Categories

اعلان

Loading…

ټولنیز طب ټولنیزه روغتیا| جانباز جرار

په ټولنیز طب (Social Medicine) کې د ناروغیو پر هغو عواملو چي ټولنیز فکتورونه دي لکه اقتصادي، ټولنیز، سیاسي، مذهبي، فرهنګي او داسي نورو برخو بحث کیږي، په ټولنیز طب کي تر ټولو مهمه برخه چاپیریال دی، چي د چاپیریال ټول اړخونه په نظر کي نیسي، ټولنیز طب، چي انسان ته د بیولوژیکي حیوان نه بلکي د یو ټولنیز موجود په سترګه هم ګوري، د لومړي ځل لپاره په اروپا کي را منځ ته شو. 

الماني پوه الفرید ګورت یهن (Alfred gort jhan) په ۱۹۱۱ کې د ټولنیز طب مفکوره تازه کړه او ویې ویل چي د ناروغیو په تولید کي ټولنیز فکتورنه مهم رول لري، چي د Social pathology په نامه یادیږي او له دې سره سم Neuman او Virchow اروپایي پوهانو دوې پیړۍ وړاندي ټولنیز طب ته د ټولنیز سیانس او هنر نوم ورکړی دی.
د طب دا برخه که څه هم تخصصي نه ده، بلکي د معالجوي طب یوه مهمه او پراخه برخه تشکیلوي او په دې برخه کي تر ډاکترانو د ناروغانو او تر روغتیایي مرکزونو د دولتي او غیري دولتي سازمانونو مسؤلیت زیات دی، ځکه چي د عامي روغتیا د نړیول سازمان له معیارونو سر سم د چاپیریال برابرول د دولت او ټولني په مټ کیدلای شي، دا چي سر سبزه ، ښکلی ارام او معیاري چاپیریال نه یوازي په روغتیا بلکي د ښکلا په احساس هم مثبته اغیزه لري نو ځکه ټولنیز طب ته د ټولنیز ساینس سر د هنر مرتبه هم ورکړل شوه، اما دا چي موږ په سختو ټولنیزو محرومیتونو کي ژوند کو او همیشه د خپل ځان د روغتیا لپاره په جېب کي د ګولیو پاکټان ګرځوو، نو خدای خبر چي تر ښکلي او هنري ژوند به لا  څو پیړۍ لار راته پاته وي.

په اقتصادي برخه کي، موجوده فقر، بې کاري، د منجمنټ نشتوالی، لوږه ، نېستي…
په سیاسي برخه کي، موجوده محرومیتونه، در به درۍ، ځنګليي ژوند، نا امنۍ، جنګونه، وژني، انحصار…
په مذهبي برخه کي، په دیني اساساتو نه پوهیدنه، کمزورې عقیده، تش په نامه مسلماني…
په ټولنیزه برخه کي، طبقاتي ژوند، ناپوهي، تعصب، تبعض، ناپاکه چټل چاپیریال، بدي، تربورګلوي، د ژوند ګډي وډي طریقې، ظلم، منافقت، نفرتونه …
په فرهنګي برخه کي، کلتوري ستونزي، د ژوند ښکلا (هنر) ته نه توجه، بې ځایه فرهنګي بدعتونو، غلط دودونو، بې خوښي ودونه او دې ته ورته زیاتو ټولنیزو موجوده ستونزو زموږ په ټولنه کي څوک روغ نه دی پرایښی او له دې سره سم دغو ټولو محدودیتونو او محرومیتونو نه یوازي دا چي په ټولنه کي هغه د ډاکترانو په اصطلاح انتاني او خبیثي ناروغي یې را مینځ ته کړې، بلکي د روحي ناروغیو یوه ډیره غني سرچینه یې تشکیل کړې، چي د ټولني په اکثریت ځوانانو او پیغلو یې پیریان کېنولي او همیشه د روحي فشار له وجي یې زیاتره  روحي عرایض په فزیکي علایمو بدلوي چي د بدن غړو ته صدمه رسوي ، ځان سوځوي، ویښتان کاږي ، حتی تر دې چي ځیني وخت خپل ځان وژني.

د هیواد روغتیایي مرکزونه، صحي پرسونل او ډاکټران که د دغو ناوړه فکتورونو په له منځه وړلو کي د ټولني له وګړو او دولت سره بشپړه همکاري وکړي او له دې سره سم خپله اوسنۍ تګلاره تغیر او  د ټولنیز طب په اساس د ټولنیز درک څخه سترګي پټي نه کړي او ورسره د هیواد د غریبو خلګو اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د Pharmaco economics څخه سو استفاده و نه کړي بلکي د دې پر ځای د مریض اقتصادي حالت درک کړاي دا به د تغیراتو پیل او د طبابت د اخلاقو څخه د پیروۍ غوره احساس وي، ځکه چي طب په نړیواله سطحه ډیر پرمختګ کړی او اوس په نړۍ کي خلګ له طب څخه د هنر په توګه کار اخلي، په فرانسه کي د درمل جوړولو یوې کمپنۍ داسي درمل جوړ کړي چي د خېټي بد بویه باد ته د عطرو په شان خوشبويي ورکوي.

جانباز جرار 

کندهار – افغانستان

427 total views, 13 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
653

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸