپ په وس پوره ده چي وايی که وغواړي دا جنګ په یوه هفته کي ګټلای سي. دا پوښتنه هیچا ونه کړه چي ګټلای یې سې نو څه ته ګورې؟

د دې جنګ د ختمولو مسوولیت، په هره توګه چي کیږي، د افغانستان حکومت ته راجع کیږي. د افغانستان حکومت، د دې تباه کونکي جنګ د پیل کېدلو راهیسي، بیا تر اوسه پوري دا سي اقدام او عمل نه دی کړی چي سړی دي هغه صادقانه وبولي. د سولي د مسخره شورا له جوړېدلو څخه نیولې د سولي دپاره د دولت د وزارت تر جوړېدلو، چي ټوله له فاسدو عناصرو څخه تشکیل سوی او د جمهورریس له خوا د سولي دپاره د ارشدو مشاورینو تر ټاکل کېدلو پوري، چي د هیواد فاسد ترین عناصر ورته انتخاب سوي دي، ټول د دې شاهدي ورکوي چي حکومت سوله نه غواړي. ځکه چي د سولي د ټینګېدلو په صورت کي حتما قدرت له لاسه ورکوي او د داسي قدرت پرېښودل چي هره شپه او ورځ یې له امتیازاتو او ناروا مالي نعمتونو سره ملګرې وي لېونتوب دی.

زه نه وایم چي خلک دي د حکومت ګرېوان ته لاس واچوي او له هغوی څخه دي سوله وغواړي ځکه چي دا غوښتنه په هغه صورت کي کېدلای سي چي په هیواد کي د اوسني فاسد نظام په مقابل کي کوم اپوزیشن یا قوت موجود وي چي هغه له اوسني فاسد نظام څخه د بهترو اشخاصو څخه جوړ وي. له بده مرغه چي په اپوزیشن کي یو داسي انسان نسته چي سړی دي زړه ورپوري وتړي او د سبا او یا نن چاري دي وروسپارلای سي.

خو زه ګومان کوم چي موږ د باسوادو او منورو خلکو په حیث خپله وظیفه، په سمه او مناسبه طریقه سرته نه ده رسولې. که موږ ټول منورین او یا زیات منورین په یوه سلا په ملي او بین المللی مطبوعاتو کي یوه چیغه پورته کړو که نن نه وي سبا نتیجه ورکوي. خو موږ په فیسبوکونو کي د واه واه مشره! په نارو هم خپل ځانونه غولوو، هم د خلکو په سترګو کي خاوري شیندو او په دې توګه د هغو انسانانو او وطندارانو وینو او مړو ته سپکاوی کوو چي د دې بېرحمانه او لېوني جنګ قرباني سوي او نور به هم قرباني کیږي. په بهر کي اوسېدونکي افغانان خو د دې بېرحمانه اور له لمبو څخه بېغمه دي. هغوی ځکه څوک خپلو مسوولیتونو ته متوجه کولای نه سي چي نه د جنګ په دوام کي شخصي تاوان ویني او نه د سولي ګټه ورته رسیږي. خو په داخل کي اوسېدونکي کسان، به یوه ورځ نه یوه ورځ، حتما پکښي سوځي.

په بهر کي افغاني ټلوېزیونونه، ویب سایټونه، فیسبوکونه او اخبارونه د یوه بل پرضد په تبلیغاتو لیګا دي او منورینو مو د یوه بل غاړو ته لاسونه اچولي او د یوه بل په ښکنځلو او سپکولو یې زړونه نه سړیږي. نورو ثبوتونو ته هیڅ حاجت نسته. فقط د تېري شپې ټلوزیوني خپروني او د نن ورځي ویب سایټونه وګوری. د دې ملت دي خدای ملګری سي.

وما علینا الالبلاغ

1,156 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi Reply

    سلامونه،
    ګران مشر ،پخوانی د کلتور وزیر ساب شاغلی جهانی! السلام علیکم و رحمت اله و برکاته؛ اما بعد!
    ما چې ستا نیمايي پورتنۍ لیکنه ولوسته، دا فکر راته پویدا شو چې ، دا چې تا ټرمپ ته امر کړی چې( په ۱۰ ورځو کښې دا غمیزه ختمولی سې نو چیشته ګورې؟ )؛ خو په پای کې دې ورزیاته کړې چې تاسو او مونږ خو خارجو جهانونو کې یو!! ، وای د هغو بیګناه ملکي وګړو چې د بمونو د مور لاندې په اچین، او شینوارو او یا واده، جنازې ، والیبال … ا.د.ن. مراسمو کې له مینځه ځي او ایله به په حشر او نشر ورځ کښې خدای تعالی حق حقدار ته وسپاري!؛ په دې دنیا خو ملی او بینالمللی محاکم د تزویر، زور او زر تابع دي بله شیطاني ذریعه ېې تطمیع شوې میډیا ده چې د وګړو سترګو کې خاورې شیندي ا.د.ن.
    منورین بیچاره ګان به نور ه وکړي؟ لاریونونه ،عدم تشډد خو همدا دي مګر امپریالیزم؛ نیو سوشیال امفریو کریستیسیزم ! ا.دن. خو غوګونه هم نه ګروي ؛ زما یو ایراني ډاکټر ملګری به ویل:” در دنیا سر ی سه چیز جنګ هستش: تیل؛ مواد مخدره و قاچاق سلاح”!!!
    فاعتبرو یا اولی الابصار ؛ ان الله لا یحب الظالمین والمفسدین و الفاسقین…
    په درناوئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2