Categories

اعلان

Loading…

د امریکا او ایران ښکر په ښکر کېدل او افغانستان ته یې تاوان

لیکنه: ضیأ وصیل   

د امریکا او ایران اړیکي د نولسمې پېړۍ له اواسطو پېل شوې دي او په ۱۹۴۴ کې بیا د سفیرانو په کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ ټینګې شوې. والېس مورې (Wallace Murray)، چې یو وخت شارژدافېر و، په ایران کې د امریکا لومړنی سفیر و. د ایران او امریکا دیپلوماتیکې اړیکې د ایران تر اسلامي انقلاب پورې روانې وې. د ایران له انقلابه وروسته کله، چې د ۱۹۷۹ کال د نوامبر په ۴مه نېټه د “پیرو خط امام” په نوم د محصلینو یوه خوځښت په تهران کې د امریکا پر سفارت یرغل وکړ؛ د ایران د انقلابی دولت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دښمنۍ پیل ته پلمه جوړه شوه.

پر ایران له څلوېښت کلن اقتصادي بندیز وروسته؛ اوس هم دواړه لوري یو بل ته پېغورونه ورکوي او یو بل په ناکامۍ تورنوي.

یو ځل د امریکا ولسمشر ویلې و،چې “د ایران انقلاب د دې هېواد د څلوېښت کلنې ماتې لامل شوی” په ځواب کې بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ورغبرګه کړې وه،چې” امریکا د ایران په ګونډو کولو څلوېښت کلن کې ماته خوړې ده “.

افغانستان هم له دې طعنو، له ګواښونو و د دواړو رقیبو هېوادونو له جنجالونو ډېر آرام ندی پاتې.

کله په هرات کې د سلما بند ته ګواښونه پېښوي،کله  اوبو په تړاو په فراه ولایت کې وسله والو ته د مرستې اوږه ورکوي،کله بیا د امریکا د برید په صورت کې د دې هېواد پر متحدینو د برید ګواښونه کوي.

امریکا هم د هر ممکنه ایراني خوځښت څارنه کوي؛ کله ورته وايي،چې ایران د اټومي وسلو د تر لاسه کولو په هڅه کې دی،کله له یوه نړیوال تړونه په شا کېږي او کله بیا سعودي ایران ته وربرګوي او تحریکوي یې او وايي،چې د سعودي د تیلو پر ټانکرونو باندې د برید تر شا د ایران لاس دی.

وروستی مورد بیا د عراق د پلازمینې بغداد په شمال کې د “بلاد” په نوم د امریکا هوايي ځواکونو په اډې د هاوان لګېدل دي.


او ښايي دا ټولې هڅې د دې لپاره وي،چې یا خو په خپله د خپلو متحدینو د خوندیتابه په پار پوځي اقدام وکړي یا حد اقل و یې ګواښي، یا به خپل عرب متحدین او هېوادونه له ایران سره ښکر په ښکر کړي او یا له دې لارې وغواړي هغه څه ثابت کړي،چې ایران ترې انکار کوي.

که څه هم د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا د سیمې وضعیت بدل کړی او امریکا د الوتکو د لېږ بېړۍ، بي ۵۲ الوتکې او نور پوځي تجهیزات په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړي دي،خو تېرو څلوېښتو کلونو ته په کتو؛د نړیوالو شننونکیو په باور امریکا به هېڅکله له ایران سره ښکر په ښکر نشي. په دې،چې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا له آریانا نیوز سره په ځانګړې مناظره کې د ایران او افغانستان اړیکو ته په اشارې؛ د ګواښ په توګه ویلې

“که ایران غواړي دلته (افغانستان کې) زموږ د کوښښونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي، زموږ غبرګون به ډېر منفي وي او افغانستان ته په کار ده، چې د امریکا او ایران له قضیې لیري واوسي.”

اوس افغانستان ته په کار ده،چې ایران ته هم دا قناعت ورکړي،چې د امریکا د حضور په پلمه دې د وسله والو ډلو له تخریبي فعالیتونو ملاتړ و نه کړي او پرېږدي،چې افغانستان له هر هېواد سره د خپل حق پر بنسټ اړیکې ولري او امریکا هم قانع کړي،چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې د افغانستان ګاونډي په ځانګړي توګه ایران او سیمې نور هېوادونه نه تحریکوي او دې ته دې یې نه هڅوي،چې د دوی د زړه نا زړه جګړې په اور کې افغانان وسوځوي.

622 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
635

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2