Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان پخوانی صدراعظم د اداري فساد په تور ونيول شو

د ليندۍ، قوس ۲۷ مه ۱۳۹۶

خبریال: رفيع الله  مندوخېل، اسلام اباد

  د پنجاب په مرکز لاهور کې د پاکستان د احتساب  محکمې يوې دولس کيسزه  ډلې  د  دې هيواد پخوانی صدراعظم  او د مسلم ليګ  نواز ډلې يو مشر شاهدخاقان عباسي نيولی دی.

ښاغلی عباسي د پنجشنې په ورځ د ګوند په غونډه کې د ګډون لپاره له  پخواني مرکزي وزير احسن اقبال او د مسلم ليګ  نواز ډلې  له  وياندې مريم اورنګزېب  سره  پر لاره  و، چې  د لاهور په  تهوکرنيازبېګ  سيمه کې ونیول شو. عباسي  د احتساب  محکمې د راولپنډۍ څانګې دفتر ته  وړل شوی دی.

پر پخواني صدراعظم  د اداري  فساد تور دی، او د دې هیواد د احتساب  ملي اداره  نېب  وايي، چې ښاغلي عباسي د طبعي سرچينو او پټروليم  د مرکزي  وزير په  حيث  د ايل اين  جي ګاز  په  پروژه   کې درغلي کړې   او له  دې لارې  يې  ملي شمتني  ته  ميليارډونه  زيان  اړولی  دی.

د مسلم ليګ  ګوند مشر او د پنجاب  پخواني اعلی وزير شهباز شريف  پر خپله  ټويټرپاڼه  د عباسي نيول غندلي او ويلي يې دي، چې د احتساب  محکمه  د صدراعظم  عمران خان  په  اشاره  کار کوي.

د عباسي نيول د پاکستان  د صدراعظم  عمران  خان  د هغه  ژمنو او کلکې مبارزې   برخه  ده، چې له  ولس سره  کړې او ويلي يې دي، هر هغه  څوک  به  ونيسي او د قانون  منګولو ته  به  يې وسپاري، چې په  وينا  يې په  اداري  فساد کې  په  لاس لرلو تورن  وي.  د مسلم ليګ  نواز  ډلې  د مشر او پخواني  صدراعظم  نوازشريف  په  شمول   يو شمېر نور سياسي  مشران  دا مهال د اداري  فساد په  تور په  زندانونو کې دي.

د ائيربلو په  نامه  د هوايي شرکت  څښتن  ښاغلی عباسي په  وار وار  د هيواد د مرکزي  پارلمان  غړی  پاتي شوی، خو دوه  کاله  وړاندې هغه  مهال د دې هيواد موقتي صدراعظم  جوړ شو، کله  چې محکمې پخوانی صدراعظم  نوازشريف  له  خپلې څوکۍ ګوښه  کړ. نواز شریف د پاکستان  پنځلسم  صدراعظم  و، چې تر خپلې کاري دورې وړاندې له خپلې دندې ګوښه  شو.  شاهد خاقان عباسي د نوازشريف  د واکمنۍ پر مهال د پټروليم  مرکزي  وزير ټاکل شوی  و.

تېرکال د  پاکستان   د احتساب  محکمې د اداري فساد په  قضيه  کې پخواني  صدراعظم  نوازشريف، د هغه  لور مريم نواز او زوم  کېپټن صفدر ته  د بند او جريمې سزا اورولې وه. پر نوازشريف وروسته  له  هغه  په  اداري فساد کې د لاس لرلو تورونه  پوري شوه، کله  چې د پانامه  په  اسنادو کې د شريف کورنۍ د شتمنيو په  اړه  مالومات  خپاره شول.

نيول شوي  پخواني  صدراعظم  شاهد خاقان عباسي تېرکال  کابل ته  هم  سفر کړی  و، چې موخه  يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ  د اړيکو ترينګلتيا له  منځه  وړل، د باور فضا رامنځه کول  و او دا سفر د افغان سولې د پروسې برخه  وه.  افغان  ولسمشر اشرف غني  عباسي ته  کابل ته  د سفر بلنه  ورکړې وه.

224 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
669

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2