Categories

اعلان

Loading…

افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو د بريدونو لپاره تياری نيسي Featured

ځينې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو د خونړيو بريدونو لپاره ځانونه چمتو کوي.

د ډان په نامه د پاکستان يوه ټلوېزيوني شبکه د افغان طالبانو د ځينو باوري سرچينو له قوله وايي چې، د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ تاوتريخوالی اوج ته رسېدلی او اوس هره شېبه د دواړو ډلو تر منځ د يوې درنې جګړې امکان ليدل کېږي.

دغه شبکه د سرچينو له خولې وايي چې، له افغان طالبانو سره د پاکستان د لښکر جنګوي ډلې او انصارالاسلام جنګيالي هم ملګري دي او غواړو درې واړه پر يو وخت د پاکستان د تحريک طالبان پر ډله بريدونه پيل کړي.

د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ اړيکې وروسته تر هغه نورې هم خرابې شوې چې تحريک طالبان پاکستان تر خپل واک لاندې ځينې سيمې د انصارالاسلام د ډلې له جنګياليو پاکې کړې.

بله خوا بيا د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان رسنيو ته ويلي دي چې دوی نه غواړي له افغان طالبانو سره جګړه وکړي.

احسان پرته له دې چې د انصارالاسلام ډلې نوم واخلي، ويلي دي چې ځينې ډلې د پخوانيو دښمنيو په اساس غواړي پر پاکستاني طالبانو بريدونه وکړي.

د ځينو پاکستاني رسنيو د راپورونو په اساس، د روان کال د اپرېل د مياشتې په درېيمه نېټه ملاعمر د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسود، حافظ ګل بهادر او ځينو نورو سرلارو په نوم يو غږيز پيغام هم لېږلی و چې پکې يې له پاکستاني طالبانو څخه غوښتنه کړې وه چې په پاکستان کې دې د پيسو د تر لاسه کولو په موخه نه سړي تښتوي او نه دې هم هلته په عام محضر کې خلکو ته سزاوې ورکوي.

ملا عمر ويلي وو چې که يې پاکستاني طالبان خبره ونه مني بدې پايلې به ولري.

که رښتيا هم افغان طالبان او انصارالاسلام پر پاکستاني طالبانو بريدونه وکړي نو له دې سره به د ځينو کسانو هغه ادعاوې نورې هم قوي شي چې وايي افغان طالبان او انصار الاسلام د پاکستان د استخباراتي شبکې (ای ايس ای) له خوا تمويلېږي او تر ډېرې اندازې د دغه هېواد د ګټو د ساتلو لپاره جنګېږي.

304 total views, 3 views today

2 comments

  1. پټ ریس Reply

    افغانانو پاکستان خو ښه تاسو د خپل هیواد او خپلې جونګړې پر ضد وکارولئ اوس د پاکستان ساتنه هم پر تاسې کوي. نه پو هیږم چې څه وخت به هوښیار شئ او د پردیو د غلامي څخه به لاس واخلئ الله دې درته د نیکی هدایت وکړي آمین ثمه آمین

  2. تراب Reply

    ددی په سر کښی چه ماغزه وی نو اوس به افغانستان ګل ګلزار وی داسی معلومیږی چه دوی ددواړو نوکران دی، یعنی ایران او پاکستان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2