Categories

اعلان

Loading…

هند د لومړي ځل لپاره مریخ ته ستوربېړۍ لېږي

تاند- د هند فضايي تحقیقاتي ادره (ایسرو) نن د لومړي ځل لپاره مریخ ستوربېړۍ لېږي.

ستوربېړۍ به د توغندي په وسیله د اندراپردېش ایالت له سریهاریکوته سیمې څخه واستول شي.

دا فضايی ماموریت د هند لپاره ډېر اهمیت لري او دا اندېښنه شته چې د هوا خرابولی یا نامناسب والی د سپوږمکۍ په توغولو کې ستونزې پېښې کړي.

خو له دې سره سره د هند د فضايي تحقیقاتو د ادارې ريیس کې. دارها کریشنن په ډاډ وايي چې کومه اندېښنه نه لري او وايي چې د سپوږمکۍ د توغولو وسیله اطمینان ورکوي.

د ده په وینا د مریخ د دې ماموریت لپاره باید د مځکې، سپوږمۍ، لمر او په خپله مریخ اغېزونه په پام کې ونیول شي ځکه چې د دوی ټولو موقعیت او وضعیت د بدلېدو په حال کې دی.

ښاغلي کریشنن زیاته کړه، د دې ستوربېړۍ لار یا مسیر باید محاسبه شي او حتي په محاسبه کې یوه کوچنۍ تېروتنه د ستوربېړۍ لوری په لسګونو زره مابله کوږولی شي.

د هند د فضايي تحقیقاتو د ادارې یوه غړي ګوردهن مهتا وویل: امریکایانو، اروپایانو او روسانو د مریخ د ماموریت لپاره له لویو ستوربېړیو او راکټونو کار اخیستی دی خو هند د دې هدف لپاره له داسي وړې وسیلې څخه کار اخلي چې عموماً د قطبونو په ټیټو مدارونو کې د کوچنیو سپوږمکیو د تنظیمولو لپاره ورڅخه استفاده کېږي.

د هند فضايي تحقیقاتي ادارې تراوسه پوري فضا ته ۳۵ سپوږمکۍ استولي دي او غواړي چې ۱۰ نورې هم ولېږي.

د امریکا فضايي تحقیقاتي اداره ناسا هم د هند له فضايي ماموریت سره مرسته کوي.

اټکل کېږي چې هند ته دا فضايي ماموریت په ۴۰۵ ملیارده هندي روپۍ، چې ۵۲ ملیون پونډه کېږي، تمام شي.

هند له نولس سوه شپېتمې لسیزې فضايي څېړنې پیل کړي او په اویایمه لسیزه کې یې څو سپوږمکۍ د ځان او ۲۰ نورو هیوادونو لپاره فضا ته استولي دي.

مریخ د شمسي منظومې څلورم ستوری دی چې تر مځکې په پراخ یا اوږد مدار کې خو په لږ سرعت حرکت کوي. مریخ د مځکې د ۶۸۷ ورځو په ترڅ کې له لمره راڅرخي. د مریخ خپله شپه او ورځ د مځکې تر شپې او ورځې یو څه اوږده ده.

د مریخ قطر ۶۷۹۰ کیلومتره دی.

505 total views, 2 views today

2 comments

  1. غورځنګ Reply

    تور لینګی پاکستان دی اوس تکړه شی او خرمرګی دی تیار کړی چی دا سپوږمکی په اسمان کی والوزوی او یا دی د پاکستان ای اس ای دی اوس ملایانو ته دنده ورکړی چی بس دا سپوږمکی دی د دعاؤ په برکت را نسکوره کړی. یاره داسی ښکاری لکه چی ددی لیونی سپی (پاکستان) عمر کم دی. د بلوڅو د خپلواکی مبازه نوره له دی نه وتی چی په خبرو دی ارامه کړی شی.

  2. مطمین Reply

    دالخواره ولی افغانستان ته انتحاریان نه رالیږی خدای دوکړی چی یوه ورځی ورسره ونښلیږی او دافغانستان په ځیر ټوک ټوک شی
    دبی ناموسه چرکستان یعین پاکستان له لاسه زمونږ ملک در بدر دی

Leave a Reply to غورځنګ Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2