Categories
جنرال باجوه ولسمشر غني ته د بریا او مذاکراتي پلاوي ټاکلو مبارکي ویلې

جنرال باجوه ولسمشر غني ته د بریا او مذاکراتي پلاوي ټاکلو مبارکي ویلې

تاند، پنجشنبه، د حمل ۱۴مه: د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه له ولسمشر غني سره تلیفوني اړیکه نیولې او په بیلابیلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي. ارګ وایي، باجوه، ولسمشر اشرف غني ته د ټاکنیزې بریا…

02 Apr 2020 خبرونه م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

اعلان

Loading…

مرتضوي د ولسمشر سلاکار او صدیقي یې ویاند شو

تاند نیوز ډیسک: ولسمشر غني نن یکشنبه د خپل ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په فرهنګي چارو کې لوی سلاکار وټاکه.
په دې اړه له ارګه خپور شوي فرمان کې راغلي، د اساسي قانون ۴۶مې مادې او ۱۳م بند له مخې سید شاه حسین مرتضوی په خارج رتبه بست د ولسمشر ارشد سلاکار شو چې د ارګ ټولو غونډو او د عالي شوراګانو په ناستو کې به ګډون کولی شي.
مرتضوي تر دې وړاندې د ارګ د ویاند مرستیال و، خو په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې ولسمشر غني په ارګ دننه پراخو بدلونونو کې د مرتضوي نوم هم راوستی دی.
تر مرتضوي وړاندې عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر خاص استازی، فیض الله کاکړ د ولسمشر د دفتر رئیس او هارون چخانسوري یې د ریاست دفتر مرستیال ټاکلی و.
دغه راز یې د کورنیو چارو پخوانی ویاند صدیق صدیقي خپل ویاند وټاکه.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
650

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *