Categories

اعلان

Loading…

د امریکا په مرسته جوړ شوی روغتون د استفادې وړ نه دی

تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش دفتر په یوې بلې پروژې کې د امریکا د مرستو د ضایع کېدو راپور ورکړ.

د سرپلټونکي د یوه تازه راپور له مخې د امریکا دوه لکه ډالر د یوه کلینیک پر ودانۍ لګېدلي چې له جوړېدو دا دی دوه کاله وروسته هم هیڅ استفاده ورڅخه نه ده شوې.

په راپور کې ویل شوي چې د کابل په ولایتي نومې کلي کې دا ودانۍ نژدې دوه کاله پخوا په خراب کیفیت جوړه شوې ده.

په راپور کې یادونه شوې چې دا ودانۍ د سیمې د اوو زرو اوسېدونکو د روغتیايي خدماتو لپاره جوړه شوې څو هغوی د عادي روغتیايي چارو لپاره اته کیلومتره لېري تګ ته مجبوره نه وي.

د سرپلټونکي له لوري په څېړنه کې ویل شوي چې د دې ودانۍ د جوړولو کار د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې د امریکا پوځ د بنیاد وطن افغاني کمپنۍ ته سپارلی و.

د سرپلټونکي په تازه راپور کې ویل شوي چې د امریکا پوځ له خوا بنیاد وطن شرکت ته څه باندې یولکو څلور نوي زره ډالره ورکړل شوې چې د کلینیک لپاره درې ودانۍ جوړې کړي خو یوه یې هم سمه نه ده ودانه شوې.

د مثال په توګه په پام کې وه چې د تشنابونو لپاره دوې خونې جوړې شي او په هره یوه کې دوه جلا تشنابونه وي، دوه د نارینه وو لپاره او دوه د ښځو لپاره. خو قراردادي شرکت په یوه خونه کې څلور تشنابونه جوړ کړي دي.

همداراز قراردادي باید د تودو اوبو لپاره درې بایلرونه یا بخارۍ نصب کړې وای، مګر د سیګار پلټونکو د تفتیش په مهال یوازې یوه ومونده. د واټرپمپ لپاره ځای نشته او د کلنیک د اصلي ودانۍ نقشه هغسي نه ده چې په پیل کې ډیزاین شوې وه.

د سیګار مامورینو ته د ولایتي کلي مشرانو ویلي چې ايتلافي ځواکونه یوازې یو ځل د دغه کلنیک لیدلو ته ورغلي دي. دا هغه وخت و چې د کلنیک د جوړولو چارې بشپړې شوې وې.

160 total views, 1 views today

2 comments

  1. غونډل خان غونډک Reply

    بس پېسې دې چې د امریکا دولت یې خپلو مختلو شرکتونو ته د فنډ په نوم ورکوي د افغانستان د بیا رغونې له پاره خو بیا د خپلو دغو کمپنېو څخه دا پوښتنه نه کوي چې ایا دغه پېسې یې په صحیح ځای کې لګولي دي او که نه او بیا دغه کمپنیانې هم دغه پېسې دویم او دریم لاس شرکتونو ته ورکړي چې پرې کلینیکونه او مکتبونه ودان کړي بیا یې څوک یې بیا څارنه نه کوي چې دغه ودانۍ سټنډرډ دي که نه او هغه پېسې چې د دې د ودانولو له پاره تخصیص شوې وې هغه پرې ټولې مصرف شوي دې که خو بس پېسې وخوړل شي او راپور وړاندې شي چې پروژه پای ته ورسېده

  2. اوښتون Reply

    امکان لری چی تاسی ی هم واوری ملګری راته قیصه کول ول چی ډیرمفلسه سم تیل چیری فریوفمف والاخرس کم موټروه سوزوم بیاده قراردادیانوسوپیسی واخم داټول بی فرسشه کارروان دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2