Categories

اعلان

Loading…

ننګرهار کې د برېښنايي تذکیرو وېش پیل شو

تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: له کابل او هرات وروسته د زون په کچه ننګرهار کې هم د بریښنایي تذکیرو وېش پيل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن دوشنبه ماسپښین تاند ته وویل، د پروسې پرانیسته لومړی د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وکړه او دې پروسې ته یې له ننګرهاره ځان لومړی ثبت کړ.

د خوږیاڼي په خبره، د ننګرهار د بریښنايي تذکېرو د وېش مرکز دریمه ناحیه کې پرانیستل شوی چې لومړی به په امتحاني ډول ۱۰۰۰ کسانو ته تذکیرې ورکړي او بیا به له هغې وروسته د اړتیا له مخې جلال اباد ښار کې نور مرکزونه هم پرانیستل شي: (( دا مرکز یوازې ننګرهار لپاره پرانیستل شوی خو د زون په کچه له کونړ، نورستان، لغمان څخه هم ورته خلک راتللی او ځان ثبتولی شي.))

تېره اوونۍ په هرات کې هم د بریښنايي تذکېرو وېش پيل شوی  او چارواکو یې ویلي وو چې ډېر ژر به یې یوه څانګه د ننګرهار لپاره هم پرانیزي.

د برېښنايي تذکیرو وېش وړم کال پیل شوی خو په یو شمېر ولایتونو کې یې هغو ډلو مخالفت کړی دی چې ویل کېږي له پاکستان  او ایران څخه ورته د تورو کڅوړو پيسې راځي او دوی نه غواړي افغانستان کې د امنیت د خوندیتوب لپاره یوه داسې وسیله پیدا شي چې د دوی رازونه ورسره افشا کېږي.

شنونکي وايي، که ټولو افغانانو ته بریښنايي تذکېري وویشل شي، نو د جرمونو او امنیتي پېښو کچه به خورا راکمه شي، ځکه د ټولو افغانانو ډیټا به موجوده وي او مجرم به ژر پیدا کېږي.

د افغانستان بریښنايي تذکیرې د سیمې په کچه د پیاوړي او پرمختللي سیسټم درلودونکې بلل کېږي چې الکترونیکي ټاکنې به هم پرې ترسره کېدای شي.

518 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
669

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2