Categories

اعلان

Loading…

مشران دې چړچې کوي– ملاآغا دې حملې کوي| عبدالروف لېوال

کندهار، ښکلی ښار د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له چمن ښار څخه د ملاآغا په قومانده په وینو کې ولمبید.

مخابروی زیګنالونو د ازبات کړه چې د دې برید قومانده په داسې حال کې هغو اورپکو ته ورکول کیږی چې د چاودیدونکو توکو نه ډک موټر یې د کندهار د پولیس قومندانۍ په دروازې کې چاودنې ته چمتو کړی ووـ مخابروی زیګنال لومړی د پیښې شپول ته رسي او بیا له همدې شپول نه قومانده ورکول کیږی چې ( اور!).

په پایله کې زموږ۱۶تنه هیوادوال شهیدان او۹۵ تنه هم ټپیانیږي.

داپه داسې حال کې ده چې دامریکایی ټولواک استازی خلیلزاد اودطالبانو دمشرانو تر منځ ګواکې دسولې په هکله خبرې جریان لری . ددې خبرو نه افغان ملت په څرګنده ډول خبرنه دی ، دا ګنګ حالت دامانا ورکوی چې دواړه لوری دخپلو ګټو په قصه کې دی ، نه دافغان ولس دبرخلیک په قصه کې .

افغان ولس په ککریو کې اوس دا پوښتنې را پیدا شوی دي ؟

لومړۍ؟ آیادطالبانوددوحې مشران، د خپلوهغو ځانمرګیو اووحشی ډلونه خبر دی چې پاکستان ورته د بریدونو لارښوونه کوي، او دوی بیا له ډاره د پاکستان تر شا پټیږي.

دوهم : دا پوښتنه هم راولاړیږی چې طالبان په څو ډلو ویشل شوي، ځکه هغه د پخوا په شان تریوې قوماندې لاندې نه دی، ځکه ددوی مشرانوپه وروستی ناسته کې ویلی وو چې موږبه وروسته له دې ملکی کسان نه وژنو(هغې احصاییه چې د بشری حقونو بنسټونو سره شته وایی چې طالبانو له ۲۰۰۴کال راپه دې خوا د ۴ لکه افغانانوته مرګ ژوبله اړولې ، اوپه همدې موده کې یې ۲۲۰۰امریکایانوته هم مرګ ژوبله اړولې )،  اوس پورته احصایې ته په کتو سلیم عقل داسې پوښتنه کوی چې آیا د طالبانو دښمن افغان ولس دی که امریکه ؟او دا یې هم لابله چې حاضر نه دی افغان ولس سره خبرو ته کینی خو امریکې سره چې ډالر ورکوي مخامخ خبرې کوی. 

داسې غښتلې انګیرنې راپیداشوی چې د طالبانو په یوه لاس کې د افغان وژنې ساتور او په بل لاس کې یې د سولې سپین بیرغ دی یا دا چې په یو لاس کې یې دسولې په نوم د هغې کفترې ګوډاګی دی چې پوست یې دکفترې خو دننه یې د جګړې بوم ( کونګ) پکې پټ شوی ؟

فاصلحوبین اخویکم – دخدای امر دی ، راځې چې سوله وکړو! 

عبدالرووف لیوال

683 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
671

1 comment

  1. RAZ MOHAMMED Reply

    lival sahib salamoalikum;this AL LAH SAID (( LETS DO PEACE BETWEEN SALEHEEN.))

    but ISI DON,T SAY THAT/talibs listen to ISI .THAT MEAN NOT LISTEN TO AL LAH(j)

    THANK YOU

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2