Categories

اعلان

Loading…

د بیا رغونې پروژو چارې ولي نیمایي کې پاتې کیږې؟

ګلزاده سنګر

۱۳۹۸/۴/۹

ډیر کله د حکومت له خوا د  یو اړین کار لپاره  بودیجه وټاکل شې بیا د هغه پروژې چارې یو قراردادي شرکت ته ورکړل شې ، د کار د پیل  پرانیسته یې هم وشې، خو بیا سر ته نه رسیږې.

دلته څو مسایل دي چې د بیا رغونې چارې یې ځنډنۍ کړې.

۱ــ په لومړیو کې پروژه هغه شرکت ته ورکول کیږې چې په خپله درخواست پاڼه کې یې د پروژې د پلي کیدو مصارف کم لیکلي وي هغه هم په دې خاطر چې صرف د نورو له منګولو یاده پروژه وژغوري.

خو چې کله یې بیا په کارونو پیل وکړې چې پوه شې ګټه یې په کې نشته بس په هماغه ځای خپلو کارونو ته د پای ټکی کیږدي.

۲ــ بله خبره دا چې قراردادي شرکتونو ته تعین شوي شرایط یوازې په لیکلي بڼه ورکول کیږې خو بیا یې وروسته نه پوښتنه او نه هم  نظارت  ترسترګو کیږې چې دې کار هم په لوه کچه ستونزې راولاړې کړې.

۳ــ د زیاتره پروژو چې زه خبر شوی یم ګټونکی قراردادي شرکت خپله پروژه په نورو شرکتونو پلوري دا چې یوه  پروژه په څو تقسیمه شې او هر یو ترې خپله ګټه واخلي نو هتمي ده چې د پروژو چارې به همداسې  په ټپه ولاړې وي.

۴ــ اګثره پروژې چې چارې یې په نیمایي کې پاتې کیږې ځیني په هغه سیمو کې پلي کیږې چې تر ډیره د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې دي. وسله والو مخالفینو کې ځیني داسې کسان شته چې د یادو پروژو پیل کې هیڅ مداخله نه کوي خو چې یو څه ناڅه کارونه یې ترسره شې بیا ورسره کلک مخالفت شروع کړې چې علت یې هر څه وي زه یې په نورو مسایلو بحث نه کوم.

نو ددې لپاره باید د بیا رغونې پروژې هغه ساختماني شرکتونو ته ورکړل شې چې د حکومت ټولو اصولو ته ژمن وي او دا خبره ورسره له مخکې وشې چې ګټل شوې پروژه به په خپله په ټاکلې نیټه مخ ته وړې.

ددې ترڅنګ یې باید د چارو په ښه توګه څارنه وشې او د څارنې لپاره داسې یو اعتمادي پلاوی ولیږل شې چې د قراردادي شرکت څخه د پیسو او نورو مسایلو طمعه ونه کړې.

بل دا چې باید حکومتي چارواکي د خپلو کارونو د ښه ترسراوي په خاطر جدي وه اوسې تر څو له یوې خوا وضعه شوې بودیجه په ښه توګه مصرف شې او له بلې خوا د پروژې په پای ته رسولو خلکو ته سهولتونه برابر شې.

که چیرې حکومتي چارواکي د بیا رغونې په پروژو کې همداسې بې مسولیته پاتې شې نو لرې نه ده چې په حکومت به د ولس شوی باور له لاسه ووځي.

397 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
650

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2