Categories

اعلان

Loading…

حبيب الله رفيع | امان الله حنیفي

حبيب الله رفيع د افغانستان يو پېژندل شوی سياسي، ادبي فرهنگي او ټولنيز شخصيت دى. نوموړی د وردگو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د آبدرې نومي كلي كې زيږېدلی دی. ښاغلی رفيع د افغانستان په مطبوعاتو کې يو فعال ويناوال، سیاسي شنونکی، څېړونکی او مالومات وړاندې کوونکی کس پاتې شوی دی. نوموړی د افغانستان په لیکنيو رسنيو او خپرونو كې تر هر نورو مطبوعاتو ډېر گړندی لیکوال دی او هر ډول تاريخي، ژبنۍ، گروهي او فلسفي لیکنې ېې کړې دي. که د هر اخبار او مجلې پاڼې واړوى، نو د ښاغلي حبيب الله رفیع ليكنې به د سرلیک په توگه په کې پیدا کړی او همدارنگه كه د راډيو غوږ تاو كړی، نو په يوه نه يوه څپه كې به ېې غږ واوری. ښاغلي رفیع تر ډېره په اوسني پير کې په ورځنيو سياسي، ادبي او فرهنگې مسايلو خپلې څېړنيزې ویناوې وړاندې کړې دي او په تدريسي بحثونو کې ېې په علمي کره کتنو رڼا اچولې ده. ښاغلی حبيب الله رفيع په افغانستان کې د اوسمهال د پښتو ادب د ډگر د نويو ځوانانو د روزنې په برخه كې ډېر بوخت دی. نوموړی له هغو ځوانانو سره چې د مطبوعاتو نړۍ ته نوي راټوکېدلي دي، په ادبي سمونو کې ډېر زيار باسي او د هغوی په فرهنگي روزنه کې ېې ونډه اخیستې ده.

ښاغلي رفيع په خصوصي ديني مدرسو كې زده کړې کړې دي او سربېره پر دې ېې د افغانستان له تعليمي مرکزونو د لېسانس او تر هغې ورپورې هاخوا، له علمي کورسونو څخه سندونه ترلاسه کړي دي. همدارنگه د هېواد دننه او له بهرنيو افغاني ټولنو څخه ېې ستاينيز بری لیکونه او ستاينلیکونه هم تر لاسه کړي .

استاد حبيب الله رفيع په ۱۳۲۴ لمريز كال کې د مولانا نصرالله نقشبندي په کورنۍ کې، د وردگو ولايت د سيداباد په ولسوالۍ کې د وړې آبدري په كلې كې زيږيدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په ديني مدرسو كې پيل كړې دي. نوموړي  له شعر او ادب سره له ماشومتوبه زياته مينه درلوده. استاد په پنځه كلنۍ کې له خپلې ارواښادې خور څخه پښتو شعرونه او ادبې متنونه اورېدل او بيا به يې په خپله لوستل. په يوولس كلنۍ كې يي په خپله د پښتو شعرونو په لیکلو تمرين پيل كړ.

استاد وايي: «له ليکلو سره مې له ماشومتوبه مينه وه. په ځانګړې توګه له ولسي سندرو او کتابي شعرونو سره. ولسي سندرې ځکه ماته مهمې وې، چې زه په کلي کې زیږېدلی او لوی شوی وم، زموږ په کلي کې د ولسي سندرو بازار ډېر تود و. ماشومانو به په لوبو کې سندرې ويلې، ميندو به د ماشومانو د ويده کولو لپاره د اللو سندرې ويلې. لويانو سندرې درلودې. په اتڼ کې به سندرې ويل کېدې. نو پر دې بنسټ زه له ډېره ماشومتوبه له شعر او شاعرۍ سره اشنا شوی يم او بيا مې چې وروسته درسونه وويل، له کتابي شعرونو سره اشنا شوم او ومې لیکل. دوې خويندې مې وې، هغوی به راته زاړه کتابونه لوستل، د رحمان بابا شعرونه يې راته لوستل، د هغه ديوان به يې راته لوسته، د يوسف او زليخا کيسه او داسې نور. نو په  دې اساس زه له شعر سره لومړی اشنا شوی يم. او بيا وروسته مې په دوولس او ديارلس کلنۍ کې عربي کتابونه ولوستل او د هغو ژباړه به مې کوله، هم په شعر او هم په نثر.  له ۱۳۴۰ لمریز کال وروسته چې کله د پوهنې په وزارت کې مامور وټاکل شوم، څېړنې مې هم پيل کړې، چې د څېړنو زياته برخه مې د فلکلور په تړاو ده او له هغې وروسته بيا تاريخ ټولنې ته لاړم  او په دې برخه کې مې څېړنې پيل کړې. په ۱۳۴۲ لمریز کال کې مې يو راډيويي پروګرام درلوده، چې په دې پروګرام کې به مې له کليوالو سره خواله کول او د هغوی له خولې مې کليوالي سندرې او نور مطالب اورېدل، ما د ښه کليوالي ژوند لپاره هغه څه چې لازم وو، د مطالبو په شکل په راډیو کې وړاندې کول».

استاد په ۱۳۴۰ لمریز كال كې د خپلې علاقې له امله، د پوهنې وزارت د دارتاليف رياست د عرفان او پوهنې مجلې د مهتمم په توگه دنده پيل کړه. په ۱۳۴۳ لمریز كال كې د تاريخ د ټولنې غړى او د اريانا مجلې مهتمم شو. په ۱۳۴۸ لمریز كال كې د افغان ملت مجلې مسوول مدير وټاکل شو. تر يوې دورې سياسې بند وروسته بيرته د تاريخ د ټولنې غړى شو. په ۱۳۵۱ لمريز كال كې د فلكلور او ادب رياست د فلكلور مجلې غړى و. په ۱۳۵۷ كال كې د پښتو څيړنو د نړيوال مركز غړى و. بيا د كمونيستي دولت په راتلو له كاره ګوښه شو. په ۱۳۵۸ لمریز كال کې د كب په مياشت كې د څرخي پله په زندان كې واچول شو. په ۱۳۵۹ لمریز كال كې د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى شو. د همدغه كال په مني كې د حج په سپېڅلې سفر سعودي عربيستان ته و لاړ. په ۱۳۶۰ لمريز كال د زمري په مياشت كې د غرونو له لارې پيښور ته مهاجر شو. په پيښور كې يي قلمي جهاد ته دوام وركړ. د امان كتاب د خپرولو موسيسه يې جوړه كړه. د پيښور له پښتو اكاډمۍ او آرياسټډي سنټر سره  همكار و. په ۱۳۶۵ لمریز كال كې دې څه وخت لپاره په مصر كې د قاهرې د پښتو څانگې وياند و. په همدې كال په پيښور كې د جهادې څېړنو د مركز او د (قلم) د ليكوالې ټولنې غړى شو. په ۱۳۸۲ لمریز كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ د دايرت ‌المعارف د مركز ريیس وټاكل شو، چې اوس هم د علومو په اکاډمۍ کې د بست فرهنګي کمېټې د رییس په توګه دنده پر مخ وړي.

استاد د خپلې بریا راز  خپله مینه او علاقه ښيي. استاد وايي: «ما مې له خپل کار سره له ماشومتوبه علاقه درلوده، د مينې تر حده د عشق تر حده  پورې. زه په خپل کار مين يم او زما کار د رسمي وخت تابع نه دی، چې زه لاړ شم دفتر ته او کار وکړم؛ زما کار زما له ژوند سره مل دی. ډېر وخت داسې شوي، چې د شپې دوه بجې له خوبه راپورته شوی يم او يوه موضوع مې ذهن ته راغلې او هغه مې په ډېره خوږه ژبه ليکلې، ځکه چې په دې وخت کې مې ورته ډېره توجه وي. که خلاصه يې کړم، زما د برياليتوب راز زما په مينه، علاقه او عشق کې دی».

استاد حبيب الله رفيع د ۱۲۰ په شاوخوا كې چاپ شوي او همدا راز له ۲۰-۲۵ په شاوخوا كې ناچاپ شوي اثار چې چاپ ته چمتو دي، لري. استاد د یوې پوښتنې په ځواب کې چې استاد له اوسنۍ پرمختللې او که ووايو برېښنايي نړۍ سره څومره بلد یاست، وايي: «ځينې کسان راته وايي، ايمېل دې راکړه، زه ورته وايم، چې زه د شلمې پېړۍ سړی يم، يوازې يو ټليفون لرم او بس. ما سره د شلمې پېړۍ په اړيکي وسايلو وغږېږه. نور نو د مجازي نړۍ په پرمختګ کې له بده مرغه زما سترګې هم راسره همکاري نه کوي او زما عمر هم».

نوموړي د ۸۰۰ په شاوخوا كې مقالې ليكلې دي. استاد حبيب الله رفيع د سلو په شاوخوا كې په علمي، ملي او نړيوالو سيمينارونو كې برخه اخیستې ده. نوموړي په دغو سيمينارونو کې رسالې وړاندې كړې او دفاع يې ترې كړې ده. ښاغلي رفيع ته دوې ادبي جايزې، دوه د سرو زرو مډالونه او يو د لويې جرگې مډال هم وركړل شوی دی. ښاغلی رفیع د خپل ماشومتوب په اړه وايي:  «زه ډېر وخت په ماشومتوب کې په فکر کولو کې بوخت وم. لوبې مې خوښېدې؛ خو د نورو. زه به ورته ناست وم او ما به د هغوی په لوبه فکر کاوه، چې کله کله به مې په هغو لوبو ليکنې کولې. هو داسې هم ده ما خپله ماشومتوب کې لوبه کوله، خو هغه لوبه له اوسنيو لوبو سره بېخي توپير لري. موږ به خپل توپونه د غواګانو له پت نه جوړول، يو شی مو ورته جوړاوه، هغه دا چې د غواګانو د وېښتو لاندې يو ډول نور ويښته دي، هغه به مو را ايستل او هغه به مو په تودو اوبو کې اچول او ډېر به مو تاو کړل او بالاخره به يو کلک توپ ورڅخه جوړ شو او بيا به مو په دې توپ لوبه کوله. نورې وړې وړې لوبې مې هم کړې دي، خو ډېر وخت مې د لوبې په نندارې تېر شوی او د لوبو په اړه مې فکر کړی دی».

استاد د خپلو سفرونو په لړ كې پاكستان، ايران، سعودي عربستان، امريكا، كاناډا، عربي اماراتو، بلجيم او انگلستان ته تللی دی. استاد دوه مشران وروڼه لري، چې مشر هغه یې الحاج احمدالله په كاناډا كې د ټورنټو په ښار كې د مسلمانانو د ټولنې مشر او د همدغه ښار د يو مسجدشريف د امام په حيث وظيفه ترسره كوي. دویم ورور يې الحاج دادالله دى چې په خپل پلرني هستوگنځي كې ژوند کوي او د سيمې قومي مشر دى. استاد د وروڼو ترڅنگ دوې خویندې هم لري.

د استاد په اړه ویل کېږي، چې نوموړی دوې مېرمنې لري، خو استاد دا خبره ردوي او وايي: «ما دوه ودونه نه دي کړي، يوه مېرمن مې ده، هغه دري ژبې ده او هغه هم يو تصادف و، چې ما بايد واده ورسره کړی وای. په افغانستان کې دا خبرې تر څلوېښتو کلونو وړاندې نه وې. په افغانستان کې ملي وحدت و، دا د ژبو  توپير وروسته را پيدا شوی دی. نو په دې اساس د پښتنو له دري ژبو سره او دري ژبو له پښتنو سره ودونه کول. دا يو ښه راز دی او زه د افغانستان د ملي وحدت په بقا کې همدا راز وينم، چې پښتانه او تاجک سره يو پاتې شي. ډېرو خلکو هڅه وکړه، چې تاجک او پښتانه سره وجنګوي؛ خو دوی ونه جنګېدل، ځکه چې د دوی کورنۍ سره شريکې وې».

استاد حبيب الله رفيع دوه زامن او څلور لوڼې لري. د استاد اولادونه كه څه هم له لوړو زده كړو څخه برخمن دي، خو د استاد په شان د ادب مينه وال نه دي. د استاد دواړه زامن د الكترونيك انجنيرینګ په څانگه كې زده كړې كوي او هر يو يې غښتلی اوډونكی كمپوزر هم دى، چې د خپل پلار ډېر اثار د دوى په كمپيوټري ټايپ چاپ ته تيار شوي او چاپ شوي دي.

ښاغلی استاد حبیب الله رفیع ۷۴ کلونه عمر لري او اوسمهال د علومو اکاډمۍ  د بست فرهنګي کمېټې د رییس په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

999 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
634

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2