Categories

اعلان

Loading…

استیناف محکمې هم د مهسا قاتلان د اعدام پر ځای په ۳۰ کاله بند محکوم کړل

تاند، یکشنبه، د چنګاښ ۳۰ مه: کابل کې د شپږ کلنې ماشومې مهسا ۲ قاتلان سجاد اغا او روح الله د استیناف محکمې لخوا په دېرش کاله زندان محکوم شول.

تر دې وړاندې د جوزا په ۵مه هم لومړنۍ محکمې دواړو مجرمینو ته د ۳۰ کاله زندان سزا اورولې او پریکړه یې د مهسا د پلار او خپلوانو د نه منلو په وجه استیناف ته راجع کړې وه.

د مهسا پلار، یو شمېر هېوادوال او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دواړو قاتلانو ته د اعدام د سزا غوښتنه کوي.

خو محکمه وايي، د عدلي طب د څېړنو له مخې نیول شوي مجرمین ۱۸ او ۱۹ کاله عمر لري او د جزا د کوډ په اساس له ۲۰ کلنۍ کم کسان په اعدام نه شي محکومولی.

قضايي پلاوي دا هم ویلي چې د وژل شوې نجلۍ پلار هم په ابتدائیه محکمه کې د قصاس او حق العبد موضوع نه ده را اچولې، ځکه نو په استیناف محکمه کې پر دغو قاتلانو د قصاص دعوای مخته نه شي وړلی.

کوچنۍ مهسا د ۱۳۹۷ کال د حوت په ۱۹مه له یوولسمې ناحیې وتښتول شوه او بیا یې مړی د ګنده اوبو په یوه ویاله کې وموندل شو، خو د حوت په ۲۴مه یې پولیسو قاتلان هم ونیول.

تښتوونکو د مهسا له کورنۍ څخه د هغې د ژوندي ورخوشې کولو په بدل کې د درې سوه زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د وري د میاشتې په ۱۷مه د ولسمشر غني په امر دا دوسیه قضا ته واستوله او ترې وروستیو پرېکړو غوښتنه یې وکړه.

599 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
673

1 comment

  1. غ.حضرت Reply

    د مظلومی مهسا محترمی کورنی ته د زړه د صبر د هیلو تر څنګ، که دا قاتلین اعدام شوی وای نو د هیچا د خواشینی وړ به نه وای خو خبره داده چی وضع سوی او مصوب سوی مدنی- قضائی قوانینو ته درناوی هم یوه ملی وجیبه ده
    هیله ده دا وروستی ځوروونکی پیښه وی او نور زموږ ګران هیوادوال د جنایتکارانو د تورو منګولو څخه په امان وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2