Categories

اعلان

Loading…

کرزي، مسلمیار، سپنتا هم د ټرمپ څرګندونې وغندلې

تاند، سه شنبه، د اسد لومړۍ: حامد کرزي د امریکا د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، خلک پر افغان سوله د امریکا او پاکستان معاملې ته اندېښمن دي.

د حامد کرزي له دفتر څخه تاند ته استول شوې خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي چې دا څرګندونې په کلکه غندي بلکې افغانانو ته یې له سپکاوي ډکې بولي.

کرزي زیاته کړې، ټرمپ وښوده چې امریکا کې زموږ د هېواد او خلکو په اړه نظریات څه دي او امریکایان حتی انساني کرامت ته قایل نه دي.
کرزي زیاته کړې، افغانان اندېښنه لري چې ګواکې پاکستان او امریکا سوله نه بلکې معامله روانه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونو ته په ځواب ډاکټر دادفر سپنتا ویلي، ټرمپ دې نه هېروي چې د امریکا له کشف کېدو وړاندې هم افغانستان موجود و او چا نه شو محوه کولی.

دغه راز د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ویلي، د ټرمپ څرګندونو وښودله چې د سولې په پروسه د افغانانو شکونه رښتیا وو.

ټرمپ ویلي، جګړه حل لاره نه ده ګني که دی وغواړي یوه اوونۍ کې افغانستان محوه کولی شي خو ۱۰ میلیونه انسانان به دې جګړه کې ووژل شي.

682 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
669

3 comments

  1. raoufliwal Reply

    سلامونه ! ما خوله پخواپه خپلو لیکنو کې عموسام ټکولی وو خو څوک دغریب ملا په اذان لمونځ هم نه کوی- اوس یې خوند وکړ- بیاهم ټول افغانان باید وارخطا نه بلکه اویو موټی دې شی – لوی خدای زموږ مل دی

  2. Dr Rahman Reply

    Da Allah jj da para chai Karzai saib Ghani saib padram saib Dostam saib mohaqeq saib qanoni Atta aw Da Talebano Tol masharano os kho yaw shai.peghor ham domra bas wee.from KPK peshawar

  3. غلام حضرت Reply

    چی یوه ګوله آرامه او حلاله ګوله موږ مظلوم وولس ته راورسیږی او هر اړخیز امنیت مو خوندی وی او د ژوند بقاء ته هیله مند واوسو نو د ژوند د نورو ښکلو منظرو د لیدو د خوند تر څنګ ددی ډول منظرو (د لیوال صاحب خبره عمو سام )د یاغی غوائی د یاغیتوب د منظرو څخه به هم خوند واخلو
    عجب ښکلی لوبه ده
    مارکسیزم ته عمو سام وهڅولو
    جهاد ته عمو سام وهڅولو
    د طالب تر لمنی پناه ته عمو سام وهڅولو
    د طالب په وړاندی کرکی ته عمو سام وهڅولو
    د طالب د ږیری مچیدو ته نن د عمو سام په توصیه هڅول سوی یو
    دا ټول کارونه ئی زموږ د خیر او ښیګڼی په نیت تر سره کړه
    البته د لسو میلونو افغانی انسانانو قربانی د عمو سام ددی سترو خدمتونو په وړاندی هیڅ ارزښت نلری
    امّا
    تربورګلوی او میره توب په موږ کی باب دی خو په کښته کچه
    خو
    د اتلانتیک د سمندر په دوو ( سره لیرو غاړو) کی د پرتو میری زیانو او تربرونو معامله بله بڼه لری دا معامله او تصفیه په ډیره لوړه کچه تر سره کیږی
    فعلاً ددی تصفئی اصلی قربانیان موږ یو خو دا خبره باید ومنل سی چی عمو سام چی هر څومره غښتلی هم سی د اتلانتیک ددی لوری میری زی سره به ډغری و نه وهلای سی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2