Categories

اعلان

Loading…

نازو ناول | بخت جان هېر

پړ مې کړه، مړ مې کړه.

خو موږ بیا داسې نه کوو، که څوک پړ هم نه وي، مړ کوو یې. یو شي ته چې د شک په سترګه وګورو، خپل شک په یقین نه بدلوو؛ له احساساتو کار اخلو، داسې عمل وکړو چې ټول ژوند مو بد بخت کړي.

په نازو ناول کې مشال د یوې داسې خور کیسه کوي، چې ورور یې پرې شک کوي، بې له دې چې وزیر (د نازو ورور) پوښتنه وکړي، چې خور یې پاک لمنې ده یا بدلمنې، ټوپک را اخلي د وژلو تصمیم یې نیسي؛ خو نازو په مجبورېږي چې له کوره په شپې ووځي. وزیر د څو لحظو احساساتو له مخې د خپلې خور ژوند خرابوي، خپل ژوند هم له لاسه ورکوي او د بدنامي تور هم ور پورې شي.

د نازو ناول یوه کلیواله پېښه له ځان سره لري، که څه هم هغه څوک چې کلی یې هېڅ لیدلی نه وي، ټول ژوند یې په ښار کې تېر وي، چې داسې کلیوالې کیسې لولي خوند ترې اخلي. فکر کوي که د هغه کلي اوسېدونکی دی.

دغه طبیعي خبره ده، چې ښاري خلک داسې شیان خوښوي، چې ساده وي، تاریخي قدامت ولري یا داسې شیان چې په کلي کې جوړېږي. که کله مو ځینې عکسونه لیدلي وي چې کوم خړ کور وي، وران شوی وي یا کوم ځای ډېر زوړ وي، د هغو عکسونه په لیدلو یو ډول عجیب احساس راته پیدا کېږي.

د ممتاز یو بیت دی چې:

ای د اباد ښار دوکانداره یو تپوس کومه
ولې خرڅېږي د بربادو ښاریو عکسونه.

په ناول یا کیسه کې تلوسه ډېره مهمه ده؛ ځکه تلوسه کولی شي، لوستونکی تر اخېره له ځان سره وساتي، چې ناول یا کیسه ولولي. په نازو ناول کې تلوسه ډېره ښه ځای په ځای شوې، چې یوه برخه یې ولولې؛ نو ځان مجبور ګڼې چې بل برخه یې هم ولولې.

ناول له سره خوندور دی؛ ځکه چې ناول شروع کېږي، تلوسه یو ځای ورسره شروع کېږي. ناول داسې په تلوسې پیلېږي.

(د سپاندو اوږده سیوري وخوځېدل، له لرې پر سړک څراغونه راښکاره شول، د موټرو درنه غورا ورو ورو را نژدې کېده.

د بریک کغغغ شو، موټر جټکه وخوړه. د څراغونه زېړه رڼا پر یوې نجلۍ ولوېده، نجلۍ لوڅې پښې پر سړک ولاړه، وېښتان یې ګډوډ وو، سر یې ځوړند نیولی و. موټروان او دوو نورو ملګرو یې په حیرانۍ یو بل ته وکتل، یوه شېبه ټول چوپ وو، د موټر پر جلب د موټروان لاسونه بې حرکته ایښي وو.)

که پورته ځیر شو تلوسه راته جوته مالومېږي او ‌ډېرې پوښتنې راته پیدا کېږي، چې انجلۍ به څوک وه؟ ولې یې وېښتان ګډوډ و؟ ولې په توره شپه له کوره راوتلې وه؟ څپلۍ یې ولې نه وې په پښو؟ موټروان به څه کړي وي؟
د ناول په هره برخه کې همداسې تلوسه موجوده ده.

په ناول کې بله مهم توکی چې دی، هغه منظر کشي ده. ناول ژبه هغه وخت ښکلي کېږي، چې منظره کشي پکې شوي وي. د نازو ناول د منظر کشی په ښکلا پوښل شوی. ما چې ناول لوستلو فکر مې کولو، که ما په هغه سیمه کې ‌ډېر وخت تېر کړی، منظر کشي په داسې توګه پکې شوي ته وا هملته ولاړ وي او د ناول ټولې پېښې له نږدې ګورې. زما لپاره د ناول منظر کشي په زړه پورې ده؛ خو د هرې برخې پای یې داسې منظر کشي کړې چې لوستونکی ته یو خوند وربښي. لکه:

(موټر حرکت وکړ، له سامانه بار باډۍ یې یوې و بلې خواته جوپې خوړې)

یا:

(سپینه کرولا پاخه سړک ته پورته شوه، تېزه روانه وه، درې نور موټران د لمر خاته په خوا ورغلل، په دوړو کې پټ شول.)

د نازو په ناول کې تاسې په ډېرو ځایونه کې ډیالوګونه هم ګورئ چې د ناول د لا ښه کېدو کې یې مرسته کړې.

ما یو وخت یو کوچنی ناول لوستی و، چې ټول ناول د یو څو ورځو پېښه وه، ما له هغه ناول هېڅ خوند ونه خیسته، داسې مې وانګېرله که ناول د څو ورځو کیسه له ځان سره ولري، همداسې به بې خونده وي؛ خو نازو ناول دغه فکر را بدل کړ، د نازو ناول د څو ورځو کیسه ده، لیکوال ډېر ښه توانېدلی چې د څو ورځو کیسه ډېره ښه کړې.

په ناول کې د نازو کورنۍ ټوله مړ کېږي؛ خو په اخېر کې دغه مالوم نه شي، چې دوی چا وژلي؟ “مشال” باید د لوستونکي کې په زړه کې دغه سوال یا غوټه نه وای پرېښودلې.

لیکوالان باید هڅه وکړي، چې داسې کیسې په خپلو ناولونه کې را واخلي، چې د ټولنې یو څه ستونزې به ورسره حل شي؛ ځکه موږ اوس هم د هغې ټولنې وګړي یو چې ښځې ته تر ډېره د شک په سترګه کتل کېږي
او ښځه هم د خپل سپینوالې په اړه یو کلمه هم نه شي ویلي.

1,072 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
664

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸