Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان مسله| ژباړه: عبدالباري جهاني

د ۱۸۷۸ کال د نومبر د میاشتي په وروستیو شپو ورځو کي، چي امیرشېرعلي خان د کابل پر تخت ناست وو، انګرېزانو، د دوهم ځل لپاره، پر افغانستان باندي یرغل وکړ. تامس جورج بیرنګ یا د ارل آف نارتبروک، چي له ۱۸۷۲ څخه تر ۱۸۷۶ پوري په هند کي د برټانیې د حکومت وایسرا وو، پر افغانستان باندي د انګرېزانو د دغه یرغل مخالف وو. هغه په لندن کي د ښاروالی په صالون کي، په یوه ماښامنۍ مېلمستیا کي، چي نن سبا د انګلیس او افغان دوهم جنګ پیل کېدی، د دغه جنګ په باب یوه وینا وکړه. که څه هم چي له هغې زمانې څخه څه کم یو نیم قرن تېر سوی دی، مګر څرنګه چي ما یې د هیڅ افغان لیکوال له خوا ترجمه نه ده لوستې نو لوستل یې، د افغانستان د تاریخ د شاګردانو او څېړونکو لپاره بې ګټي نه بولم.

××××××××××××××

د وینا متن: … هغه بله ورځ زما څخه غوښتنه وسوه چي د هغه سیاسي مجلس ریاست وکړم چي د هند د روانو چارو په باب را بلل سوی دی، مګر ما ونه منله. ښاغلی ښاروال! نو زه به اطمینان درکړم چي نن ماښام به هم په دې غیرګوندي غوڼده کي د افغانستان له مسلې څخه د راولاړو سویو ستونزو په باب داسي څه ونه وایم چي ستاسي د نن ماښام فضا خړه کړي.

بهترین کار به داوي چي زه یو ځل له هغه هیواد سره، چي له بده مرغه موږ د جنګ پولي ته ورسره رسېدلي یو، د برټانیې د سیاسي اړېکو یوه لنډه تاریخچه درته وړاندي کړم.

دا به په یادولو نه ارزي چي زه ووایم چي نیژدې څلوېښت کاله مخکي، په افغانستان کي د روسانو د مداخلې او دسیسو څخه یوې نامعقولي ویري، موږ له افغانستان سره په یوه غیر عادلانه جنګ کي را ګیر کړو. او له سختو تباهیو څخه وروسته، زموږ زړه ورو پوځیانو او د جنرالانو کلک عزم د برټانیې پوځیان بیرته بریالي وښودل. په ۱۸۴۲ کال کي، موږ تر دې کار وروسته، بیرته هند ته پرشا سولو. په هغه وخت کي د کابل واکمن امیردوست محمد وو. لږ وخت وروسته موږ له هغه زړه وردښمن سره، چي جنګ مو ورسره کړی وو، بیرته دوستان سولو. دا دوستي اصلا د سرجان لارنس د هغي موافقې په وسیله، چي له دوست محمد او د هغه له ځای ناستو سره یې لاسلیک کړه، ترلاسه سوه. موږ له هغه سره موافقه وکړه چي د ده د خاوري د تمامیت درناوی به کوو او هیڅ وخت به بیا د هغه په داخلي چارو کي مداخله نه کوو. دا تړون، چي اوس هم موجود دی، په ۱۸۵۵ کال کي لاسلیک سو. موږ وروسته، د اېران سره د جنګ په وخت کي، دوست محمد  ته کلنۍ سبسيډي هم ورکړه او د هغې پالیسی نتیجه دا سوه چي دوست محمد، د هند د ښورښ په وخت کي، پر خپل قول ټینګ ودرېدی او زموږ د پولو کراری ته یې خطر پېښ نه کړ. دوست محمد په ۱۸۶۳ کال کي وفات سو؛ او پنځه کاله د هغه د زامنو ترمنځ د تخت د نیولو پرسر داخلي جنګونه پیل سول. په دې ټولو کلونو کي، سرجان لارنس، چي له دوست محمدسره یې تړون لاسلیک کړی وو،په هند کي ګورنرجنرال وو. هغه له ډېري هوښیاری څخه کار واخیست او د افغانستان په داخلي جنګونو کي یې هیڅ مداخله ونه کړه. او تل به یې ویل چي هر څوک چي د افغانستان قدرت په لاس کي ولري برټانیه به یې په رسمیت پېژني. ښاغلی ښاروال! موږ په دې وروستیو شپو ورځو کي  د « هوښیاري بېحرکتی یا ماسټرلي این اکټیوټي» په باب ډیري زیاتي خبري اورو. ښايي ستاسي لپاره دا په زړه پوري وي چي دا اصطلاح له کومه راغله؟ دا اصطلاح د هند یوه ځوان ملکي مامور په یوه مقاله کي، چي په ۱۸۶۹ کي یې په یوه مجله کي خپره کړه، رواج کړه. هغه مامور جان وایلي نومېدی او زه باید په خواشینی سره ووایم چي د هغه مضمون له لیکلو او خپرولو څخه لږ وروسته وفات سو. ده د سر جان لارنسد پالیسی د تشریح کولو په ترڅ کي وویل چي د داخلي جنګ په وخت کي، سرجان لارنس د هوښیاری بېحرکتی پالیسي غوره کړې وه. د ۱۸۶۸ راهیسي هغي پالیسی ته دغه نوم نه سو ورکولای. حتی پخپله ښاغلي وایلي چي د هوښیاري بې حرکتی اصطلاح یې منځته راوړي وه، وروسته غوره سوي پالیسي ته د مضري یا شیطاني بې حرکتی نوم ورکړ. ده په خپل دوهم مضمون کي د لارډ لارنس او لارډ مایو له خوا غوره کړیو پالیسیو د تشریح کولو په ترڅ کي خپل دلایل هم وړاندي کړي دي.

چي بیرته تاریخ ته را وګرځو نن شېرعلي، د افغانستان اوسني امیر په ۱۸۶۸ کي له خپلو وروڼو څخه میدان وګاټه او لارډ لارنس ته دا څرګنده سوه چي نور نو باید د برټانیې حکومت له هغه سره نیژدې اړیکي وساتي او له هغه سره مرسته وکړي چي پر تخت باندي خپل ځان ټینګ کړي. دا پیښي هغه وخت منځته راغلې چي په برټانیه کي د صدراعظم ډیزراییلي تر مشری لاندي محافظه کار حکومت د چارو واګي په لاس کي لرلې؛ او سرسټافرډ نارتکوټ د هند لپاره د خارجه چارو وزیر وو. البته لارډ مایو د لارډ لارنس پالیسي تعقیبوله. لارډ مایو، د ۱۸۶۹ کال په پسرلي کي ،د پنجاب په امباله کي، له شېرعلي سره وکتل؛ او داسي مراسم او تشریفات یې پر ځای کړل چي د یوه پاچا د هرکلي په وخت کي ترسره کیږي. کله چي لارډ مایو د شېرعلي ټولي غوښتني واورېدلې نو د هغه څه په باب یې چي ورکولای یې سوای او د هغه څه په باره کي چي ورکولو یې د ده د هیواد ګټو ته زیان رساوه فیصله وکړه.

څرنګه چي د لارډ مایو له پالیسی سره، په وروسته کي، مطبوعاتو ډېر زیات مخالفت کړی دی نو زه یې لازمه بولم چي د ده په خپلو الفاظو یې وړاندي کړم. هغه د ۱۸۶۹ کال د جولای پر لومړۍ نېټه ولیکل« په داسي حال کي چي موږ امیر ته وویل چي په هیڅ صورت کي باید د برټانیې عسکر، د دې لپاره، د افغانستان خاوري ته داخل نه سي چي له امیر سره، د ده په ښارونو کي، د یاغيانو په ځپلو کي مرسته وکړي. د هیڅ ټاکلي مودې لپاره به هغه ته مالي سبسیډي نه ورکوله کیږي. د هیڅ ډول نورو مرستو وعده نه ورسره کیږي. موږ له امیر سره هیڅ داسي تړون نه سو لاسلیک کولای چي موږ د ده او د ده د اولاد په رسمیت پېژندلو مکلفوي. موږ تیار یو چي اوس حاضر امیر د افغانستان د پاچا په حیث په رسمیت وپېژنو. له هغه سره دوستانه اړېکي وساتو، د هغه شخصیت ته درناوی وکړو او د خپل وسسره سم هر ډول اخلاقي مرسته ورسره وکړو او پر دې برسېره موږ غواړو چي له امیر سره مالي مرستي وکړو، وسلې او مهمات ورکړو، محلي صنعت کاران او ماهران ور واستوو او چي نوري هر ډول مر ستي لازمي وبولو هغه به ورسره وکړو.»

په دې اعلامیه کي درې شیان په توجه ارزي. لومړی دا چي لارډ مایو امیر ته وویل چي هیڅ اروپايي صاحب منصب به، د ده د خوښي په خلاف، د هغه هیواد ته نه ننوزي.داسي ښکاري چي دا د افغانستان امیر ته یو لوی امتیاز ورکړه سوی دی؛ مګر د امیر پلار دوست محمد پر دې خبره ټینګ ولاړ وو چي د ده هیواد ته به هیڅ برټانوی عسکر نه داخلیږي. هغه په ۱۸۶۷ کال کي لارډ لارنس ته وویل که غواړې چي زموږ دوستي دوام وکړي نو برټانوی عسکر مه راباندي تحمیلوه. په دې کي شک نسته چي شېرعلي ته د لارډ مایو د دغي ژمني اصلي علت هغه د دوست محمد خبره وه. له بلي خوا دا خبره څرګنده ده چي که د افغانستان امیر زموږ سره ښې اړېکي ولري نو بیا هغه هیواد ته د برټانوي عسکرو لېږل اصلا بې ګټي کار دی. امیر تر دې نیژدې ورځو پوري د برټانیې یو محلي استازی په دربار کي ساتلی وو. بله خبره دا ده چي له شېرعلي سره هیڅ ډول تړون لاسلیک نه سو. داسي تړونونه چي امیر يې خوشاله کاوه او هغه غوښتل لومړی د خارجي یرغل په مقابل کي د هغه بې قید او شرطه ملاتړ وو. لارډ مایو د دغه راز تضمین ورکولو څخه ډده وکړه. د دې تضمین اغېزه به داوای چي شېرعلي به زموږ پر مرستو تکیه کولای او پر ګاونډیانو به یې بریدونه کولای او په هغه صورت کي به یې موږ د خپلو ګاونډیانو سره په جنګ اخته کولای. لارډ مایو امیر ته دا تضمین ورنه کړ چي که هغه د مرګ په وخت کي هر څوک د امیر په حیث وټاکی برټانیه به یې ملاتړ کوي. دوست محمد په ۱۸۵۷ کال کي لارډ لارنس ته مشوره ورکړې وه چي افغانان پرېږدي چي خپل اختلافات پخپله حل کړي او خپل تر منځ په خپله طریقه جنګونه وکړي. که موږ شېرعلي ته تضمین ورکړی وای چي د هغه د ځای ناستي ملاتړ به کوو نو بیا موږ مجبور وو چي د افغانستان په داخلي جنګونو کي برخه واخلو. دا هغه پرنسیپونه وه چي د هغو په اساس لارډ مایو په ۱۸۶۹ کال کي د شېرعلي سره خپله پالیسي وټاکله.

د پالیسی دغه پرنسیپونه چي د لیبرال حکومت په وخت کي  رامنځته سوه اساس یې د محافظه کارانو د حکومت په وخت کي ایښودلو سوی وو او د هند لپاره خارجه وزیر سرسټافرډ نارتکوټ یې ښه هرکلی وکړ. لکه مخکي چي مي وویل، دا د ګوندونو موضوع نه ده؛ ځکه هغه پالیسي چي پیل سوې او عملي سوې ده نو له یوه حکومت څخه بل ته او له یوه وایسرا څخه بل ته پاته سوې ده.

زه په ۱۸۷۲ کال کي د لارډ مایو څخه وروسته د هند ګورنرجنرال سوم. مګر زه د خپل ماموریت د وخت د اجرآتو په باره کي نه ږغېږم. زه د ښاغلي ګلیډستون او د لارډ بیکنزفیلډ د حکومتونو په وخت کي د خدمت افتخار لرم. په هغه وخت کي چي ما څه پیغامونه لیکلي دي هغه پارلمان ته نه دي وړاندي سوي نو دا به بېځایه وي چي زه په دې باب د خپلو رسالو او مقالو په باب وږغېږم. زه دونه ویلای سم چي ما تر وسه وسه د لارډ مایو او لارډ لارنس پالیسی تعقیب کړي دي. دا په دې خاطر نه چي ما په پټو سترګو د خپلو اسلافو پالیسي تعقیبوله بلکه هغه پالیسی معقولي او سمي راته ښکارېدلې. د یوې مسلې په باب باید په زغرده وږغېږم چي هغه افغانستان ته د برټانوي پوځیانو د لېږلو موضوع ده. ما په ۱۸۷۳ کال کي د امیرشېرعلي صدراعظم ولیدی ( مطلب یې سیدنورمحمدشاه دی ج) او داسي احساس مي کاوه چي دا به ډېره ګټوره وي چي یو وخت د برټانیې پوځیان افغانستان ته واستول سي خصوصا په داسي وخت کي چي له سرحر څخه داسي اطلاعات راتلل چي موږ ویل دا به د افغانستان په ګټه وي چي هغه هیواد ته برټانوي پوځیان واستول سي. ما د حکومت د خارجه چارو له سکرټرڅخه وغوښتل چي په دې موضوع کي له صدراعظم سره خبري وکړي  او دا معلومه کړي چي که له شېرعلي څخه وغوښتل سي چي په خپله خاوره کي برټانوي پوځیانو ته اجازه ورکړي هغه به یې ومني کنه. د شېرعلي صدراعظم، چي اوس وفات سوی دی، او زه دا نامناسبه نه بولم چي د هغه د عقایدو په باره کي وږغېږم، ماته د امیر شېرعلي د نظر په باره کي وویل. د یوه دوست په حیث درته وایم چي دا به د برټانیې د حکومت په ګټه نه وي چي د افغانستان په بېلو بېلو سیمو کي د خپلو عسکرو د اچولو پېشنهاد له امیر سره طرح کړي. دغه راز یوه غوښتنه که هر څومره په دوستانه فضاکي او دوستانه طریقه وسي امیر به یې ښه ونه وبولي او بې اعتمادي به پیدا کړي. د ده دلیل دا وو چي افغانان ناپوه خلک دي او فکر کوي چي هیواد ته یې د برټانوي استازو لېږل کېدل د اشغال پیلامه ده. ښاغلی ښاروال! زه اعتراف کوم چي د هغه دغه بدګوماني بې اساسه نه وه. د شېرعلي صدراعظم دغه راز وویل چي په کابل کي یوه غښتلې ډله ده چي له برټانیې سره د امیر د نیژدې اړېکو سره مخالفت کوي. له دې څخه لږ وروسته موږ د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چي که سرډاګلاس فورسیت ته اجازه ورکړي چي له کاشغر څخه د افغانستان له لاري هند ته ستون سي. امیر له یو څه ځنډ څخه وروسته وویل چي هغه ته دا اجازه نه سي ورکولای ځکه چي ډېر لږ مخکي یو برټانوی صاحب منصب جګړن مک ډانلډ په سرحد کي ویشتل سوی او وژل سوی وو او دی په افغانستان کي د برټانوي افسرانو د ساتني ذمه نه سي وهلای. ما ځانته دا حق نه ورکاوه چي په دې مسله کي زیات ټینګار وکړم اود لارډ مایو دا خبره مي په غوږ کي وه چي د امیر له خوښي پرته باید افغانستان ته د برټانوي پوځیانو پر استولو باندي ټینګار ونه سي او پردې خبري غور وسي چي د برټانیې د حکومت د غوښتني په نه منلو سره د برټانیې حکومت ته سپکاوی سوی دی؟

له ۱۸۷۶ کال څخه چي زه انګلینډ ته راغلی یم نو د هند په پيښو چنداني خبر نه یم. تېر کال ما په همدغه صالون کي وویل چي زه د افغانستان په باب پالیسی څخه اندېښنه لرم مګر کله چي په ۱۸۷۷ کال کي لارډ سالیزبوري او سرسټافورنارتکوټ پارلمان ته اطمینان ورکړ نو زما اندېښنه هم لیري سوه. مګر زه باید ووایم چي زما اندېښنه اوس ځکه موجوده ده چي د ۱۸۷۶ کال راهیسي په پالیسي کي ډېر تغییرا راغلی دی.زه پوهېوم چي د ۱۸۷۷ کال په سر کي د کابل له امیر سره مذاکرات وسول او د هغه په دربار کي د برټانیې محلي استازی وروسته له درباره څخه را وغوښتل سو. نوري هم داسي خبري سته چي د اطلاعاتو سره سر نه خوري او د هغو اطمینانونو سره چي په ۱۸۷۷ کال کي پارلمان ته ورکړه سوي وه نه لګیږي. دا داسي موضوع ده چي دلته بحث نه سي باندي کېدلای او تر څو چي پارلمان ته بشپړ معلومات نه وي ورکړه سوی سړی څه نه سي باندي ویلای.

خبري په دغه طریقه رواني وې تر څو چي له افغانستان سره اوسنی ستونزي را پیدا سوې. زه ضرورت نه لرم چي پر هغو موضوعاتو باندي وږغېږم چي اوسنی خطرناک حالت یې منځته راوستلی دی. موږ د آکسټ پر دیارلسمه واورېدله چي د جولای پر دوه ویشتمه د روسیې یو هیات کابل ته تللی دی او حکومت فیصله کړې ده چي امیر ته یو برټانوی هیات واستوي. وایسرا امیر ته لیکونه لېږلي دي چي د سپټمبر پر لسمه کابل ته رسېدلي دي او په هغو کي یې لیکلي دي چي د برټانیې هیات ته اجازه ورکړي چي کابل ته ورسي. پرته له دې چي د هیات د استولو په برخه کي د امیر جواب ته انتظار وباسي هیات یې روان کړی وو. په خیبر کي، د امیر افسرانو، د سپټمبر پر یوویشتمه، د برټانیې هیات ته د مخکي تللو اجازه ورنه کړه. په لومړي سر کي وویل سوه چي هغه صاحب، چي د هیات څخه مخکي د خیبر درې ته ورغلی وو، د امیر د افسرانو له خوا سخت سپک سوی دی. مګر زه خوشاله یم چي دا اطلاع غلطه وختله او معلومه سوه چي په خیبر کي د امیر افسرانو له برټانوي هیات سره ډېر مدني او انساني سلوک کړی وو. هغه د برټانیې هیات ته صرف دونه ویلي وه چي هیات ته د مخکي تللو د اجازې په برخه کي امر نه دی ورته سوی او ورته ویلي یې دي چي تر هغو پوري چي په دې برخه کي امر ورته رسیږي معطل دي سي. هیات شاته وګرځېدي او د برټانیې قواوي د افغانستان سرحداتو ته واستول سوې. محلي استازي، چي د وایسرا لیکونه یې امیر ته وړي وه، د اکټوبر پر شپږ ویشتمه، د امیر له جواب سره، سیملې ته ورسېدی. حکومت فیصله وکړه چي نور نو نه کیږي او باید چي امیر ته یو اولټیماتوم ورکړه سي. اولټیماټوم یې د خپل یوه صاحب په لاس، د نومبر پر دوهمه ورکړ او موږ ته اطلاع رسېدلې ده چي که امیر دغه اولټیماټوم رد کړ نو د دې میاشتي پر شلمه به جنګ پیل کیږي.

ډېرو کسانو زما څخه پوښتنه کړې ده چي زه د دې موضوع په باب څه فکر کوم. له افغانستان سره جنګ وسي که ونه سي؟ او آیا زما په نظر له افغانستان سره جنګ کول کوم منطقي او قانوني دلیل لري کنه. زه فقط دونه ویلای سم چي زما لپاره اوس دا غیر ممکنه ده چي دغو سوالونو ته جواب ورکړم. ځکه زه نه پوهېږم چي هیات ته څه ډول هدایتونه ورکړه سوي وه. زه نه پوهېږم چي شېرعلي وایسرا ته څه جواب ورکړی دی. او زه د اولټیماټوم په شرایطو نه یم خبر. په داسي حالاتو کي زه نظر نه سم ورکولای چي د جنګ علت عادلانه دی کنه  او ایا موږ جنګ پیل کړو او کنه.

مګر سره له هغه چي زه د اطلاعاتو د نه لرلو له امله څه نه سم ویلای مګر په دې باره کي یو څو خبري کولای سم چي دا څه پېښه سوه. زه په دې ښه خبر یم چي تر۱۸۷۴ کال پوري د افغانستان په باب د روسیې او برټانیې تر منځ څه پېښ سوي دي. په دې باره کي هیڅ خبره پټه نه ده او پارلمان ته ټول کاعذونه رسېدلي دي. د روسیې حکومت د افغانستان د سرحداتو په برخه کي زموږ سره موافقه کړې ده. دوی زموږ سره موافقه وکړه چي دوی به د افغانستان په سرحد کي خپل ټول وس تمام کړي څو د افغانستان پر سر حد باندي پراته هیوادونه پر افغانستان باندي له حملې کولو څخه را وګرځوي. او موږ موافقه وکړه چي افغانستان به پرې نه ږدو چي د روسيې په خوا سرحداتو کي پرتو هیوادونو باندي حمله وکړي. د روسیې حکومت یو بل کار هم کړی دی. څو ځله یې موږ ته ویلي دي چي افغانستان د دوی د نفوذ له ساحې څخه بهر دی او د مرکزي اسیا په څېر پرمختګ نه يکښي کوي. زه په بشپړ باور درته ویلای سم چي تر هغه وخته پوري چي زه په هند کي وم دوی له دغو موافقو څخه سرغړونه نه ده کړې. په هغه وخت کي د دوست محمد د کورنۍ یوه ناراض غړي ( مطلب یې عبدالرحمن خان دی ج ) د روسیې تر حمایې لاندي ژوند کاوه. دغه سړي ته هیڅ اجازه ورنه کړه سوه چي افغانستان ته ستونزي پیدا کړي. نور وختونه، د روسیې حکومت ښودلې ده چي دوی  د افغانستان په مسله کي د سرغړونو آرزو نه لري.

په لومړي سر کي داسي ښکاري چي روسانو کابل ته د هیات په لېږلو سره خپلي وعدې ماتي کړي دي؛ مګر موږ باید په دې موضوع کي انصاف وکړو او دا باید را په زړه کړو چي د هغه کال په پسرلي کي موږ له روسانو سره د جنګ پولي ته رسېدلي وو. داسي فکر کېدی چي روسان به د اروپايی قدرتونو غونډي ته د سان سټیفانو د تړون مواد ونه سپاري. موږ تول پوهېږو چي برتانیې د روسانو د دې سلوک په مقابل کي ډېر کلک دریځ  ونیوی. موږ مالټا ته هندي پوځیان واستول او په هغه وخت کي په حقیقت کي د جنګ او سولي سوال په یوه وېښته معطل وو. زه ویلای سم چي که چیري موږ مالټا ته د پوځیانو د لېږلو حق ځانته ورکاوه نو روسانو هم حق درلودی چي په اسیا کي د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په اقداماتو لاس پوري کړي. زه د وضع په باره کي دغه نظر ورکوم او زه فکر کوم چي دا یو طبیعي او پر ځای نظر دی. روسانو له دغه امله  په روان کال کي په ترکستان کي پوځي حرکات پیل کړل او افغانستان ته یې هیات واستاوه.

ما په ورځپاڼو کي لوستي دي چي روسانو، افغانستان ته، دغه هیات د جولای پر دیارلسمه د برلین د تړون د لاسلیک کېدلو په ورځ واستاوه او دا زموږ سره د روسانو د حکومت د دښمنی ثبوت دی. دا وینا ډېره ژر ردېدلای سي. د روسانو هیات کابل ته د جولای پر دوه ویشتمه ورسېدی. له سمرقند څخه، چي دغه هیات روان سوی وو، تر کابل پوري شپږ سوه میله فاصله ده. د روسانو هیات نه سوای کولای چي دا فاصله تر یوې میاشتي په کمه موده کي ووهي. ځکه نو دا ممکنه نه ده چي د روسانو یو هیات دي د جولای پر دیارلسمه له سمرقند څخه روان سوی او کابل ته دي د جولای پر دوه ویشتمه رسېدلی وي.

زه ګومان کوم چي د برټانیې حکومت باید، د سولي د ساتلو پهمنظور، په دغه مسله کي له روسانو سره ډیپلوماټیک اړیکي ټینګ کړي وای او د روسیې د حکومت د نیت په باب یې پوښتنه کړې وای. دا یې معلومه کړې وای چي روسان پر خپله هغه پخوانی وعده ولاړ دي کنه چي ویل یې د افغانستان په چارو کي به هیڅ ډول مداخله نه کوي که څنګه او په دې اړه یې راتلونکې پالیسي څه ده. زموږ حکومت دغه حق درلود او زما ګومان دا دی چي حکومت دغه کار کړی هم دی. موږ اوس نه پوهېږو چي په دې اړه څه سوي دي؛ د پارلمان د غونډي له ختمېدلو څخه مخکي د مکتوبونو وعده وسوه او زه فکر کوم چي دا مکتوبونه به هم ډېر ژر څرګند سي.

د روسانو د سلوک او د افغانستان د امیر په باب زه ویلای سم چي که چي زه د هند ګورنرجنرال وای او شېرعلي، پرته له دې چي برتانیې ته اطلاع ورکړي، د روسانو یو هیات په کابل کي منلی واینو ما به ورته ویلي وای چي دا یې غیر دوستانه عمل کړی دی. مګر موږ باید کابل ته د دغه هیات د رسېدلو څخه مخکي شرایط یو ځل په نظر کي ونیسو. د امیر لپاره دا ممکنه نه وه چي د برټانیې حکومت ته خبر ورکړي ځکه چي برټانیې خپل محلي مامور د امیر له دربار څخه وربللی وو. موږ پوهېږو چي امیر کوښښ وکړ چي روسی هیات کابل ته له ورتللو څخه منع کړي. دا خبره له هند څخه په مکاتبو کي څرګنده سوې ده او زه په هغو لیکونو باور لرم. موږ هیڅ داسي شواهد نه لرو چي امیر دي له روسانو سره د برټانیې پر ضد کوم تړون کړی وي. زه په افغانستان کي د روسانو له دسیسې څخه هیڅ وېره نه لرم. تر هغه ځایه چي زه پوهېږم او یا مي هر وخت اورېدلي دي هغه دا حقیقت دی چي د افغانستان امیر او خلک یې غواړي چي خپل استقلال وساتي او هیڅ یو په خپلو داخلي چارو کي نه د اینګلینډ او نه د روسیې مداخله غواړي. کله چي زه له هند څخه روانېدلم نو ماته دا یوه خبره د لمر په څېر روښانه وه چي امیر په خپلو داخلي چارو کي تر برټانیې د روسانو مداخله بده مني. زه فکر کوم چي په افغانستان کي د روسانو حضور به په هغه هیواد کي د خلکو د استقلال روحیه غښتلې کړي او هر څونه چي دوی په افغانستان کي زیات پاته سي په هغه اندازه به یې هلته نفوذ کم سي.

مګر کله چي د امیر شېرعلي د سلوک په باره کي خبري کوو نو زه باید په ډېره خواشیني سره ووایم چي په مطبوعاتو کي هغه ته سم او ښه انعکاس نه دی ورکړه سوی؛ زه فکر کوم چي موږ باید په دې مسله کي د هغه حق او دریځ په نظر کي ونیسو. او زه له دې امله ډېر خواشینی یم چي د سرفیتزجېمز سټیفن په څېر یو مشهورقانون پوه او آزادا خیاله مدافع وکیل په دې باب داسي یو نظر وړاندي کړی دی چي زه په هیڅ توګه موافقه نه سم ورسره کولای. فیتزجېمزسټیفن استدلال کوي چي« د بین المللي قوانینو په اصولو کي له شېرعلي سره زموږ د سلوک په باب هیڅ شی نه دي راغلي. داسي قانون نسته چي د هغه په اساس دي زموږ او د شېرعلي تر منځ قضیه فیصله سي. موږ ډېر زیات قوت لرو او ډېر متمدن یو او هغه نسبتا کمزوری او نیم وحشي دی. هغه ته باید دا اجازه ورنه کړه سي چي داسي پالیسي تعقیب کړي چي موږ ته خطر پېښ کړي. موږ باید د قضیې قاضیان و اوسېږو او دا موږ یو چي د خپلو ګټو سره سمه به فیصله کوو.» ما تاسي ته د سرفیتزجېمز سټیفن خپل الفاظ تکرار کړل ځکه زه نه غواړم چي د هغه ناسمه استازولي وکړم. دهغه دغه استدلال او نظریه موږ چیري وړي؟ د دې معنی دا ده چي هر متمدن هیواد به پر غیر متمدن او کمزوري هیواد باندي د حملې کولو حق ولري؛ قضاوت به یې په خپل لاس کي وي او چي څه یې زړه غواړي هغه به کوي او بالاخره به خبره دا وي چي زور حق دی. دا اصول به د پولینډ ویشل توجیه کړي او د روسانو په مقابل کي به د هغوی د کلونو چیغي چي د استقلال لپاره یې وهلي دي بې نتیجې کړي.زه یقین لرم چي سرفیتزجیمز سټیفن د خپلو خبرو په باره کي چنداني غور نه دی کړی او د ده دا نظریه باید په دې هیواد کي د حق طرفدارو انسانانو وجدان ته ټکان ورکړي .

مګر زه په دې خوشاله یم چي دا نظریه په اساس کي نامعقوله ده. ماته داسي ښکاري چي سرفیتزجیمزسټیفن د ملتونو رسمي قانون چي په اروپايی هیوادونو اړه لري او پر اسیایی هیوادونو باندي، له هیڅ اړخه، نه تطبیقیږي د بین المللي قانون له هغواساسي اصولو سره ګډ کړی دی چي د هغه په اساس لوی مسایل لکه دغه یا هغه جنګ منطقي او موجه دی کنه ثابتیږي. د بین المللی قانون دغه اساسي اصول د اخلاقو پر اصولو باندي جوړ سوي دي او د بیکن په قول د عدالت له چینو څخه اوبیږي. دا قوانین نه یوازي عیسوي قانون پوهانو او واکمنانو ته د منلو وړ دي بلکه په ډېرو پخوا زمانو کي د بت پرستانو قانون پوهانو او واکمنانو ته هم د منلو وړ وه. ځینو حاضرینو ته به ښايی د سیسرو هغه څرګند حکم معلوم وي چي که اجازه راکړی زه یې پخپله ژبه درته ووایم چي: د قانون دا اساسات په هیڅ زمان او مکان پوري محدود نه دي. پارلمانونه او د اولسونو نظریات هغه ته تغییر نه سي ورکولای. دا قوانین پرون په روم کي او نن په اینګلینډ کي اعتبار لري او دا قوانین لکه پرون چي په برلین کي نافذ وه نن په کابل کي نافذ دي او اعتبار لري.

دا نوی نظر لکه په سیاسي لحاظ چي کمزوری دی په هغه اندازه غیر معقول هم دی. سرجیمز ماسینتوش وايی عدالت د ټولو خلکو او ټولنو تر ټولو مهمه غوښتنه ده. او د سرفیتزجیمز سټیفن په څېر نظریات نه یوازي په هر ځای کي خطرناک دي بلکه همدا اوس په هند کي هم خطرناک دي. موږ په هند کي له بومي حکومتونو سره هره ورځ په تماس کي یو. دا حکومتونه که څه هم کمزوري دي او ځیني یې نیمه متمدن دي. موږ دغه راز د داسي بومي حکومتونو سره سروکار لرو چي بشپړه خپلواکي نه لري مګر محدودي خودمختاری لري او له برټانیې سره محدود تړونونه لري، او دا قوانین او تړونونه له هغه وخته چي د ډهلي امپراطورانو پر ټول هندوستان باندي حکمراني کوله رواج لري. ملکې د ۱۸۵۸ د نومبر پر لومړۍ نېټه د هند د واکمنی له اعلان سره سم دغو حکومتونوته خپل محدود اختیارات او خودمختاري ورکړه. ښاغلی ښاروال! هند ته له تللو څخه مخکي مي په دغه صالون کي په یوه لوی محفل کي برخه درلوده او په هغه کي د ملکې د اعلامیې متن ولوستل سو. اجازه راکړی چي یوه برخه یې درته ولولم. علیاحضرتي ملکې وویل:- « موږ د هند محلي شهزاده ګانو او واکمنانو ته اعلان کوو چی موږ ټول هغه تړونونه چي له دوی سره د شرق الهند کمپنۍ کړي او یا د هغوی په اجازه سوي دي او موږ منلي دي په پوره احتیاط رعایت کوو او په دې برخه کي له دوی څخه هم دا انتظار لرو چي تړونونه رعایت کړي. موږ د خپل قلمرو د پراخولو آرزو نه لرو. دغه راز به هیچا ته اجازه ورنه کړو چي زموږ تر لاس لاندي ځایونو او حقوقو باندي تېری وکړي او فکر وکړي چي د عمل سزا به ونه ویني. موږ به د هغوی پر قلمرو باندي د هیڅ قسم تېري اجازه ورنه کړو. موږ به د محلي واکمنانو حقوق او حیثیت خپل حیثیت او عزت بولو.»  که موږ هغه پرنسیپونه چي ما وړاندي کړل څو د هغو په اساس د محلي دولتونو سره په عدالت سلوک وکړو، پخپله رعایت نه کړو او تغییر پکښي راولو نو موږ به خپل ټول تړونونه فسخ کوو او په دې توګه به هر څوک ناراض او شکمن کوو او ډېر ژر به د هند د محلي واکمنانو په زړونو کي د وفاداری او اعتماد ځای نارضاییت ونیسی. زه د داسي یوه چا په حیث چي د ملکې په پاچهي کي یې په یوه له ترټولو مهم قلمرو کي تر ټولو پر مهم مقام باندي وظیفه سرته رسولې ده وظیفه لرم چي بر هر داسي نظر او دوکتورین باندي اعتراض وکړم چي د ملکې له اعلامیې سره مغایرت ولري. زه یقین لرم چي که دغه راز نظریات کله په پارلمان کي مطرح سي نو د علیاحضرتي ملکې د وزیرانو له لوري به په کلکه رد سي.

یوه بله موضوع هم ده چي زه غواړم پر هغه باندي یو څه خبري وکړم. زه په دې خبره تر بل هر چا زیات خوشاله سوم چي لارډ بیکنزفیلډ، د شنبې په ورځ، په خپل کور کي، اعلان وکړ چي هغه په دې عقیده نه دی چي پر هند باندي د روسانو د یرغل کولو خطر موجود دی. که څه هم چي ده زموږ د شمال لوېدیځ سرحد د بهترولو او تقویه کولو غوښتنه وکړه. د شمال لوېدیځي پولي د تقویه کولو او بهترولو په برخه کي د علیاحضرتي ملکې وزیرانو کوم مشخص پېشنهاد نه دی کړی نو زه غواړم په دې برخه کي یوه خبره وکړم چي هغه د ګوندي سیاست سره اړه نه لري. زه فکر کوم چي د شمال لوېدیځ سرحد د تقویه کولو مطلب د خان قلات په قلمرو کي د کوټي دایمي اشغال دی چي له هند څخه د بولان د درې پر هغه بله غاړه پروت ښار دی. په دې برخه کي غواړم ووایم چي په ۱۸۷۶ کال کي د خان قلات او د قومي مشرانو ترمنځ د ځینو را پورته سویو جنجالونو د حلولو مسوولیت ماته را سپارل سوی وو. زه باید دا ووایم چي ما په هغه وخت کي د کوټي دایمي اشغال لازم ونه وباله او تېر کال مي د مشرانو په جرګه کي په دغه باب د خپل نظر دفاع هم وکړه. خو اوس کوټه اشغال سوې ده. د دې مسلې په سیاسي اهمیت کي هیڅ شک نسته. د کوټي په ګاونډ کي اوسېدونکي قبایل زموږ سره دښمني نه کوي او اوس ښايي د هغه ښار د اشغال لپاره دلیل موجود وي.

مګر د شمال مغربي سرحد د تقویه کولو لپاره نور پېشنهادونه هم وړاندي سوي دي چي زه په بشپړه توګه ورسره مخالف یم. سر هینري هیولاک، چي د قدر وړ خدمتونه یې کړي او نور یې هم خپل نوم لوړ کړی دی، او اوس په پارلمان کي د لیبرال ګوند غړی دی، توصیه کړې ده چی موږ باید په پېښور کي خپل اوسنی دریځ پرېږدو او د خیبر د درې هغه بلي خواته پر مخ ولاړ سو. ما په مطبوعاتو کي دغه راز نوري توصیې هم لیدلي دي چي وايی موږ باید نور هم پر مخ ولاړ سو او د هندوکش د غرو لمنو ته ځانونه ورسوو. دا هم ویل کیږي چي عالي رتبه پوځي مقامات په دې باب غور کوي چي زموږ موجودیت، اوس حاضر، تر هغه وخته  ښه مصوون نه دی تر څو مو د سرحد له اوسنیو غرونو هغه بلي خواته ځانونه رسولي نه وي. زه فکر کوم چي دې کسانو نه د هغه هیواد د مځکي اندازه په نظر کي نیولې ده او نه یې د هغو خلکو فطرت او طبیعت ته توجه کړې ده. هر څوک چي یو ځل نقشې ته وګوري، یوازي فاصلې نه بلکه د افغانستان غرونه په نظر کي ونیسي او دې ته وګوري چي هغه هیواد تر سیویس زرلینډ غټ او پراخ دی نو دا به ووايي چي که دا نظریه سمه وي نو بیا موږ د هندوکش له غرونو سره تمېدلای نه سو او باید چي تر هغه هم ور واوړو او تر څومو ټول افغانستان تر کنټرول لاندي کړی نه وي تم نه سو. زما په عقیده، زموږ اوسني سرحدونه، د دفاع لپاره بېخي سم دي او د افغانستان پر لور پرمختګ به ډېر نامعقول اقدام وي. موږ چي دغه ګړی له سرحد سره څه ستونزي لرلي دي هغه مو له هغو مستقلو قبایلو سره درلودلي دي چي د سرحد سره نیژدې اوسیږي. که موږ مخته ځو نو باید چي له نورو قبایلو سره مخامخ سو او بیا به هماغه ستونزي لرو چي تر اوسه مو درلودلي دي. تر ټولو څرګند حقیقت چي زه یې باید درته ووایم هغه ستونزي دي چي موږ د پېښور او کوهاټ ترمنځ، چي نسبتا لنډه فاصله ده، په پرتو قبایلو کي فقط له یوې قبیلې سره درلودلي دي. زه چي له هند څخه روانېدلم له دغي قبیلې څخه مو د لارو د جوړولو او بهترولو غوښتنه وکړه. قبیلې مقاومت وکړ او موږ مجبور سولو چي یوه اته زره کسیزه قوه ور ولېږو. پوځي عملیات، که څه هم ډېر ښه او بریالي وه مګر یو کال وخت یې ونیوی، چي بالاخره هغه قبیله تسلیمېدلو ته مجبوره سوه.

صدراعظم هغه بله شپه وویل چي « په هند او اینګلینډ کي د وایسراګانو او حکومتونو ډېره زیاته توجه د هند د شمال لوېديځ سرحد د ستونزي خواته اوښتې ده» زه چي په هند کي ګورنرجنرال وم خبره دا سي نه وه. په هند کي زما د څلور کلن حکومت په زمانه کي،زما پوځي سلاکارانو، د ماګډالا لارډ ناپایر او سرهنري نورمن، چي تر هیچا پاته نه دی، هیڅ وخت د هند حکومت ته دا پېشنهاد نه دی کړی چي شمال لوېدیځ سرحد بهترېدلو ته ضرورت لري. زه په بشپړ صلاحیت ویلای سم چي د لارډ مایو د حکومت په وخت کي هم دغه ډول پېشنهادونه نه دي وړاندي سوي؛ البته د لارډ لارنس د حکومت په زمانه کي، په ۱۸۶۷ او ۱۸۶۸ کلونو کي څو ځله د شمال لوېدیځ سرحد د بهترولو په باب پېشنهادونه سوي دي. که په دغه موضوع کي د سرویلیم مانسفیلډ او سر هینري ډیورنډ نظریات را منځته سي نو زه به د هغو په توضېح کولو او تشرېح کولو کي ډېره مرسته وکړم. د هند حکومت په هغه وخت کي د مسلې په باب دغه نظر ورکړی وو « موږ له خپل سرحد څخه هاخواته، د قوې په زور او نورو سوله ایزو طریقو، د افغانستان د خاوري له یوې برخي او یوې پوستې له اشغال سره مخالف یو؛ ځکه چي موږ فکر کوو دغه راز یو اقدام به، په اوسنی وضع کي، نه په حمله او نه په دفاع کي زموږ مټي را غښتلي کړي بلکه د افغانانو دښمني، نفرت او سرکښي به زیاته کړي.

زه په نتیجه کي دا باولرم چي له افغانستان سره باید هیڅ وخت جګړه ونه کړو. او زه یقین لرم چي دا باید حتی د هغو کسانو لپاره چي د سرحد د تقویه کولو نظر لري هم معقول کار او آرزو وي. هیڅوک باید دونه بې عقل نه سي چي دا آرزو وکړي چي زموږ سرحد د جنګ په وسیله تقویه کړي او په نتیجه کي هغه  خلک راسره دښمنان کړي چي زموږ پراخېدونکی پوځي سرحد به د هغوی په خاوره کي پروت وي.

ښاغلی ښاروال! زه ویلای سم چي په اوسنی وضع کي لږترلږه یوه روښنايی لیده کیږي. زما مطلب د هغو پوځیانو قوي روحیات دي چي په هند کي پراته دي. موږ پوهېږو چي په هر ځای کي چي زموږ د هیواد د تخت او تاج د حیثیت مسله طرح سوې ده، زموږ پوځ عالي روحیه ښودلې ده او د هند بومي اوسېدونکو پوځیانو هم درېغ نه دی کړی. پر دغو پوځیانو چي کله مالټا ته د تللو ږغ وسواو چي کله په دغه اوسنی وضع کي ږغ ورباندي سوی دی  نو عالي روحیه یې ښودلې او د هند محلي واکمنانو هم دغه ورته روحیه ښودلې ده. که دا جنګ پیل سي نو دا به په مالي لحاظ ډېر ګران پرېوزي. د افغانستان د تېر جنګ مالي لګښت اووه لس میلیونه پوڼده وو. د راتلونکي جنګ مالي لګښت باید د هند خلک پرې کړي. هند، په تېره بیا له تازه قحطی څخه وروسته، له سختي غریبی سره لاس و ګرېوان دی او د دې جنګ د مالي بوج توان نه سي راوړلای. که څه هم چي د مالي لګښت او د هند د خلکو د غریبی خبره هم ډېره مهمه ده خو تر دې مهمه دا ده چي دا جنګ عادلانه دی کنه او باید چي وسي او کنه. زه، له بده مرغه ، د دې سوالونو جواب نه سم درکولای؛ ځکه چي په دې باب اطلاعات خپاره سوي نه دي او سړی نه سي کولای چي خپله عقیده په محکمه او څرګنده توګه ښکاره کړي.

The Afghan Question.

Speech of the Earl of Northbrook

In the

Guildhall, Winchester. On the 11th November 1878

London: National Press Agency, Limited.

1,670 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
645

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2