Categories

اعلان

Loading…

سیاست وکړئ، خو ارزښتونه مه پایمالوئ

لیکوال: شریف افغانمل

افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مهم پړاو ته داخلېږي  او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال جدي اندېښنه دا ده، چې د یو شمېر کاندیدانو پلویانو د تېر په څېر یو وار بیا د توطیو تئورۍ ته مخه کړې ده.

په مخکښو کاندیدانو یا رقیبانو د فساد او  درغلۍ له تورونو نیولې د جنسي ځورونو تر تورونو پورې په یوه هم صرفه نه کوي.

د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي تازه د مطبوعاتي کنفرانس له لارې په ارګ او ولسمشر غني د لګولو تورونو له امله بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې هغه د خپلو تورونو په اړه ثبوتونه نه لري.

حبیب الله احمدزی چې د ولسمشریزو ټاکنو د یوه بل نوماند ښاغلي حنیف اتمر په ټاکنیز ټیم کې دی، پر حکومت دغه تورونه پورې کړي وو. خو آیا دا کار به هغه پخپله کړی وي او که تر شا به یې د ټاکنیز ټیم د رهبرۍ سلا مشوره هم وي؟

د همدې ټاکنیز ټیم د څو مشخصو کسانو له لوري د ورته مسایلو مطرح کول او په ټولنیزه میډیا کې ورته کمپاین کول ښیي، چې ددې تورونو او توطیو تر شا به د همدې ټاکنیز ټیم د رهبرۍ لاس هم وي.

دغه جریان د توطیو هغه تئوري ښیي، چې په افغانستان کې د سیاسي رقیب د راپرځولو لپاره له سلو کلونو راهیسې کارول کېږي.

په شاه امان الله خان د بې دینۍ تور هغه مهال د افغانستان په ټولنه کې چې ډېری خلک یې بېسواده او له وضعیت څخه ناخبره وو، ددې لامل شو چې د هغه واکمني راوپرځېږي او د هغه د اصلاحاتو او د افغانستان د پرمختګ پیل شوی بهیر یې نیمګړی او مات کړ.

دقیق یو وار بیا هماغه کیسه تکرارېدونکې ده، خو دا ځل په بله بڼه. په نسبي ډول له وضعیت او شرایطو څخه د خلکو اګاهي ددې لامل شوې، چې خلک په هغو پخوانیو تورونو او دسیسو بیا ونه غولېږي، خو هغه ته ورته بله قضیه چې په افغان ټولنه کې ورسره خلک حساسیت لري، راپورته شوه.

حبیب الله احمدزي ولې په دې حساسو شرایطو کې دغه موضوع مطرح کړه؟ ولې یې ان تر ثبوتونو ددې موضوع د تعقیب سینه ډبوله؟ ولې لویې څارنوالۍ ته د خپلو اسنادو وړاندې کولو ته حاضر نشو او بالاخره ولې له خپلو خبرو پر شا شو او بښنه یې وغوښته؟

ټولې دغه پوښتنې ښیي، چې نوموړي عقدیي برخورد وکړ  او اوس به یې بښنه غوښتل د فعالو مېرمنو حیثیت ته اوښتی زیان جبران کړای شي؟ هېڅکله هم نه!

سیاست هېڅکله هم د موافق او مخالف دایمي تضمین نه لري، خو په افغانستان کې بیا دومره بابیزه شوی چې د نیم ساعت موافقت او مخالفت ځای هم په کې نه پاتې کېږي او تر ټولو بده خو یې لا دا چې د خپل سیاسي حریف او مخالف دومره سپکاوی وکړي، چې خپل عزت او حیثیت هم په کې له لاسه ورکړي.

موږ د ولسواکۍ د تجربه کولو په جریان کې یوو، خو د سیاسي مشرانو په نوم ځینو کسانو د ولس په شعور داسې لوبې روانې کړې دي، چې له سره په دې ټول جریان د ولس بې باوري پیدا کوي.

سیاست وکړئ، کمپاینونه وکړئ، موافق وستایئ او مخالف وغندئ، خو ټولنیز ارزښتونه مه پایمالوئ، د ولس هیلې مه بربادوئ او زموږ د ټولنې په سختو شرایطو کې د اور په لیکه د مخته تللو مېرمنو په پلونو ازغي مه شیندئ، چې راتلونکی نسل به بیا کله هم د سر راپورته کولو جرئت ونه کړي.

په سیاست او ډیموکراسۍ کې د کمپایني اخلاقو مراعتول خورا مهم دي،خو متاسفانه چې په افغانستان کې کمپاینونه او سیاسي مخالفت یا موافقت د مقابل لوري د بې عزته کولو او راپرځولو په هغې وسیلې بدل شوي، چې خپله پرې مڼي خوري، خو نورو ته یې په ګېډو ورمنډي.

د ولسمشر له پلویانو نیولې د نورو ټولو سیاسیونو او کاندیدانو تر پلویانو پورې، له ټولو ولس تمه لري، چې  نوي څه واوري، له شته وضعیت څخه د وتو لپاره په هره برخه کې له هغوی پروګرامونه او برنامې واوري، د خبرو او عمل ترمنځ یې توپیر وویني او بیا هغه وخت خپل تصمیم ونیسي چې څوک انتخابوي او څوک ردوي.

837 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
665

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2