Categories

اعلان

Loading…

صدیقي: که پاکستان رښتینی وي، ترهګر یې لا هم خاوره کې دي، ودې یې ځپي

تاند، شنبه د چنګاښ ۲۹مه: افغان حکومت ادعا کړې چې له پاکستان څخه د کندهار د برید رهبري کېدو په ډاګه کړه چې لا هم د ترهګرو او د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو ځالې په پاکستان کې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، نن شنبه ماسپښین امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر په تړاو خبري کنفرانس ته وویل، کابل هیله من دی چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پالیسیو بدلولو کې پر دغه هېواد د امریکا فشارونه نتیجه ورکړي.

صدیقي زیاته کړه، کابل په دې باور دی چې د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان سوله او ثبات کې د پاکستان هم ګټه ويني خو په وینا یې افغانستان لا هم دې برخه کې د پاکستان عملي اقدامات نه دي احساس کړي: (( موږ اوس هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پالیسیو د بدلولو په تړاو د امریکا او اسلام اباد هڅو  ته محتاطانه خوشبین یوو، اړتیا ده چې پاکستان موږ ته دا هر څه په عمل کې راښکاره کړي.))

صدیقي دغه راز وايي، که پاکستان رښتیني وي، د ډیورنډ کرښې ها غاړه دې د طالبانو مرکزونه وتړي، تر څو د افغانستان سولې او ثبات سره مرسته وشي.

صدیق صدیقي په داسې حال کې د ډیورنډ له پولې هاغاړه د طالبانو د خوندي پناه ځایونو خبره کوي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم نن د امریکا د مرکزي قومندانۍ له مشر جنرال مکنزي سره لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرو د اصلي او خوندي ځالو د له منځه وړلو لپاره خاصه توجه وکړي.

480 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
669

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2