Categories

اعلان

Loading…

تاريخ دې يو ځل بيا شاهد وي

پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون

د زبرځواکونو تېروتنې هم غټې وي، همدا تېروتنې يې د زوال سبب هم شي، په تېره بيا په داسې حال کې چې د واک پر ګدۍ يې هم نامعقول، سرتمبه او لېوني اشخاص واکمن وي.

امریکا اوس هم په همدغسې يو حالت کې ده. يو سرتمبه سوداګر يې د واک مزي په لاس کې نيولي، داسې ملکونو ته اخطار ورکوي چې د دوی د هېواد تر جوړېدو يې عمر څو ځله زيات دی.

مقدوني سکندر هم دلته په ډېر غرور راغی، خو ډېر ستړی بېرته لاړ، لوی کروش هم په ډېره دبدبه خپله واکمني وچلوله، خو په پای کې يې سر دلته کېښود، چنګېز هم ډېر سرونه تولې کړل، خو د خپل سر له وېرې يې ارام ونه ليد، ګوډ تيمور هم له ملکنډه تولې شو، د انګرېزانو په سر کې هم د نړۍ نيونې نشه وه، خو چې دلته يې سر په ډبره ولګېد، نو عقل يې سر ته راغی، روسان هم په ډېره دبدبه راغلل، خو په ډېرې مايوسۍ بېرته ووتل، امريکايان هم په پيل کې د نړۍ له څلوېښتو انډيوالانو سره دلته راغلل، فکر يې کاوه چې دوی به محدود اقليتونه ونازوي او د هغوی په مرسته به دلته ارامې شپې تېرې کړي، خو د ټولنې يوازې يو قشر يې په مقابل کې وسله واخيسته، اتلس کاله يې ورسره وډزوله، بيا هم نتيجه صفر لا څه کړې چې د دوی لپاره منفي حالت ته لاړه، اوس نو ښاغلی ټرمپ وايي چې لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې څخه حذفولای شي، که دا خبرې په همدې الفاظو او همدې محتوا رښتيا وګڼل، نو دې ښاغلي ته بايد وويل شي چې ټول افغانستان څه کوې؟ (لس طالبان) ختم کړه چې اتلس کاله ورپسې سرګردانه ګرځئ، پخوا به دې ورته ترهګر ويل، اوس ورته يوازې د ملاقات لپاره په مياشتو مياشتو انتظار کاږې، د نړۍ له هېڅ مقابل ځواک او هېواد سره دې خبرې (اتم پړاو) ته نه دي تللي، خو دلته په درجنونو درجنونو لوړ رتبه او تيټ رتبه مامورين رالېږې او له هغو طالبانو سره چې تاسې د ډپلوماسۍ خلک نه بلل، په خبرو کې يو انچ پرمختګ نه شې کولای، نو اوس ووايه چې مات څوک دي؟ ماته توره وي که سپينه؟

د ډونالډ ټرمپ دا ډول څرګندونې نه يوازې د انساني کرامت ضد دي، بلکې د يو ستر متمدن او پرمختللي ملت لپاره هم د پېغور او سرټيټۍ سبب ګرځي، هغوی چې ځان د ولسواکۍ مخکښان ګڼي، د هغوی مشر هم د ټوپک په ژبه خبرې کوي، د وسلې پر ماشې سپره ولسواکي غواړي. افغانان به له اقتصادي پلوه ضعيف وي، خو بې دينه او بې اينه نه دي.

اخلاقي جرئت، مېلمه پالنه، توره، مېړانه او انسانيت يې ټوې نړۍ ته معلوم دي، ګواښونه او اخطارونه دلته هېڅ ډول اغېز نه لري، يو وخت به راځي چې همدې مظلوم ملت ته به ګونډه وهې، د تعظيم سر به ورته ټيټوې، تېر تاريخ د دې خبرو شاهد دی، يو ځل بيا دې هم تاريخ شاهد وي.

388 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
669

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2