Categories

اعلان

Loading…

غني: په هر صورت له مؤقت حکومت سره مخالف یم

تاند، چهارشنبه، د چنګاښ ۲۶ مه: له دې سره چې د حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو له طالبانو سره د مؤقت حکومت هلې ځلې چټکې کړې دي، بلخوا ولسمشر غني یو وار بیا هېواد کې د لنډمهالي حکومت له رامنځته کېدو سره شدید مخالفت ښودلی دی.

ولسمشر غني د ترکیې له ټي آر ټي ټلویزیون سره وروستۍ مرکه کې ویلي، طالبانو سره د خبرو له هوکړې وروسته به د لنډمهالې ادارې رامنځته کېدل یو بې معنی او بې ارزښته کار وي.

ولسمشر غني په دې تړاو ګواښ کړی چې هیچا ته به دا حق ور نه کړي چې د خلکو په خوښه راغلی انتخابي حکومت د سولې په معامله کې له منځه یوسي.

ولسمشر غني پوښتنه راپورته کړې ده چې په کوم صلاحیت سره لنډمهاله اداره جوړېږي؟
حال دا چې د ولسمشر غني په خبره په افغانستان کې ثبات یوازې د ولسواکه حکومتونو په پیاوړتیا او غښتلتیا سره منځته راتللی شي.
ولسمشر زیاته کړې که افغانستان د خلکو په رایه منتخب نظام ونه لري نو هېواد کې ثبات نه شي راتلی.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د خبرو په لومړي پړاوونو د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم د زلمي خلیلزاد د مذاکراتو له طرز څخه اندېښنه څرګنده کړې وه او زیاته کړې یې وه نوموړی د سولې مذاکرات داسې مخته وړي چې ترې معلومېږي دی د یوې معاملې په لټه کې دی.

بلخوا په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې دي چې د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې غړی عمر زاخېلوال اود بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال د مؤقت حکومت د جوړېدو لپاره هڅې کوي او حامد کرزی د دغې خبرې ملاتړی ښکاري.

د ارګ یوې سرچینې ویلي، کله چې مایک پومپیو افغانستان ته په ناڅاپي سفر کې افغانستان ته راغی، نو له مشرانو سره ناسته کې یې حامد کرزي دا خبره وریاده که چې مؤقت حکومت جوړ شي.

662 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
664

1 comment

  1. Dr.Atal Reply

    دخادم المفسدین د ۱۴ کلنی دوری په فساد کی لوی شوی معامله ګر خاینان ، موقت حکومت خبری ځکه کوی چی ځان ته مدخل پیدا کړی که نه دا دزدان با پپشتاره ، ملت بیا ځل نه ازمایی ځکه چی مؤمن له یوه سوری دوه ځلی نه چیچل کیږی او آزموده را آزمودن خطاست او مؤقت حکومت د ملی خاینانانو لپاره د تجدید حیات په معنی دی او په ملی ګټو او د ملت په ژوند لوبی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2