Categories

اعلان

Loading…

 په کوټه کې د هزاره ګي کلتور نړيوال جشن ولمانځل شو

د چنګاښ، سرطان  لومړۍ ۱۳۹۸

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد  

په کوټه کې مېشت هزاره ګانو د شنبې په ورځ (جون ۲۲) د هزاره کلتور نړيوال جشن د يو لړ کلتوري مراسمو په  لړ کې ولمانځه. د هزاره ډيموکراتيک ګوند له لوري دغه جشن د کوټې په ګلستان ټاون سيمه کې د قيوم پاپا په نامه د فوټبال په لوبغالي کې جوړ شوی دی چې په کې زرګونه هزاره ځوانان، پېغلې او ماشومان  د خپلې کلتورې ورځې د لمانځلو په موخه رايوځای شوي دي.

د جشن رسمي پرانيستنه د ايالت اعلی وزير جام کمال او د ايالتي اسمبلۍ غړي  قادر نايل وکړه.

د هزاره ډيموکراتيک ګوند مشر او د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غړی عبدالخالق هزاره وايي، د جون په دوه ويشتمه نېټه د کلتوري جشن له لمانځلو يې موخه په پاکستان کې مېشتو نورو قامونو او ژبو ويونکو خلکو ته  د هزاره ګانو د زرګونو کلونو  لرغوني کلتور او تاريخ  ورپېژندل او ولسونو ته  د سولې پيغام ورکول دي. څو د خلکو په منځ  کې د کرکې پر ځای د مينې او ورورولۍ فضا رامنځته شي.

د جشن په ترڅ  کې د هزاره مېرمنو په لاس جوړي شوې کلتوري جامې، لاسي دسمالونه، تاريخي، هنري او فرهنګي توکي او هزاره ګي خوراکونه هم نندارې ته ايښودل شوي و.

د هزاره کلتور جشن  په داسي حال کې لمانځل کېږي، چې په روانه لسيزه کې په کوټه کې سلګونه هزاره  مېرمنې د تروريزم په جګړه کې کونډې او ماشومان يې يتيمان شول. خو د ناامنۍ له ناورين او د ژوند له ترخو شېبو سره سره   هزاره ګان يو سوکاله راتلونکي ته هيله من دي او غواړي د خپلې ژبې، قامي هويت، کلتوراو فرهنګ د ودې او ژوندي ساتلو لپاره داسي کلتوري غونډې جوړي کړي، څو ځوانان يې د لمانځلو لپاره تشويق کړي.

په بلوچستان کې مېشت شاوخوا پنځه ميليون  پښتانه د پښتني کلتور نړيواله ورځ هرکال د سپټمبر مياشتې پر درويشتمه نېټه لمانځي. د سندهي کلتور ترڅنګ په ايالت کې د بلوڅي کلتور نړيواله ورځ بيا د مارچ مياشتې پر دوهمه نېټه  نه يواځې په کوټه بلکې د ايالت په ټولو بلوڅ مېشته سيمو کې لمانځل کېږي.

1,337 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
644

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸