Categories

اعلان

Loading…

امریکن انټرسټ: عمران خان ټرمپ ته د طالبانو د ماشین درولو ژمنه ورکوي

تاند، شنبه د چنګاښ ۲۹مه: امریکن انټرسټ انلاین اژانس وايي، ډونالډ ټرمپ به د جولای په ۲۲مه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغان سولې په تړاو لیدنه وکړي.

بریښنايي رسنۍ وايي، دواړه مشران به تر ډېره د افغان جګړې په ختمولو تمرکز وکړي او دا حد به سره په خبرو کې وټاکي چې خپلو ترینګلو شویو اړیکو ته د افغان جګړې په ختمولو سره د پای ټکی کېږدي.

پاکستاني چارواکي، هیله من دي چې عمران خان به ټرمپ ته د افغان جګړې په ختمولو کې د پوره مرستې ډاډ ورکړي تر څو له اسلام اباد سره د واشنګټن ترخې شوې اړیکې بېرته ورغوي، په دې معنا چې دې لیدنه کې به د پاکستان پوځ ته دنده ورکول کېږي چې نور د طالبانو د جګړې ماشین په زنګو وخوري او د تل لپاره یې ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر  شاه محمود قریشي تر دې وړاندې یو سیمینار ته ویلي، هیواد یې د امریکا لخوا د افغان بحران د سیاسي حل د تګلارې هرکلی کوي، ځکه د ده په وینا دا د پاکستان پخوانی دریځ هم دی.

 دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون د امریکا په پنځه ورځني سفر وتلی دی او داسې  ګنګوسې دي چې دې سفر کې یې ځان سره د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه هم بیولی دی.

پاکستان هڅه کوي، د امریکا ترې مات شوی باور بیرته ورغوي او خپل شړېدلي اقتصاد ته د امریکا د اوږې ورکولو خیرات یو وار بیا وغواړي.

987 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
668

1 comment

  1. داود Reply

    اوس خو به دغه واړه طالبان پوهېدلي وي چې ړ چا په لاس لوبېږي که نه؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2