Categories

اعلان

Loading…

افغان جزانل | جواد مختار

جزائل څه شی دی؟

په افغان ـ انګلیس  لومړۍ (۱۸۴۲ـ۱۸۳۹) دويمې (۱۸۸۰ـ ۱۸۷۸) درېیمې (۱۹۱۹) جګړو کې یوازینی شی چې د انګریزانو خوب یې تښتولی و جزائل (Jezanil) ټوپک و. انګلیس تاریخ لیکونکي وابرېټ د مکناټن له قوله د هغه مشهوره خبره لیکي:((افغانان به له جګړو ستړې نه شي او جزائل له ډزو)).

کابو دوه سوه کاله د مخه زموږ نیکونو د دښمن مقابله په خپل لاس جوړو کړیو ټوپکونو(جزائل) کوله، زیات یې د کابل په اهنګرخانه کې جوړېدل او یو شمېر نور بیا په مختلفو ډولونو او شکلونو د هېواد په نورو برخو کې. دا ټوپکونه طبیعتاً د افغانانو له جثې (بدني جوړښت) سره سمون ول؛ اوږده، ظریف، رسا نښه ویشتونکي، ساده او په عین حال کې خطرناک.

له جزائل څخه د انګریزانو وېره

Behind the Khyber Pass د جان ویلر لیکل شوی کتاب دی چې د افغان جزائل په اړه پکې په پوره تفصیل خبرې شوي ویلر د مېرمن ليډي سیل (د ډګرمن رابرټ باب مېرمن وه چې د انګریزانو سره د یرغل پر مهال یې افغانستان ته سفرونه کړي)له قوله په خپل کتاب کې لیکي ((داسې لیدل کېږي چې انګریزي مسکټ ټوپک اغېزمن نه دي او په قشله کې پراته دي، انګریزان له زړو ټوپکو کار اخلي چې دواړه د افغان جزائلو سره سیالي نه شي کولای، انګریزانو باید د افغان جزائلو بېخ ایستلای وای)).

کله چې د کابل بي بي مهرو غونډۍ کې جګړې شدت واخېست او له هرې لورې افغاني غازیانو حملې پیل کړې دا داسې وخت و چې جګړې خودجوشه حالت غوره کړی و نه کوم قوماندان موجود و او نه هم په دې جګړه ایز حالت کې چا سره ددې فکر و او نه هم په داسې احساساتي وخت کې چا، د چا خبره اورېدله، له انګریزانو لار ورکه وه د دوی کوښښ دا و چې له هرې ممکنه لارې په استفادې خپل ژوند و ژغوري، د همدغه کتاب په ۲۲۲ مخ کې ليکل شوي(( ډګرمن ټامس اوليور غوښتل خپل ډار شوي عسکر د بي بي مهرو د غونډۍ سرته و خېژوي، هیچا د هغه خبره و نه منله او په همدې کشمکش کې د جزائل د ګولۍ ښکار شو، دا د هغه د خولې وروستۍ خبره ده، خپلو خلکو پرې برباد کړم)).

په بي بي مهرو کې له جګړې( افغان ـ انګلیس لومړۍ جګړه۱۹۴۲) وروسته انګریزانو د خپلې ماتې په دلایلو غږيدلي دي، د ماتې په دې دلایلو کې پنځه هغه یې تخنیکي او شپږم هغه یې چې د انګریزانو په ماتې کې یې اساسي رول لوبولی جزائل ټوپک و.

د جزائل او انګریزي وسلو توپیر

معمولاً انګریزي مسکټ ټوپکونو له ۵۰ تر ۷۵ متره پورې هدف ویشته، انګریزي ټوپکونه په کارخانو کې تولیدېدل، او د شکل او ډيزاین له مخې یو شان و، جزائل بیا لاسي جوړ ټوپکونه و هر اهنګر او استاد پکې خپله سلیقه پاللې دا له انګریزي ټوپکونو اوږده وو حتی سایز یې تر۱۸۰ سانتي متره پورې رسيږي او د همدې اوږد میل په برکت و چې تر ۱۵۰ مترو پورې یې رسا نښه ويشته.

د جزانل مختلف ډولونه

د جزائل جوړښت

جزائل اوږد میل لاره او د میل دننه جوړښت یې شپږ او اووه ضلعې لرلې، د میل په امتداد یې په لاندې برخه کې د باروتو د ډکولو او د میل د پاکولو لپاره اوږد سیخ لاره چې په میل کې د داخلېدو لپاره استعمالیږي، د میل په لاندينۍ برخه کې له لرګي استفاده شوې چې دا لرګی بیا د میل سره د یوې حلقې اوسپنې په واسطه تړل شوی د لرګي او میل د اوږدوالي له امله د اوسپنې دا حلقې حتی تر څلورو پورې رسيږي.

د جزائل بله برخه د کنداغ ده چې د څو موخو لپاره استعمالېږي، کله چې د پروت په حالت کې ترې استفاده کوئ نو کنداغ د ورمېږ او اوږې د منځ برخې ته برابريږي، کله چې په ولاړ حالت کې استفاده کېږي دا کنداغ داسې ډيزاین شوی چې په تخرګ کې نیول کېږي او هم د لاس مټ ته برابري .

جزائل د میل د خولې له لارې له باروتو ډکېږي او ورپسې له اوسپنې جوړ مردکی ور ايښودل کېږی او بیا په دې ټوپک کې د نصب سیخ په مرسته برابریږي. کله چې دا پروسه ختمه شي نو د جزائل کولنګ شا لور ته کش کېږي له دې وروسته جزائلډز او نښې ویشتلو لپاره عیار دی.

افغانان طبیعتاً ښکلا خوښوونکي خلک دي او دا ذوق یې حتی په ټوپکو کې هم پاللی، د جزائل ظاهري ښکلا او تزئین هم د بحث وړ موضوع ده، د هر جزائل کنداغ او د ميل د لرګي برخې په دومره ظرافت جوړې شوې او تزئین شوي چې په اوسني عصر کې د اتلسمې پېړۍ دې هنر ته سړی ګوته په غاښ کړي.

مکناټن په جزائل وژل شوی

د افغان ملي تاریخ ليکوال ښاغلی قدرت الله حداد د افغان ـ انګلیس جګړو ډېرې تاریخې واقعې شنلي، او ځیني هغه مسایل چې موږ د ښوونځیو په تاریخونو کې لوستي تنقيد کړي، مثلاً موږ د ښوونځیو په کتاب کې لوستي چې مکناټن د وزیر اکبر خان په لاس وژل شوی خو ښاغلی حداد دا خبره نه مني زه به کټ مټ د حداد صیب لیکل را نقل کړم:

(( په افغانستان کې په ټولو تاریخونو کې لیکي چې وزیر اکبر خان مکناټن وژلی حال دا چې خبره غلطه ده مکناټن یوه سپاهي وژلی دی.

د فرهاد بابا په علوي سفر کتاب کې لیکل شوي چې مکناټن د میدان د ټکانې اوسېدونکي چې نوم یې رجب خان و وژلی دی، دا قصه ما د ارواښاد غلام محمد فرهاد پاپا (د کابل ښار لومړنی ښاروال) له خولې اورېدلې چې غازي رجب خان هغه وخت مکناټن و واژه چې د وزیر اکبر خان او مکناټن جګړه وه، وزیر اکبر خان غوښتل هغه ژوندی و نیسي رجب خان د وزیر اکبر خان له تخرګ د ټوپک میل تېر کړ او هغه یې و واژه))

د همدې متن په اوږدو کې راغلي چې اکبر خان نه غوښتل مکناټن و وژني هغه نیت درلود چې مکناټن له ځانه سره بندي کړي  او د خپل پلار په بدل کې چې په هند کې له انګریزانو سره په تبعید کې ژوند کاوه معامله وکړي.

دا خبره په سراج التواریخ کې هم ذکر شوې(( اکبر خان، محمد شاه خان بابکرخېل ته وویل ویې نیسئ، ویې نیسئ)).

د جزائل څخه استفاده

کله چې انګریزان د افغان ـ انګلیس درېواړو جګړو کې مات شول جزائل خورا مشهور شو، د جزائل د شهرت اوازې مرکزي اسیا، هند او حتی منځني ختیځ ته ورسېدې، زما په فکر د جزائل د شهرت یوه مهمه وجه دا هم کېدای شي چې د جزائل پر مټ داسې یو قوت مات شو چې لمر یې په واکمنۍ کې نه ډوبېده او په خپله انګلیسانو د جزائل په قوت اعتراف کاوه، بله وجه دا هم ده چې جزائل د داسې یوې ډلې تولید و چې په خپل فکر یې اختراع کړی و او دا فکر یې بیا د جګړې په میدان کې په عمل کې هم پلی کړ.

د جزائل ټوپکونو کاپي او نقل په هند کې بیخي عام شو مرکزي اسیا او حتی تر منځني ختیځ یې نقلونه ورسېدل، یو ځل بیا باید یادونه وکړو چې افغان جزائل ټول د افغانانو له لورې لاسي جوړېدل، دا د کومې فابریکې تولید نه و چې خپاره شي او یا ډېر تولید شي همدا وجه وه چې په نورو سیمو کې ددې ټوپک نقل یا کاپي استعمالېده. دا هم د هېرولو نه ده چې د افغان ـ روس جګړې په لومړي سرکې د همدې جزائلو او تبرونو استفاده شوې وه چې وروسته بیا خدای په مجاهدینو امریکه مهربانه کړه.

په افغانستان کې د وسلو جوړولو تاریخچه

په لسمه ميلادي پېړۍ کې د غور ولایت خورا اباد و او ځینې مشهور ښارونه یې لرل چې فېروز کوه، مندېش او اهنګران یې لا تر اوسه یاديږې ( مندېش د تاريخي اسنادو پر بناء د امېرکروړ د زيږون ځای دی او امېر کروړ هغه څوک دی چې موږ ته یې د پټې خزانې له لارې لومړنی ليکلی پښتو شعر په لاس راغلی).

جواد مختار

په غور کې د نېزو، تورو، چړو سربېره یوه ویروونکې وسله جوړېده دا وسله د ګرد توپ په شکل وه او دې توپ بیا څو تېغونه لرل او ورسره تر دوو مترو اوسپنیز زنځیر، دا وسله یې قلاب بلله، او له لرې فاصلې په دښمن ور ګوزارېده هو بهو لکه د اوسنیو تکواندو بازانو نانچک، چې زنځير لري خو په همدومره توپير چې نانچک د زنځير په دواړو سرونو کې لرګي لري او قلاب یوازې په یوه سر کې تېغ لرونکی توپ، دا له تورې خطرناک او اغېزمن و او چا چې به قلاب کاراوه هغه یې قلابي باله.

کله چې د باروتو وخت راغی لومړنی کس اعلیحضرت شاه محمود هوتک و چې په ۱۷۳۲ کې یې د ایران په وړاندې بارودي توپ (زنبورک) وکاراوه، دا پر اوښانو د جګړې ډګر ته انتقالېده.

قلاب، زنبورک، جزائل، تورې، نېزې او چړې دا ټول زموږ خپلو اهنګرانو جوړولې ،  جزائل که څه هم د تيمور شاه دراني وخت کې د کابل په اهنګر خانه کې جوړېدلخو په دومره کچه نه وه چې د ټول خلکو تقاضاوې پوره کړي، د خلکو د اړتیا سره سم د هېواد په ډېرو سیمو کې په مختلفو سایزونو او ډیزاینونو جوړېدل، د کابل اهنګرخانه د بالاحصار په څنګ کې وه او د پښانو(اهنګرانو) ډوډۍ به له شاهي پخلنځي ورکول کېده، اوس هم په کابل او ولایتونو کې یو شمېر سیمې د اهنګرانو په نامه شهرت لري.

انګریزانو چې کله د جزائل زور ولېده نو بیا یې د کاسبینو او اهنګرانو پسې تبلیغ پیل کړ چې دا د اصیلو خلکو کار نه دی د ټولنې ټيټه طبقه او هر هغه څوک چې اصل و نسب نه لري دا کارونه کوي او له هغې وروسته نه بیا چا جزائل ولیده او نه هم خپل توليد. 

جزائل څو نومه وسله

جزائل اصلاً عربي کلمه ده لغت نامه دهخدا یې په دې ډول مانا کوي: (مأخوذ از تازی، شمخال).

که له تازي موخه (تازي سپی) وي نو هغه اوږد اندام لري، خورا چالاکه وي او د ښکار لپاره ترې استفاده کېږي، جزایل هم د ښکار او جنګ لپاره استعمالیږي او له نورو وسلو ډېر اوږد دی. شمخال وزن لرونکي او دروند ټوپک ته وايي.

همدا رنګه په ويکيپډيا کې دجزائل نوم پر وړاندې د اوږده میل لرونکي ټوپک ذکر شته.جزائلپه پښتو لنډيو او شفاهي ادبیاتو کې په مختلفو نومونو یاد شوی تور ټوپک، بوړی، پیتی، سه رخ او عامیانه نوم ټوپک.

په دې اړه ډېرې لنډۍ مشهورې دي:

تر دې بوړي ټوپک دې ځار شم

په اوږه ستا دی کږه زه درسره ځمه

په تور ټوپک مې وله یاره

داسې خو مه وایه چې خوله نه درکومه

په تور ټوپک ویشتلی جوړ شو

د سپینې خولې ویشتلی وینې تویونه

 د تور ټوپکو استاکاره

د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه

چاوڼۍ په توپو نه ورانېږي

تکړه زلمیان یې په ټوپکو ورانوینه

د استعماري جګړو پر مهال جزائل هغه یوازينی ټوپک دی چې انګليسي ادبیاتو کې یې یادونه شوې، دا لاندې شعر روډيارډ کيپلنګ انګریز شاعر په ۱۸۸۶ کال ویلی:

A scrimmage in a Border Station

A canter down some dark defile

 Two thousand pounds of education

Drops to a ten-rupee jezail

 The Crammer’s boast, the Squadron’s pride

 Shot like a rabbit in a ride!

په سرحدي پړاو غوغا وه

 آسونو په خپله ځغاسته فضا خړه کړې وه

 د دوه زره پاونډه تعلیم

 د لسو روپیو جزائل ته ټیټ شو

 د يووالي تيغ، د نظم و ضبط غرور

 په ځغاسته کې لکه د خرګوش په شان ولګيده

د پورته شعر لنډ مفهوم دا دی چې هغه مهال د انګلیس حکومت پوځ د نړۍ تر ټولو روزل شوی، بانظمه او مجهز پوځ وچې په هر تن یې لا هاغه مهال زرګونه پونډه مصرف شوی و اما د لسو روپو په ا رزښت جزائل ټوپک داسې ښکار کړل لکه څوک چې په منډه کې سوۍ( خرګوش) ښکار کوي.

وروستۍ خبره

دوه سوه کاله د مخه موږ خپله اهنګرخانه او د ټوپکونو د تولید ځایونه لرل او په هماغه وسله مو د نړۍ داسې قوت درې ځل مات کړ چې لمر یې په واکمنۍ کې نه ډوبېده.

کله چې دښمن پوه شو زموږ وسلې دوی تباه کوي نو په تبلیغ یې لاس پورې کړ، کسبونه یې د بې نسبو او ټیټو خلکو کار وباله او حتی تر اوسه موږ کسب و کار ته لاس نه ور وړو.

انګریزانو دجزائل د تولید د ختمولو لپاره د تبلیغ حربه د غازي امان الله خان پر وړاندې هم وکاروله که جزائلو انګریزان مات کړل په سیاسي میدان کې د خپلواکۍ اعلان غازي امان الله خان وکړ او بیا انګریزانو د پیرانو، ملایانو او مذهبي اشخاصو په نوم د غازي امان الله خان پر وړاندې د بې دینۍ تبلیغ وکړ او د هغه واکمني یې د بچه سقاو په واسطه ړنګه کړه.

دا سلسله له هغې دمه تر دې دمه په یوه او بل نوم روانه ده تر څو زده کړې ونه کړو، له فکر کار وا نخلو او پخپله پخپل ځان کې تغیر را نه ولو او د خپلواکۍ له اخېستلو وړاندې د خپلواکۍ په ساتلو فکر و نه کړو تاریخونه به تکراریږي خو زموږ وضعیت او حالت به هماغه وي.

ماخذونه:

  • افغان ملي تاریخ، دوهم ټوک، قدرت الله حداد فرهاد، چاپکال ۱۳۹۰.
  • بازي بزرګ، پيټر هاپکرک، د رضا کامشاد ژباړه چاپکال ۱۳۷۹.
  • تبیان ویب ساټ، tabian .com
  • لغت نامه دهخدا
  • ويکيپډيا

1,346 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
657

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2