Categories

اعلان

Loading…

صداقت ستاسو غوره ملګری دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د نولسمې پېړۍ مشهور لیکوال، ناتانیل هاثورن لیکي: «هېڅوک نه شي کولی چې د ډېر وخت لپاره په دوو څېرو کې ژوند وکړي او دا ثابته کړي، چې کومه یوه یې اصلي څېره ده». صداقت هېڅ وخت درسره خیانت نه کوي او د نورو پر وړاندې مو مصالحې ته نه پرېږدي. لومړیتوبونو ته مو ور پام کوي. کله چې دوه زړي کېږی، هغه لار درته په ګوته کوي چې خیر او بریا مو په کې وي. بله ښېګڼه یې دا ده چې کله یو څوک د حسادت له مخې پر تاسو نیوکه کوي، صداقت مو هڅوي چې خپلې لارې ته ادامه ورکړی او کله مو چې څوک د زړه له تله او د اخلاص له مخې ستاینه کوي، اړ باسي مو څو هغه څه ومنی، چې نور یې ستاسو په اړه وایي. له هغو څخه زده کړه وکړی او نور هم پر مخ ولاړ شی.

صداقت او رښتینولي ستاسو د ملګرو غوره ملګری دی!

صداقت او رښتینولي ستاسو د غوره ملګري تر څنګ، ستاسو د ملګرو ملګری هم دی. کله مو چې شاوخوا کسان پوه شي، چې له صداقت څخه برخمن یاست، هڅه کوي چې یو ډول یې باید پر ژوند مثبت اغېز وکړی. ځکه تاسو د دې وړ یاست، چې ژوند ته یې ور داخل شی او خوښۍ یې ور زیاتې کړی. که له باسکټبال سره مینه لری، (رد اورباخ) هرومرو پېژنی. نوموړی له ۱۹۶۹ تر ۱۹۸۷ ز کال پورې د بوسټن سلتیک ټیم مدیر و. هغه پر دې ښه پوهېده چې صداقت او شرافت څه ډول د نورو په خوښیو او ارزښتونو کې زیاتوالی راولي. په تېره بیا که دغه خلک د یوې ډلې په څېر په یوه ګروپ کې لوبه کوي. رد اورباخ د لوبغاړو د ټاکلو لپاره بېله تګلاره درلوده، چې د نورو امریکایي روزونکو له تګلارې سره یې بېخي توپير درلود. کله به چې یوه نوي لوبغاړي غوښتل د بوسټن سلتیک په ټیم کې شامل شي، رد اورباخ ته به یې تر هر څه رول او شخصیت مهم و. په داسې حال کې چې نورو روزونکو به د نوي لوبغاړي سرعت او ځیرکتیا ته ارزښت ورکاوه، خو رد اورباخ به غوښتل د لوبغاړي د فکري طرز په اړه معلومات را ټول او پیدا کړي. هغه پر دې باور و، چې د ټیم د بریا لپاره باید داسې لوبغاړي ولري، چې د لوبې د ګټلو لپاره خپل ټول توان په کار واچوي او خپله ټوله هڅه وکړي. هغه لوبغاړي چې له قوي مهارتونو برخمن وو، خو په ټیم کې کم رنګه وو او غوښتل به یې خپل مهارتونه د رخ پر وړاندې ښکاره کړي، له ټیم څخه به یې ایستل.

باور؛ د شرافت او راستۍ زېږنده دی

د شرافت او راستۍ ګټه دا ده چې خلک در باندې باور کوي. له باور پرته انسان د هېڅ شي څښتن نه شي کېدای. په ورځنیو چارو او دوو اړخیزو اړیکو کې باور تر هر څه مهم دی. باور په اصل کې هغه سرېښ دی، چې نور خلک پر تاسو پورې تړي او باور هغه څه دی، چې تاسو پر یوه اغېزناک کس بدلوي او د نفوذ کچه مو لوړوي. نن سبا خلک باور د یوې وسیلې په توګه کاروي.

د نننۍ نړۍ خلک لالهانده په یوه لارښود پسې ګرځي. غواړي د هغه چا تر اغېز لاندې راشي چې یوازې باور پرې کېدای شي. دوی داسې کسانو ته اړتیا لري، چې د ښو ځانګړنو درلودونکي وي. که غواړی داسې یو څوک واوسئ چې خلک در باند باور وکړي، نو د صداقت او شخصیت دغه ځانګړنې باید ورځ تر بلې درکې وده وکړي او ژوندۍ یې کړئ.

د شخصیت دایمي اېډیال اوسئ!

بشپړ باور هغه وخت رامنځته کېږي، چې خلک پر دې پوه شي چې تاسو څه کوی او همدا راز د ژوند په ټولو شرایطو کې ستاسو شخصیت بدلون نه مومي، بلکې لا ښه کېږي. که خلک پر دې پوه نه شي چې شېبه په شېبه تاسو څه کوی، باور نه شي در باندې کولی.

له رښتینو اړیکو ګټه واخلئ!

 که غواړی خلک در باندې باور وکړي، د یوې ښې سندرې په څېر واوسئ، شعر او اهنګ مو باید همغږي ولري او له یو بل سره سر وخوري.

پاک او رښتیني اوسئ!

 کله چې خلک پر تاسو باندې د باور کولو هڅه وکړي، لومړی مو عیبونه پلټي. ان که یې تاسو د پټولو هڅه هم وکړی، پیدا کولی یې شي. خو که له خلکو سره رښتیني اوسئ او د کمزورۍ پر ټکو مو اعتراف وکړی، همدا اعتراف او رښتینولي مو خلک ستایي او په دې ډول لا درسره ښه اړیکه ټینګوي.

متواضع او خاکسره اوسئ!

 که خلک پوه شي چې یوازې د خپلو غوښتنو تر اغېز لاندې یاست، د نورو پر بریاوو نیت بدوی او ځان له نورو غوره ګڼی، هېڅکله هم در باندې باور نه کوي.

له نورو سره مرسته وکړئ!

 تر دې بل غوره څه نشته چې نور تر ځان غوره وبولی. لکه څه ډول چې زیګ زیګلار وایي: «له نورو سره د هغوی په بریا کې مرسته وکړئ. په دې ډول تاسو هم بریالي کېدای شی».

پر ژمنو مو عمل وکړئ!

 هېڅ وخت له خلکو سره د هغه څه ژمنه مه کوئ، چې نه شی کولی. کله چې وایاست، دا کار درته کولی شم، نو هرومرو یې وکړئ او پر خپله ژمنه عمل وکړئ.

د خلکو چوپړ وکړئ!

 موږ د دې لپاره نه یو زېږېدلي، چې خلک مو خدمت وکړي، موږ باید د خلکو خدمت وکړو.

وایي، که څوک په سم ډول نه پېژنی، وګورئ چې هغوی له نورو سره څه ډول چلند کوي. کله یې چې رییس په رخصتۍ ځي او یا دا چې فکر کوي د هېچا ورته پام نه دی، څه ډول چلند کوي. خو هغه کسان چې د ښه شخصیت درلودونکي وي، هېڅکله هم د دې ډول مسائلو په اړه فکر نه کوي، بلکې په هر وخت کې په پوره صداقت سره خپلې چارې مخ ته وړي.

باید شرافت او رښتینولي درسره مله وي!

کړنې او عادتونه مو لومړی له هغو اصولو سره برابر کړئ، چې عقیده پرې لری. وروسته مو بیا خپلې کړنې له قوانینو سره پرتله کړئ. دا هغه ټاکنه ده چې تاسو یې په واک کې لری.

مخکې له مخکې باید دا پرېکړه وکړئ، چې بیه مو هېڅوک هم نه شي پوره کولی!

ځینې کسان اخیستل کېږي، ځکه د پیسو په بدل کې ځان خرڅوي. پرېکړه وکړئ چې ستاسو شرافت او صداقت د خرڅلاو لپاره نه دی. ډېر واړه شیان شته چې موږ جوړوي او یا مو له منځه وړي. صداقت بیا هغه ځانګړنه ده چې په ورځني ډول باید ښکاره شي. اونۍ په اونۍ، میاشت په میاشت او کال په کال او د ژوند تر اخره باید صداقت درسره وي. که ډېر واړه کارونه هم په صداقت ترسره کړی، هېڅ ممکنه نه ده چې تاسې له دې سمې لارې ووځی.

مسوولیتونه مو پر خپله غاړه واخلئ!

د صداقت او رښتینولۍ یوه برخه دا ده چې باید مسوولیتونه مو پر خپله غاړه واخلئ او هرومرو هغه کارونه په خپله ترسره کړئ، چې ستاسو دنده ده. زیګ زیګلار وایي: «که هغه کارونه وکړی چې باید ویې کړی، داسې ورځ به راځي چې هغه کارونه وکړی، چې غوښتل مو ویې کړی». مشهور فیلسوف او ارواپوه وېلیم جیمز وایي: «که هر څوک په ورځ کې دوه هغه کارونه چې زړه یې ترې تور دی او سخت ورته ښکاري ترسره کړي، په کافي انداز به یې تمرین کړی وي». غلام؛ د هغه کسانو لپاره مناسبه کلمه ده چې شرافت او شخصیت نه لري؛ ځکه د نورو د لوبو او ساعترۍ وسیله به وي. خو که شرافت او شخصیت ولری، کولی شی د آزادۍ خوند وڅکی. نه یوازې دا چې هېڅ منفي اړخ به ونه لری، بلکې د نورو لپاره به یوه بېلګه وی. صداقت، شخصیت، شرافت او یووالی درته د بریا پر لور دروازې پرانیزي، څو وکولی شی یوه پر له پسې بریا تجربه کړی.

564 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
636

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2