Categories

اعلان

Loading…

د ژباړې له پاره یوه ننوتنه | ډاکتر ماخان میږي شیواری

سریزه:

زموږ هیواد یو وروسته پاتې هیواد دۍ. د کتابونو له مخې هم کمزوري دۍ. خپل پوهنیز څه نه لرو، نو د نورو پوهنیزو لیکنو او ادبیاتو ته اړکیږو یا اړ يو.

ما په پښتو ژبه کې د ژباړې په هکله داسې ډېر څه نه دي لوستي، نو ګومان مې دۍ، چې ډېر اړخیزه لیکنه (څیړنه راته لږ درنه ښکاري، له دې امله یې څیړنه نه لیکم) به هم بده نه وي.

زه خپله د ژباړې سره پوره یعنې لږ تر لږه  له 1998 کاله راپه دې خوا هره ورځ سر او کا رلرم، له دې امله مې هم په دې کې په هراړخیز ډول فکر کړی، چې د ګرانو لوستونکو سره یې شریکول اړیین بولم. دا به د هغه چا له پاره پوره مرسته وکړي، چې غواړي ژباړو ته ځان چمتوکړي.

له بلې خوا مو په دولتي څلوردیوالۍ کې ژبه ځوانه ده، نو که د ژباړې اړوند هرڅومره ډېر یا هراړخیز څه ولیکل شي، نامناسب به نه وي. دا چې زما ريښه شمیرپوهنه ده، نو پیداېښتي یاطبیعي ده، چې په دې اړخ به ډېر زور اچول شوی وي او دا راته پوره اړین هم برېښي. 

ژباړې ته څه اړتیا شته؟

دنړۍ هراړخیزه وده د نړۍ هیوادونه او قومونه سره نږدې کوي، په منځونو کې یې تجارتي او  هم پوهنیزې اړیکې زیاتیږي. د هیوادونو په منځ کې د راکړوورکړو اړیکې زیاتې شوې، نو د تجارت په اړخ کې د تولید د رد او بدل له امله باید د تولیداتو په هکله معلومات یو له بل سره په اړونده ژبو ډېر شي، نو له دې امله ژباړې ته پوره اړتیا پیښیږي.

دانه تنها تجارتي اړیکو کې داسې ده  دا په پوهنیزه اړخونو کې هم همداسې ده. په مختلفو هیوادونو کې د پوهنې د مختلفو اړخونو وده مختلفه ده، چې د یوې ژبې څخه و بلې ژبې ته یې اړونه په هر هیواد او هره ژبه کې  اړیینه کیږي.

افغانانو په ځانګړې توګه پښتنو ته خو د ژباړې اړتیا بیخي زیاته ده او دا له دې امله، چې موږ په خپله ژبه هیڅ نه لرو، ژبه مو ځوانه ده . له  یوې خوا یې وده نه ده کړې او پوهنیز ترې رانیونې له پاره څه نه لرو او له بلې خوا مو دا څه چې رانیولي، هغه هم د پرمختتلو ژبو څخه نه دي.

موږ چې څه لرو هغه مو زیات له فارسي رانیولي، چې له یوې خوا په فارسي کې هم په دې هکله ستونځي شته او له بلې خوا مو دا څه چې رااخستي همغه زیات یې په خپله د فارسي نه دي، چې هغوي یې دا زیات  له عربي رانیولي په ځانګړي توګه نومونه او خویونه. 

د پښتو پوهنیزې لاس ته راوړنې د کومه شوي؟  

دا چې هیوادوالو مو د څلوېښت کالو را په دې خوا په جنګ کې تیر کړي، نو هراړخیزه د تباهۍ او نابودۍ سره لاس وګریوان یو، نو له دې امله په پوهنیزه اړخ کې کومه لاس ته راوړنه نه شو لرلی. هغه پخوا یا دمخه مو هم د ژبې له مخې کومه وده نه وه.

دا چې موږ ټولې پوهنې له نورو ژبو یعنې فارسي او کله کله له عربي رانیولي، نو نومونه اوخویونه مو کټمټ رااخستي او راته داسې معما غوندې برېښي. که دا نومونه بیا په پښتو کوې، دا بیا یوه معما ده، چې د ډېر عمر خاوندان یې درسره نه مني، دا په ځانګړې توګه په تخنیکي پوهنوکې. ما د علومو اکادمي د شمیرپوهنې او فزیک په څانګه کې و پوښتل، چې د،،  کري،، معنا په پښتو څه ده، یا کره څه شي دۍ، نو ټولو ویل، چې لکه د ځمکي کره. یوه ورځ یو ملا راغۍ، لږ داسې په عربي راته پوه برېښیده. ما د کرې د معنا ترې وپوښتل، هغه سملاسي وویل، چې غونډوسکه یا توپ. که ګوګل ته فوټبال په انګرېزي ورکړۍ، نو کرته القدم معنا درکوي، خو که په ښوونځي کې ښوونکو ته هم دا ووایې لمړی درپورې خاندي او بیا درته وایي، چې موږ د کرې سره بلد یو. دوي یې درسره نه مني، ځکه چې دوی ته غوندوسکه یو بې معنا څه برېښي او فکر کوي، چې کره خو یو غټ څه باید وي، نو غونډوسکه په شمیرپوهنه کې څه غواړي.

که شمیرپوهنې ته یو ځغلند پام وکړو، وبه ګورو، چې پښتو په کې خورا کمه لیدل کیږي.

موږ له عدد، جمعې تفریق نیولې تر خط او داېرې پورې ټول داسې دپښتو نومونه نه دي راوړي،که څه هم دا نومونه په پښتو کې همغه له پیداېښته لرو. 

د ژباړې لاندې څه پوهیږو؟

په ژبپوهنه کې د ژباړې لاندې سړی له یوې خوا (  لیکل شوي) کره شوي لیکنه له وتونژبې (ترې ژباړ ژبې)  په یوه موخه ژبه ( پرې ژباړژبې) اړول یا ښه یې ژباړل دي، دا ژباړه یا ترجمه بلل کیږي له بلې خوا د دې لاندې سړی  د دې کړنې یا کار نتیجه پوهیږو.

ژباړی د ژباړې له پاره دومره وخت نه لري چې هر لغات په دکشنري کې بیا بیا وګوري او د یوې بلې ژبې سره یې پرتله کړی شي.

زه چې کله د یوه لغات په ژباړه کې ستونځې وګورم، نو بیا یې د بلې ژبې سره پرتله کوم، که  د بلې ژبې سره زیاته بلدتیا هم ونه لرم، خو هغې موخې ته په کې رسیدی شم. 

ژباړې کې یو څه چې له وتونژبې څخه وموخه ژبې ته اړولکیږي، نه دا چې خوندېونه او موخه یې په موخه ژبه باید  بیرته ورکړل شي، بلکه د موخه ژبې د خلکو کلتور او کړو وړوته هم په کې پام باید شتون ولري. دا ژباړه یو په یو د وتونژبې اړول په موخه ژبه نه دي، چې له ژباړي څخه مخ ته بیول کیږي. دا د پردیو یا په بل اړخ د پردې کلتور څخه د خپل کلتور  په پام کې نیولو سره کیږي.

ټیکټاک یا ښه سمه ژباړه کومه ده؟

لومړي  اري یا اصلي پوښته دا نه ده، چې ټیټاک ژباړه کومه ده؟ اصلي پوښتنه په خټه کې دا ده چې،، داسې یو څه یعنې ټیټاک ژباړه شته؟،،. 

داسې یوه پوښتنه ساده ځوابوو او وایو، چې نه.

یوه ټیکټاک ژباړه به یوه سمه ژباړه وي، کومه چې  د ذهنې ارزونې له مخې( د لیدونکي په سترګو) داسې برېښي، چې ټیکټاک به وي.

که چېرې تاسو د مختلفو کسانو ژباړې وګورۍ، نو کټمټ به نه وي. ښه ژباړه به هغه وي، چې د وتونژبي ( ترې ژباړې ژبې) خونديونې موخه په موخه ژبه ( پرې ژباړې ژبې) کې بیرته ورکړ شوي وي. بیا هم د مشتري له پاره هغه ښه ژباړه ده، چې د هغه خوښه شي.

دا پوښتنه بیا هم رامنځ ته کوو، چې مشتري د ژباړي څخه څه غواړي؟ 

ښه ژباړه. دا نو کومه ده؟

دا هغه ژباړه ده، چې د وتونمتن یا وتونخونديونې ټولې برخې  اصل ته وفادار بیرته ورکړ شي.

د لیکونکي د فکري توان خوندیونه باید پوره په موخه ژبه کې ورکړ شوی وي، بې له کومې ښکلاینې او یا محدودونې، فشار او یا توګنې.

دا باید د لیکونکي موخه لور د بنسټ په توګه ولري.

دا باید طبیعي، ساده پوهوړ لیکل شوې وي لکه اصل. 

د ژباړي دنده: 

له دې د مخه چې ژباړې ته راځم، د ژباړي او ژباړو موسسو غوره والي او د دندو جدیت ته راځم.  د ژباړو دنده لږ تر لږه دا هم باید وي، چې ځنې ناسم نومول شوي شیانو ته د سمې نومونې لارې چارې و لټوي. د بیلګې په توګه که یو ژباړی د ،، ستاندارد،،  نوم سره مخاخ کیده، نو دا دې ،، کچه،، نه بولې، ژباړی باید د نومونو په معنا پوره واک ولري. پښتو ته د ژباړو دنده له دې درنه ده، لکه چې دوي ورته فکر کوي، ځکه چې زموږ ژبه باید په ژباړه تکیه وکړي، بله لار مو نه شته. خپل څه نه لرو، هغه څه چې باید ولرو، هغه باید ژباړې وي، یا که لیکنې وي، نو هغه هم باید د پرمختللو ژبو راټولې شوې لیکنې وي. هغه موّسسې، چې د ژباړو درنده دنده یې په غاړه اخستې ډېر مسئولیت لري، چې اړتیا سره سم ژباړو ته پامرنه وکړي او زما په اند دا دژباړې موسسې باید د ښه ژباړو له امله د دولت له خوا ملاتړ شي او د نورو پوهنیزو موسسو په څنګ کې اقتصادي ملاتړ شي، څکه چې موږ په ژباړو ولاړ قوم یو، ژبه مو باید د اړتیا سره سمه وده وکړي او دا د ژباړې له لارې شوني دي.

نه دا چې یو مسلک څومره غوره دۍ، بلکه په ټولیزه توګه ژباړه څومره غوره او مهمه ده. د پوهنیزو څیړنو له پاره یواځنۍ لار دا ده، چې د ژباړو له لارې کتابونه زموږ ولس ته وړاندې کړو، هغه څوک ، چې پوهنیزې څیړنې کوي، دا بې له دباندنۍ پرمختللي ژبې د ښه پوهیدو له امله ناشونې ده او پسې لار یې د ډېرو کتابونو ژباړه ده.. 

د ژباړې موّ سسو او همداسې د ژباړي مسئولیتونه زیات دۍ، چې ولس ته ښه او سمه ژباړه وړاندې کړي.

ژباړي باید څوک وي؟

ژباړونکي باید مسلکي خلک وي، ژباړي څو کاله په دې برخه کې باید د پوهنتون څخه وتلي کسان وي، چې دامسلک  یعنې ژباړه یې لوستلی وۍ. دا د دپلوم ژباړي، په ژبه کې وارد دي او په دواړو ژبو برلاسي لري.

زموږ دپاره ژباړي باید لږ تر لږه هغه کسان وي، چې په موخه ژبه اووتون ژبه ښه پوه وي او د مسلکي ژباړې په مسلک بایدښه برلاسۍ وي.

زموږ له پاره له کومو ژبو څخه ژباړه غوره ده؟

په ټولیزه توګه د ژباړې د پاره په ترتیب انګرېزي، روسي، فرانسوي او الماني دي.

څو ډوله ژباړه شتون لري؟

که په شډله توګه یې ووایو دوه ډوله ژباړه شتون لري. یوه یې د ادبیاتو – او بله تخنیکي ژباړه ده، چې دواړه زیات په ژبه بلدیدو ته اړتیا لري، دومره توپیر لري، چې تخنیکي ژباړه ټکي په ټکي ( موخه داده، چې هرلغات باید وژباړل شي) بې ځانګړي پام څخه موخه ژبې ته اړول کیږي. تخنیکي ژباړه اړتیا نه لري، چې لوستونکو باندې روحي اغیز ولري او ځان ته یې راکاږي، بلکه یو ټاکلي معلومات وړاندې کوي. د ادبیاتو ژباړه کې هم باید هغه ښکلا او راکښنه شته وي اوپه لوستونکو همداسې اغیز ولري، لکه وتونژبه کې چې شتون لري. 

د ژباړې غوره والي.

ګرانو هیوادووالو. زه د ژباړې د اهمیت څخه چې غږيږم، کله، کله یا زیات وخت نومونو ته راځم، ځکه چې موږ ډېر څه په ځپله ژبه  نه دي نومولي، نو دا څه سره چې سر او کار لرو په پښتو راڅخه نومیږي یا نور هم ښه راڅخه بلل کیږي، ځکه چې نومونه شته. زه په دې ټینګار نه کوم، چې دا زما نومونه دي سم وي، خوزه وایم، چې دازما نومونه نه ده، بلکه دازه یې چې څنګه بولم راته ورځني نه دي، مګر د ولې له پاره یې دلیل راوړم.

موږ  دوه ډوله لیکنې لرو.

لمړي پخپله په یوه موضوع خبرې کول او دویم د بل خبرې له بلې ژبې رااحستل دي. 

که یو څه پخپله لیکو، نو نور ،، ترې رانیونو،، ( مؤخذون۰ ( عربي لغات دۍ، خدای(ج) دې وکړي چې سم مې لیکلی وي، خو د سمۍ جوګه یې نه یم )). یې داسې رانیسو، چې څه ترې پوهیدلي یو او ممکن هغه د بل لیکونکي موخه په کې نه وي راغلي، د سمون او ناسمون له پاره یې جوګه یو، مګر څه چې ژباړو، هغه د هغه د موخه ورې ژبې یا د ترې ژباړې ژبې د لیکونکي کار دۍ، موږ یې خونديونې ته د تغیر اجازه نه لرو.

ګرانو هیوادوالو! موږ پوهیږو، چې پښتو په دولتي څلوردیوالي کې یوه ډيره پخوانۍ نوي، نږدې شپیته کلنه ژبه ده، نو له دې امله یې  علمي کول او د ځنو ویو په پښتو کول یا ورته پښتو پیدا کول هم ستونځمن دي. له یوې خوا موږ چې څه زده کړي یعنې زموږ ټوله زده کړه هغه په پښتو نه ده او له بلې ژبې مو را اخستې او له بلې خوا په دا بله ژبه مو چې څه زده کړي، هغې هم ډېر ویونو(لغات له عربي رانیولی)، چې موږ یې له دې امله د ډبل ستونځو سره مخامخ کړي یو. زموږ دا نږدې شپیته کاله مخکنیو په پښتو لیکونکو، څه له فارسي رانیولي، هغه په فارسي کې د عربي ویونه یې هم ورسره شاید ( یاممکن) کټمټ رااخستلي وي. بله پوښتنه دا هم ده، چې هغه عربي نومونه چې موږ یې د پښتو نومونو لپاره کاروو، ایا دا سم دي او که څنګه؟ دا هم بله پوښتنه ده، چې پام ورته وشي

 زه له ډیرو کلونو راپه دې خوا د ژباړې سره لاس او ګریوان یم، نو داسې لیکنې سړی څه نا څه د ژباړې  د اصولو سره بلدوي او دا د زباړې څرنګوالی هم سړي ته لا روښانه کیږي.

که ژباړه کوو، نو باید په ترې ژباړه ژبې (وتونژبې)هر وی یا هر څه  وژباړل شي یواځې پرې ژباړه ژبې ( موخه ژبې) ګرامر یا لیکندود سره باید سم وي.

په ژبه کې ښکلي یا یا ناښکلي وي،  ښه یا بد وي یا لغات نه شته. دا چې ژبه د  انسانانو ده ، نو نا ښکلي او د هرچا د خوند سره سم به همغهسې ویونه هم لري. 

[email protected]

483 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
669

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2