Categories

اعلان

Loading…

د غني بديل دې رامخکې شي/ اصفي

 سمه ده،چې غني به تېروتنې لري،ستونزې به وي،فرصتونه به یې له لاسه ورکړې وي،د خلکو په دسترخوان کې به یې ښه او مثبت بدلون نه وي رامنځته کړی،خو دا هم د بحث وړ موضوع ده،چې د اووه لسو ټیمونو له ډلې کوم یو یې د اوسني ولسمشر بدیل کېدلی شي؟

پر کوم یوه حساب کولی شو؟

کوم یو به یې د هېواد بېړۍ د مقصود ساحل ته ورسوي؟ او داسې ډېرې نورې پوښتنې؛خو له انصافه به لرې وي که ووایو،چې ولسمشر اشرف غني هېڅ مثبت کار ندی کړی.

یوه لویه ستونزه،چې غني موږ ته ناکام راپېژني هغه د غني د مخالفو سیاسي څېرو، ډلو،کړیو او هېوادونو او ناراضو کسانو پروپاګند او بې خرته منفي تبلیغ دی،چې له هرې ممکنه وسیلې څخه کار اخلي او د افغانستان ولسمشر په نښه کوي.

په دې هم سترګې نشو پټولی،چې بې شمېره کسان به د افغانستان د خدمت جوګه او ولس ته د کار لپاره تیار وي،خو که دوی خپله رامخکې نشي،پېژندل او تجربه کول یې وخت ونیسي او د ولس ستونزو ته رسیدګي به له صفره پیلوي.

د غني مخالفان تل دا وايي،چې د ده د واک موده ټوله په ژمنو، خیالي خوبونو او ناممکنه ارمانونو تېره شوه او د پام وړ هېڅ کار یې ونکړ.

خو تاسې وینئ،چې غني تر ډېره او په تدریجي توګه د زورواکو لاسونه له شا ور وتړل،د کورنیو جګړو د بربادیو او ورانیو ټپونو باندې یې پټۍ کېښودې او د بېلابېلو لوریو له فشارونو سره سره یې بیا هم هر ځای کې د هېواد او ولس په خیر ګامونه پورته کړل.

څوک د غني بدیل غواړي؟

د غني د بدیل او ګوښه کېدو ډهل هغو کسانو په غاړه کړی،چې تر پرونه یې خپله له ده سره یارانه وه او یو ځای یې مجلسونه سره کول،خو د واک نشې دومره لېوني کړل،چې دوه پښې یې په یوه موزه کړې او د غني ګوښه کېدل غواړي،خو د داسې کس په لټه کې یې له ستړیا پرته بل څه په نصیب نه شول.

که له ولسه پوښتنه وشي،چې په تاریخي لحاظ او بیا د اوسني ولسمشر په کابینه کې آزمویل شوې کسان به وکولای شي د غني ځای ونیسي او خلکو ته به له ده نه ښه خدمت وکړي؟


که داسې نده، نو بیا ولې باید هغه چا ته فرصت ورنکړو،چې تر یوه حده یې کارونه کړې دي او لا هم لګیا دی ولس ته یې د خدمت ملا تړلې ده؟ ولې باید کړنې یې کمپایني وبولو؟

او ولې یې باید ملاتړ و نه شي؟

دا،خو ټولو ته معلومه ده،چې په اوسنیو شرایطو کې د غني په پرتله هېڅ بل ښه بدیل نه تر سترګو کېږي او که راپیدا هم شي،نو وخت ته اړتیا ده،چې و یې پېژنو او افغانستان ته خپله ژمنتیا ثابته کړي،نه بهرنیو هېوادونو ته.

ولس ته په کار ده،چې له حکومت سره د ولسي چارو په بریا کې همکار شي؛څو پر خپلو پښو ودرېږو او د یوه پیاوړي او له زورواکو پاک نظام ولرو او له سیالانو سره سیال شو.

سیاسیون مو دې هم له ماشومانه ضده لاس واخلي او د نظام د ستنو د سستولو پر ځای دې یې د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او غني ته دې فرصت ورکړي،چې خپل ولسي پلانونه په آرام فکر بشپړ کړي؛دا به هم د دوی په خیر وي او هم به د ولس په خیر،ځکه په اوسني شرایطو کې ولس ته هم ستونزمنه ده،چې له غني څخه پر ښه بدیل فکر وکړي،وخت ورته ولري او پر نوې څېرو باور وکړي؛ولس په دې پوهېږي،چې هر هغه څوک،چې اوس د ولس خدمت ته ټټر وهي؛ سبا به یې وضعیت له دې هم بدتر کړی وي، نو ښه ده،چې غني د افغانستان غني کولو ته پرېږدو؛ نه دا،چې ستونزې ورته جوړې کړو او کندې ورته وکینو.

لیکنه: خوشحال آصفي

843 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
655

1 comment

  1. babrak Reply

    زه چی ګورم دا زمونږ شهزادهګان
    راته شکاری د غوجلی بوده ګان
    د حرامو زرو زوردی چی هو ښیار دي
    ګني واړه د ي عله سره شوده ګان
    نیم د غرب او نیم د شرق بند کې پراتهددي
    یا له سره پنجابیان یا یهودان دي
    د غني له تشو بولو صدقه شه
    د زمرو په پوست کې پټ پټ سورلنډیان دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2