Categories

اعلان

Loading…

موخې ته د رسېدو باور باید موجود وي

 براین ټریسي په خپل یوه  کتاب کې بېلګه راوړې ده، هغه وایي: «کله مې چې له یوه زده کوونکي وپوښتل چې د خپل ځان لپاره یو هدف وټاکي، زده کوونکي وویل، زه غواړم په ټوله نړۍ کې د یوه کال په اوږدو کې سوله راولم».

ټریسي په ډېر احترام ترې وپوښتل: «ایا ته د ملګرو ملتونو سرمنشي یې؟»

ـ نه

ـ د امریکا ولسمشر یې؟

ـ نه

ـ د یوې لویې مذهبې او معنوي ډلې مشر یې؟

ـ نه

ـ ښه نو چې داسې ده بیا خپل کار کوه، ستا یې په نړیواله سوله څه! ته هڅه وکړه چې خپله کورنۍ دې په سوله کې ژوند وکړي.

هدف مو باید د باور وړ وي او تر ډېره امکان ولري. که د ځان لپاره مو داسې یوه موخه وټاکله، چې پوهېږی پر وس مو پوره نه ده، په اصل کې مو د خپلې ماتې لپاره نقشه جوړه کړې ده؛ ځکه یو وار مو داسې موخه د ځان لپاره ټاکلې چې پوهېږی، ورته رسېدای نه شی او بیا یې چې کله د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوی، تل به غمګین او پرېشانه یاست.

حمیدالله حمیدي

585 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
651

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸