Categories

اعلان

Loading…

طالب؛ او د افغانستان د کلیو فزیکي او رواني امنیت

پرون «طالبانو» په اندړو کې ۱۹ تنه ښځې او ماشومان ووژل او تېره ورځ یې په زابل کې د حج د مبارکۍ په پلمه بیا پګړۍ والوزوله. اوس به زموږ د مشرانو پګړۍ په مسکو او واشنګټن کې نه، بلکه په خپله خاوره او خپل هېواد کې دننه بیا تر پښو لاندې کېږي. اوس به په تلاشیو کې زموږ د عزت وړ مشران یو ځل بیا تورسري کېږي. خو پوښتنه لا تر اوسه نه ده حل؛ «طالب» دی څوک؟ په عامه توګه یې خلک په دوه ډوله وېشي؛ یو بهرنی طالب او بل داخلي طالب.

طالب پردی دی:

طالب پاکستانی دی. طالب عرب دی. طالب امریکایی دی. طالب ایرانی… او حتی روسی دی. له قزاقستان نه خو زه خبر یم ځکه د سفیر معاون یې راته خپله ویلې وو چې د ۲۰۰۹ کلونو په شاوخوا کې د کندوز په ولایت کې یې د طالبانو له مشرانو سره ډېر ځله لیده کاته درلودل. ځينې بیا طالبان د امنیتی شرکتونو سره تړلي بولي او د «عرضه» و «تقاضا» استدلال وړاندې کوي. بهرني عوامل یې مختلف بولي، خو په لنډه توګه؛ روسیه په افغانستان کې د امریکا ناکامي غواړي، سعودي له ایران سره پر افغانانو زور آزمېیي، پاکستان د هندوستان په پلمه خپل کور هم وران کړ زمونږه هم، خو تر اوسه ظاهري ګټه یوازې د چين او تاوان یې ټولټال د افغانستان بولم.

طالب داخلي پدیده ده:

طالب د عقیدې پر بنسټ جنګېږي او د خپلې خاورې د اشغال په خاطر په مشروع جهاد لګیا دی، طالب پر پردي قوت له واکه راپرځول شوی نو ځکه د دوی جګړه له سیاسي مشروعیت نه برخمنه ده، طالب حزبی دی، طالب جمعیتی دی چې پښتانه او پښتنې سیمې نارامه کړي، طالب حقاني دی او طالب ملا دی… ځينې بیا طالبان د لوږې، بېوزلۍ، بمبارۍ او مختلفو جفاوو له وجې د حقیرو او مظلومو پښتنو یو احساساتي عکس العمل او حتی ملي پاڅون ګڼي….

نو ځکه، اوسمهال «طالب» د یوه مجهول او تخیلي دښمن په توګه یو داسې عام نوم ګرځېدلای، چې اصلاً کومې خاصې ډلې پورې منسوبېدلای نه شي. د هر جنګ د ګټلو یا د پای لپاره په کار ده چې په لومړي سر کې دښمن تعریف او وپېژندل شي. د جګړې ټول عوامل او علتونه وڅېړل شي. په افغانستان کې، د ملی امنیت پر ارګانونو سربېره؛ د سولې عالي شوری، میډیا، مدني او فرهنګي ټولنې او عام ولس باید لومړی په دې بوخت شي چې په کومه سیمه کې (؟) څوک (؟) د چا (؟) د منافعو لپاره یا د چا په اراده جنګېږي؟ د جګړې هغه ټول عوامل چې جنګیالی يې مصروف ساتلي سره له فعالین یې باید اول مشخص شي او بیا له خلکو سره د میډیا له لارې شریک شي تر څو چې عام ولس هم خپل دوست او دښمن وپېژني.

د دولتي امنیتي ارګانونو او په خاصه توګه د سولې د عالي شوری تر ټولو وړومبی مسئولیت دا دی چې دا ټولې ډلې او ټپلې وڅېړي، په مختلفو کتګوریو یې ووېشې تر څو د هر یوه سره په بېله بېله توګه د خبرو، استدلال او چنه وهلو په ژبه او معیارونو پوه شي. همداراز، د هرې ډلې لپاره باید د سولې، مفاهمې او یا جګړې پر ستراتېژۍ او تکتيکونو کار وشي. ټولو جنګي ډلو ته په یوه سترګه کتل نه یوازې دا چې د وخت ضیا ده، بلکې د اوسني نظام د ضعف او حتی سقوط خطر هم درلودلای شي.

د طالبانو د سمې پېژندنې په موخه، په کار ده چې د یوه داسې عامه پوهاوي پروګرام او کمپاین طرح ډیزاین او پلي کړای شي، تر څو هر افغان وګړی په دې پوه شي چې طالب او طالبیزم یعنې څه؟ هر کلی او هر ټبر باید د خپلو سیمیزو جنګي ډلو په اړه پوره مالومات ولري. د کلي اوسېدونکي باید د خپلو او پردیو د منافعو توپیر وکړای شي. د قومي جوړښتونو یوه لویه ځانګړتیا دا ده چې خپل او پردی پکې له ورایه مالومېږي؛ بالعکس د ښاري کلتور چې بېلابېل توکم په انفرادي توګه پکې اوسېږي. نو ځکه باید له خپل کلتوري غنا څخه د امنیت لپاره سمه او پر وخت (همدا اوس) ګټه واخیستل شي.

د خلکو مسئولیت دا دی چې له دولتي امنیتی ارګانونو سره همکاري وکړي. عام ولس په ټوله نړۍ کې له خپلو حکومتونو سره د خپل امنیت لپاره هر اړخیزه همکاري کوي. د حکومت د عدم همکارۍ له وجې، خلک کولای شي چې په سوله یزې توګه مظاهرې وکړي. او یا حتی ولس کولای شي د خپل کور او کلي امنیت خپله وساتي. په داسې یوه ټولنه کې چې حکومت پوره برلاسی نه وي، لکه افغانستان، اربکي یوه ډېره طبیعي او مډرنه پدیده ده. خو په کار ده چې اربکي دې له سیاست نه لرې وساتل شي تر څو چې د پردیو ښکار ونه ګرځي. اربکي یوه قومي پدیده ده چې متدین، با تقوی او په خاوره مین ځوانان د قومي مشرانو لخوا ټاکل کېږي تر څو د ولس په استازیتوب په داوطلبانه توګه د خپلې خاورې، مال، آل او ناموس نه ساتنه وکړي. اربکي دې له چا مرسته نه غواړي او نه دې ځانونه وابسته د نورو په پیسو او منافعو کوي. قومي مشران دې راټول شي او د خپل کور، کلي او بالاخره ولسوالۍ او ولایت امنیت دې تضمین کړي. د خلکو همکاري او همغږي هرومرو امنیت تامینولای شي. د وردګو او غزني هزاره ګان یې تر ټولو ښه بېلګه ده. که چېرته مشران ونه شي کولای چې ځوانان منسجم کړي او د سیمیزو جنګي ډلو مخه ونیسي، نو لرې به نه وي چې د دوی د عزت پګړۍ او لوړه تاریخي شمله به د همدغه پردی الاصله ځوانانو لخوا تالا والا او تر پښو لاندې شي. ملي امنیت دې لومړی «ملي» او بیا دولتي شی!

د افغانستان په ننۍ جګړه کې، «طالب» هېڅکله د یوه خاص نوم یا مشخص دښمن په توګه باید ونه کارول شي. کنه نو په عامه اصطلاح د لغماني سندره به ترې جوړه وي.

د افغانستان د ثبات، سوکالۍ، او فزیکي و رواني ارامۍ په لور!

احمد ویس وردګ
لړم ۶، ۱۳۹۲

6 total views, 1 views today

4 comments

  1. Kandahar Reply

    Der bedena watan frosh aw jahel insan ea Allah ج de hedayat darta wakry

  2. د طالب دشمن Reply

    طالب دی خدای داسی در په در او خاوری په سر کری لکه چی په دشت لیلی کی او په قندوز کی وشو . دا د پنجاب بچه بریشان. خدای مو تباه او برباد که. نیمچه نیمچه زوانان په دی تور وژنی چی په ملی اردو کی دی. د یهود زامن.

  3. Bashir Ahmad Reply

    غليم دوه مخه ځناور دې، هم د ټاليپ او هم د اشغال په جامه کښي. اوس د بدمرغه ډول ډول ټاليپان په وطن کښې شتون لري لکه سلفې ټاليپان، پنجابې ټاليپان، چينائ ټاليپان ، ځاندربې انجکشنې ټاليپان، باجوړې او چترالې خپلخيلغوت (همجنسګر) ټاليپان او شمشتوي ټاليپان .او دا ټول د پروکسې جنګ يوه پټه دسيسه ده چې د ستراتيجيک تړون منلو او يا نا منلو لپاره کار کوې. مختصر يي دا چي ټول تاوان د ملت په سر انبار دې، ډير تنکي تنکې وطنپاله شخصيتونه د دې اور ځوځان شولو. نه ملا برادر يي راخلاص کړل او نه ملا مد و مر قواره چا وليده.

  4. Zadran Reply

    Talib is fighting for Pakistan , talib is uneducated , talib have anti pashtoon ideology , talib is killer of afghans culture , talib ideology is unacceptable in our afghans land and we never accept talib to be part of our political system , thinking of talibanization in politically , religiously , culturely in our honourable land is not suitable for us afghans ever .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *