Categories

اعلان

Loading…

کابل، نن ماسپښین د ټرمپ د اوتو بوتو پر ضد خپل دریځ ښيي

تاند، سه شنبه، د اسد ۱: که څه هم د افغان حکومت چارواکي وايي، د ټرمپ د څرګندونو به تړاو به وروسته نظر څرګند کړي، خو د ټرمپ دې خبرې چې کولی شي افغانستان لسو ورځو کې د نړۍ له مخې ورک کړي، افغانان قهرولي دي.
ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر سره لیدنه کې ویلي، امریکا نه شي کولی نوره افغانستان کې د نړۍ د پولیس په څېر پاتې شي.

نوموړي ویلي، په یوه اوونۍ کې هم د افغانستان جګړه ختمولی شم، خو نه غواړم هلته ۱۰ میلیونه انسانان ووژل شي.

ټرمپ دغه راز ویلي که افغانستان لپاره په خپل پلان عمل وکړي، نو یوه اوونۍ کې يې له نقشې ایسته کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل، طالبان دا وار حتی د آی ایس آی په ملاتړ هم بیا واک ته نه شي رسېدلی.

دغه راز ولسمشر غني وویل، یو لوری غوړي یوه نقاب پوشه او مرموزه ډله د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي، مګر افغانان به د جمهوریت سیوری هیڅ له سره غورځېدو ته پرېنږدي.

دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې هم د ټرمپ له څرګندونو وروسته د نوموړي پر ضد پراخ غبرګونونه راپورته شوي دي.

په افغان سیاسیونو کې تر اوسه یوازې عمر زاخېلوال د ټرمپ څرګندونې غندلي، اما په ټویټر کې یې بیا د ټرمپ دغې څرګندونې ته د مینې لایک ورکړی دی.

1,151 total views, 10 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
673

3 comments

  1. babrak Reply

    وایي مشت نمونه خروار!!!ا
    ټرمپ د هغو ملیونونو امریکایانو د ریاو زیږنده ده چې خان د نړۍ متمدن خلک بولی او نورو ته د تمدن لار ښۍوونی او سپارښتنی کوې!ا
    د ټرمپ دغو خبرو وښودله چې امریکایان په دومره لویوالی کې څومره وروسته پاتی ملت دی چې رهبری یې د یوه لیونی په لاس ده!ا
    ټرمپه!ا د روس او چین ځواب ووایه !!ا که ته او امریکا دی دومره تکړه وی نو روسیې وینزویلا کوریا ایران ته دی ولی غول بهیدلی او د غولو بوی دی دنیا نیولی ده!ا د اوکراین سره ړی څه وکړل؟
    پوتین دی څنګه کریمیا له سره وویسته؟
    ټرمپه!ا پوره شل کاله وجنګیدی او بالخره دي خپل غول په خیښتګ ګنډه او بیرته تښتي ولی؟
    که ته دومره نر او ستا امریکا دومره وای چی دا ته ورباندی نازیږې نو شل کاله دی ولی امریکایان د لته په افغانانو و وژل؟ ایا دا ستاسی خوښه وه؟ ! نه؟ نو شل کاله دی متایزی وبهیدلی! د امریکا ابر قدرت دی وشرماوه!ا
    څو کسه افغان طالبان نه شئ مهارول؟ نو دا معنی لری چی امریکا د یو ابر قدرت په حیث و شرمیده او نور نړیوالو ته پهلوان نه بلکه د ټرمپ غوندې لافوکان دي.ا
    ټرمپه!ا په یاد ولره چي موږ ۱۰ ملیونه نه بلکه نږدې ۸۰ ملیونه یو!ا او په یاد ولره چی یو هم ژوندي یو نو ستا ځواب به وایو!ا
    ما د بشر په تاریخ کې دومره بیعقل مشر نه و اوردلی!

  2. محمد حسین Reply

    سور لیوني بیا تر خوله بي ځایه باد ایستلي د خره سپي او بل حیوان لقب مي ځکه ورته استعمال نه کړ چه حیوان ډیر شرف پرلري بیا دحیوان په حق کي ظلم کیږي ، روسان هم په همدي فکر وه چه داخو دیوي هفتي موضوع ده خو بیا څه وسول تاته هم اجازه ده جه درمعلړم سي چه یو خروار اوړه څو پتیري کیږي بد بخته لعینه فاحشه

    1. محمد حسین Reply

      سور لیوني بیا تر خوله بي ځایه باد ایستلي د خره سپي او بل حیوان لقب مي ځکه ورته استعمال نه کړ چه حیوان ډیر شرف پرلري بیا دحیوان په حق کي ظلم کیږي ، روسان هم په همدي فکر وه چه داخو دیوي هفتي موضوع ده خو بیا څه وسول تاته هم اجازه ده جه درمعلوم سي چه یو
      خروار اوړه څو پتیري کیږي بد بخته لعینه فاحش

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2