Categories

اعلان

Loading…

اوربند؛ بشري اړتیا | شمس الحق حیران

اوربند له دوو کلمو (اور) او (بند) څخه اخیستل شوی. مانا دا چې د اوربند پر مهال د جګړې اور بندېږي، نښتو ته تر یوې ټاکلې نېټې د پای ټکی اېښودل کېږي او د جګړې اړخونه په پوره ډاډ د خپلو ټپيانو، خوړو او آذوقې غم خوري. اوربند د بشري ناورینونو، نښتو او جګړو پر وخت د خپل نېک نیت د څرګندولو ښه وسیله بلل کېږي. اوربند د سولې زړه وړونکی وږم له ځان سره لري، د دوو مخالفو اړخونو تر منځ متقابل باور زیږوي او د اوربند پر مهال آن په شمار شمېرلې د یوې مور د بورېدو وېره هم نه وي. 

اوربند یوه سیاسي اصطلاح ده، د جګړې په نړیوالو حقوقو کې خپل ځای لري، وسله والې ډلې یې د بېلابېلو موخو لپاره اعلانوي چې دا موخې تر ډېره د بشري ناورینونو پای ته رسول، لومړنیو مرستو ته د اړو خلکو  لاسرسی او نښتو ته د یو معقولانه بدیل موندل وي. وسله والې ډلې د اوربند په شېبو کې له یو بل سره د ټوپک د خولې پر ځای د روغې جوړې په ژبه خبرې کوي. اوربند د شخړو د هواري او جګړې ته د اوږدمهاله حللارې لټولو په برخه کې یو طلايي فرصت ګڼل کېږي. اوربند د ټپيانو د درملنې، په محرومو سیمو کې تږو، وږیو، ټپي، ایسارو او ناهیلو وګړو ته د مرستو رسونې او له ډېرې مودې وروسته د خپلو ملګرو او خپلوانو د لیدنې ښه موکه وي. اوربند یوه بشري اړتیا ده، افغان جګړه کې ښکېلو اړخونو یوازې یو ځل د اوربند خواږه وڅکل.

تمه ده چې راتلونکو ورځو کې به په دوحه کې د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ د سولې د احتمالي هوکړه ليک له لاسلیک وروسته د یو هر اړخیز، دوامدار او تلپاتې اوربند جنتي غږ واورو. تېر کال کوچني اختر کې د اوربند له کبله د افغانانو خوښي دوه برابره شوه. ښايي په کلي او ښار کې هېڅ داسې افغان ونه مومو چې اوربند ته دې هیله من نه وي. د اوربند پر مهال د هوا مرغۍ د بارودو د لوخړو پر ځای د کلي د توتانو پر ښاخونو ناستې وي او له خپلو همنوعانو سره د مینې راز او نیاز کوي، په اوربند کې د ښار واټونه په ملي بیرغونو ښکلي وي او د وګړو په څېرو کې زړه راښکونکې موسکا د ژوند ترانې وايي. اوربند د کلي او ښار، شتمن او نادار تر منځ شته فاصلې رالنډوي او د سوله ییز ژوند د شېبو یاد پرې تازه کېږي. 

موږ د ستر افغان ولس په استازولۍ یو ځل بیا د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کوو چې د شپنیو لېونیو او ړندو چاپو، ښار او بازار کې له وژونکو چاودنو او بمي بريدونو دې لاس په سر شي؛ د جګړې د پای ته رسولو په پار دې خپل نېک نیت څرګند او یو دایمي اوربند ته دې لاره هواره کړي. 

280 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
668

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2