Categories

اعلان

Loading…

د رېل او انرژۍ په اړه د افغان – ترکمن چارواکو خبرې

د انرژۍ او ریل پټلۍ په سکټورونو کې همکاري د مالیې وزارت سرپرست او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اصلي محور وو

د مالیې وزارت سرپرست او د زیرنباء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی، نن د غبرګولي میاشتې په ۲۶ مه نېټه یې د ترکمنستان د ولسمشر لومړي او یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د هرات ولایت په مقام کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د افغانستان د ریل پټلۍ خپلواکې ادارې رئیس، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د هرات والي، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر، د یاد هیواد د نساجۍ وزارت مرستیال، د ترکمن ګاز دولتي کنسرن مرستیال، د ټاپي نل لیکې د کمپاین رئیس، د دواړو هیوادونو سفیرانو او د یو شمېر اړوندو وزارتونو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو، دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، د نفتو او ګازو د فوسیلي انرژیو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د انرژۍ پروژو په لېږد لکه، د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لیږد یا ټاپي پروژه، د کلیفت نل لیکې له لارې په مناسب قیمت د ترکمنستان د ګازو په پیرلو، د اقینې – شبرغان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لیږدولو په پروژې او نښلونه له ۲۲۰ کیلو ولټه ولتاژ سره، د ترکمنستان له پولې تر خم اب پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه د برېښنا د مزي لیږدولو په تمدید، ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د تورغونډۍ – هرات او اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ په جوړیدو، د دواړو هیوادونو تر منځ په ترانزیټي او ترانسپورټي همکاریو، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د لاجوردو له لارې د صادراتي او وارداتي توکو په لیږدولو، د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره د منځنۍ اسیا نښلول، د ریل پټلۍ سکټور په برخه کې د دواړو هیوادو په ګډو همکاریو، د دواړو هیوادونو د خصوصي سکټور په دوه اړخیزو همکاریو، له ترکمنستان هیواد څخه د ملي اردو لپاره د البسو په پیرلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې بحث او هر اړخیزې خبرې وکړې.

په پای کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تورغونډۍ – هرات د ریل پټلۍ د جوړیدو او د افغانستان د ریل پټلۍ د تاسیساتو رغولو په موخه د پانګونې جلبولو په برخه کې د همکاریو دوه هوکړه لیکونه د مالیې وزارت د سرپرست په شتون کې لاسلیک شول.

342 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
635

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2