Categories

اعلان

Loading…

   په  بلوچستان کې وسله والو د پوليسو پر روزنيز مرکز بريد کړی

تاند (رفیع الله مندوخېل/اسلام اباد) — د بلوچستان  په  نا امنه  بوري  يا لورالايي سيمه  کې د چارشنبې په  ورځ  (د چنګاښ ۵مه) د پوليسو پر روزنیز  مرکز  وسله وال بريد شوی، چې په  نتيجه کې يې د پوليسو د يو لوړرتبه  مشر په  ګډون پنځه سرتېرو ته  مرګ  ژوبله اووښتې ده.

د بلوچستان  د پوليسو مشر  محسن  حسن  بټ  رسنيو ته   ويلي، چې درې وسله والو هڅه کوله د پوليسو مرکز ته  ننوځي، خو پوليسو يې مخه ونيوله. د بټ  په  خبره  پوليسو يو وسله وال  د مرکز په دروازه کې وواژه خو بل بيا په مرکز کې په ځان پوري تړلي د چاودېدونکيو توکيو چاودنه کړې ده.  د چاودنې او ډزو په نتيجه کې يو پوليس سرتېری چې د ډېره غازي خان اوسېدونکی و، وژل شوی او د يوې مېرمنې په  شمول پنځه  نور سرتېري ژوبل شوي دي.

د پاکستان د پوځ  د مطبوعاتي څانګې دفتر ای ايس پي ار په  خپره شوې خبرپاڼه کې د درېو وسله والو له  لوري  د پوليسو پر مرکز بريد تاييد کړی دی.

د سيمې پوليس چارواکي زياتوي، چې درې وسله والو په ځان پوري انتحاري واسکټونه تړلي و او هڅه يې کوله  د پوليسو مرکز ته  ننوځي، خو په وينا يې سرتېرو يې مخه ونيوله.  بريد په داسي حال کې شوی، چې په ياد مرکز کې د پوليسو د استخدام  د پروسې په  لړ کې ازموينې روانې وې.

د بلوچستان اعلی وزير جام کمال د وژل شوي پوليس سرتېري پر وژنه   اندېښنه  څرګنده کړې ده. د بريد مسووليت  وسله  والو طالبانو منلی دی.

د تېري جنوري مياشتې په پای کې هم په  ياده سيمه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز بريد شوی و، چې په نتيجه کې يې نهه پوليس سرتېري وژل شوي او يويشت  نور بيا ژوبل شوي و.

بوری د کوټې په جنوب ختيځ  کې پرته  د بلوچستان  پښتنه  سيمه  ده، چې په دې وروستيو کې په  ياده  سيمه کې  د ناامنۍ پرله  پسې پېښې رامنځته  کېږي.

577 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
650

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2