Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړيکې د چا په ګټه؟

هندوستان او  هندوستانه زیږدلی هېواد پاکستان له  افغانستان  سره تاریخي ټرانیزيتي اړیکې لري ،چې له 1920زیږدیز کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادونو ته صادرول.

خو په 1920زیږدیز کال کې د بريتانيې د همکارۍ نه کولو په دليل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوری د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي او له هغې لارې خپل توکي پرته له ګمرکي محصوله نړۍ ته وليږ دوي . خو د شپېتمې زیږدیزې لسيزې په کلونو کې افغانستان د سوداګرۍ يو ټرانزيټي تړون د پاکستان له هيواد سره لاسليک کړ چې د هغه له مخې افغاني سوداګريز توکي د کراچۍ د بندر له لارې او د پاکستان له خاورې څخه په تيريدو، پرته له ګومرکي تعرفې څخه افغانستان ته واردات وکړي او دهيواد صادراتي توکي نورې نړۍ ته له همدې لارې صادر کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ نوی تړون یا(APTTA) د 2011 کال د جون میاشتې په 12مه نېټه د یادو هېوادو د حکومتونو ترمنځ نافذ شو. دا تړون افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د کراچۍ سمندري بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر له لارې د هند او چین او دا راز د نړۍ د پاتې برخو سترو بازارونو ته افغان محصولات ولېږدوي. دا تړون د 1965زیږدیز کال تړون و  ، چې د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (APTTA)په نامه یادیږي، ځای نیسي.  نن ورځ چې د هيواد سیاسي ، امنيتي او اقتصادی وضعیت په ښه حالت کې نه دی پاکستان په دې وضعه کې مخامخ لاس لري تل د هيواد په کورنيو چارو کې مداخله کوي په هيواد کې امنيتي ستونزې راپيدا کوي. د امنيتي ستونزو تر څنګه يې اقتصادي جګړه هم پیل کړې ده د هیواد اقتصادي بنسټونه رغیدو ته نه پريږدي، افغانستان يې د خپلو غیرې معیاري توکو بازار ګرځولی دی. د پاکستان له لارې افغان توکي د سیمو هیوادونو ته تر ټول نژدې لار ده  خو پاکستان تل دا لار د هېواد په مقابل کې د یو فشار په توګه کارولې تل یې نړیوال او اپټا تړون تر پښو لاندې کړی دی  چې له همدې کبله اوس مهال افغانستان له پاکستان سره سوداګري کمه کړې ده .

دا چې افغانستان هم پخواني افغانستان نه دی په هېواد کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې یو څه پرمختګ ترسره شوی دی افغانستان په شمالي بندرونو پانګونه کړې او یو شمیر نورې لارې هم پرانیستي چې هېواد په یو ډول د پاکستان له انحصار څخه خلاص دی او پاکستان هم په دی موضوع سر خلاص دی نو ځکه د پاکستان حکومت غواړي بیرته له افغانستان او منځنی اسیا سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي چې د اړیکې د افغانستان له لارې پراخيږي . که څه هم د افغانستان او پاکستان تر منځ یو شمیر مسلې نه دي حل شوي چې دوه اساسي مسلې(ډیورنډ لاین او اوبه) د سیمې د بې ثباتی اساسي عوامل دي او د اوبو ستونزه لاپسې ډیریږي  ځکه پاکستان تر 2025 زیږدیز کال پورې د هغو هېوادونو په قطار کې راځي چې د اوبو له کمښت سره به مخ وي او هندوستان هم د پاکستان په مقابل کې د خپلو اوبو په اړه ورځ تر بلې جدي کيږي . پاکستان د اوبو د نړیوالو اصولو خلاف د کابل په سیند بندونه جوړ کړي او هڅه کوي چې نور هم جوړ کړي ترڅنګ یې په افغانستان کې هم د اوبو د بندونو د جوړیدو مخنیوی کوي چې ښه مثال یې په کونړ او پکتیا کې د اوبو بندونو د جوړیدو مخنیوی دی .

د دوو مسلو ترڅنګ په اقتصادي لحاظ افغانستان او پاکستان د نژدې کیدو امکان لري ځکه پاکستان اوسمهال له ګڼو اقتصادي ستونزو  سره مخ دی د ساري په توګه د اقتصادي ودې کمښت، د نفوسو ډيرښت، کورني جنجالونه، د اسعارو په وړاندې د پاکستانۍ کالدارې بې ساری کمښت،د پاکستان د اسعاري زیرمو کمښت، پاکستان نړیواله سوداګرۍ کې کمښت،د پاکستان په داخل کې د قیمتونو بې ثباتي په همدې ډول پاکستان غواړی مرکزي اسیا هېوادونو ته ځان ورسوي ځکه له پاکستانه څخه هندوستان په چټکی سره غواړي مرکزي اسیا هېوادونو ته ځان ورسوي ترڅنګه یې غواړي نړيوالۍ سوداګرۍ  له لارې اسعار ترلاسه کړي د پاکستان لپاره منځنی اسیا چې 73 میلونه نفوس لري ډير مهم دی ځکه مرکزي اسیا د انرژۍ غني سرچینې لري او پاکستان بیا انرژۍ له کمښت سره مخ دی چې تر ټولو اسانه او نژدې لار  یې افغانستان دی او پاکستان د خپل ټولې بهرنۍ سوداګرۍ 8 سلنه له مرکزي اسیا سره ترسره کوي ،په همدې ډول نړیواله کچه بې باوري یا له تروریزم سره همکاري دا ټول هغه څه دي چې پاکستان مجبور دی چې خپلې اقتصادي پالیسۍ تغیر کړي ان تر دې چې د پوځ بودجه هم کمه کړي .

په همدې ډول د افغانستان لپاره هم اړینه ده چې په اقتصادي لحاظ پاکستان سره نژدې شي ځکه د هېواد د سوداګرۍ لپاره یا ټرانسپورټ تر ټولو نژدې او اسانه لارې پاکستان دی چې زموږ په څیر  یو بېوزله هېواد لپاره همدا مناسبه ده .تر څنګ یې له ایران سره د امریکا د اړیکو خرابیدل یو نه یو ډول افغانستان اغیزمنوي او تر ټولو اړینه او مهه خبره د افغانستان رول د مرکزي او سویلي اسیا په یو ځای کیدو کې د پاکستان جغرافیا ده چې بې له دې امکان نه لري او یا ډیره ستونزمنه ده ښه بیلګه یې د هوا له لارې هندوستان ته سفر دی چې یو ساعت څلویښت دقیقو سفر اوسمهال تر پينځو ساعتو ته اوږد شوی دی چې تراوسه افغانستان 15 میلونه ډالره زیان هم کړی دی  او یوه خبره باید په یاد ولرو چې د سویلي اسیا نور هېوادونه لکه بنګلادیش،نیپال، سريلانکا،مالدیف،بوتان ټول له هندوستان سره په جغرافیایی لحاظ نژدي او ټولې چارې افغانستان، دی هېوادونو باید د هندوستان له لارې تنظیم کړي او د هندوستان لپاره تر ټول نژدې لار بیا پاکستان دی . د دې ترڅنګ هغه لارې چې افغانستا ترې سوداګري کوي یو څه اوږدې او افغان سوداګر د ویزې او نورې اداري ستونزې هم لري . تر څنګه یې د ایران  سره د امریکا ستونزې په همدې ډول په وروستیو کې د چین کې داویغور مسلمانو سره د چین حکومت چلن چې د ترهګرۍ سڅپې تر چین پورې په رسیدو دي په همدې ډول د تل په څیر  روس او امریکا تر منځ کړکیچ چې په پایله کې امکان لري چې منځنی اسیا لارو  کې د افغانستان لپاره ستونزې پیدا شي او په همدې ډول د چین او روسې د ولسمشرانو کیناستل او نژدې والی د امریکا په وړاندې یو څه ستونزې را پیدا کولای شي، په هېواد کې د هوايي دهلیزونو پرانیستل هم زموږ په څير د یو غریب هېواد سوداګرو ته ګټور نه دي ځکه دا ډول دهلیزونه د قیمتي توکو د لیږد لپاره کارول کيږي او موږ یوازې کرنیز توکي په کې لیږدوو . په همدې ډول که د چین یو سړک یو کمربند پروژه په سویلي اسیا کې ترسره شي نو د سویلي اسیا او مرکزي د دوو هلیزونو چې په همدې پروژې پورې اړه لري افغانستان یې د نښلولو تر ټول نژدې لار ده  .نو له پورتنیو څرګندونو څخه معلوميږي چې د پاکستان لپاره افغانستان او د افغانستان لپاره پاکستان اړین دی څو دواړه هېوادونه په نړیواله سوداګرۍ کې پراختیا  رامینځته کړي او ګټه ترلاسه کړي نو که افغانستان له پاکستان سره په سوداګرۍ په برخه کې یو بل سره همکاري کوي نو د دواړو هېوادونو په ګټه ده خو د اوبو په مسله کې افغانستان باید په دې اړه هیڅ بحث ونه کړي ځکه په دی برخه کې افغانستان زیان کوي.

363 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
650

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2