Categories

اعلان

Loading…

شمالي وزیرستان کې د ګرځبندیز ۹ مه ورځ، خلک له لوږې مري

تاند: پر ټویټر پښتنو فعالانو غږ پورته کړی چې شمالي وزیرستان کې له نهو ورځو راهیسې وضع شوي ګرځبندیز ځایي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې د سرتیرو پر موټرو له پرله پسې بریدونو او د خړ کمر پیښې له کبله راپاریدلیو پښتنو ته اعلان وکړ چې تر یوې میاشتې پورې د پاکستان د قانون ۱۴۴ دفعې له مخې وزیرستان کې نور له دریو يا څلورو زیات کسان یو ځای نه شي راټولېدای نه هم خلکو ته اجازه شته چې له کوره ووځي او جلسو یا پرلت کې برخه واخلي.
اوس پښتنې فعالې ثنا اعجاز ټویټ کړی دی چې د شمالي وزیرستان د کرفیو له کبله د خوړو له قحط او د ورځنیو چارو پر مخ وړلو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
فضل خان ایډوکیټ بیا خلک د پوځ د ظلم خلاف غږ پورته کولو ته رابللي او ویلي یې دي خلک ناروغان ډاکټر ته نه شي رسولی نه هم خوړو ته لاسرسی لري.
د فضل خان په خبره پوځ باید مجبور کړل شي چې کرفیو ایسته کړي.
کمال خان پشتین بیا ګواښ کړی چې که تر سبا پورې پوځ کرفیو ختمه نه کړه، پښتانه فعالان به یې پر ضد بنو ضلع کې پرلت وکړي.
خان پشتین بیا ویلي، د پاکستان پوځ غواړي د خړ کمر خلک یې مخته په سلګو سلګو مړه شي، ځانته بشردوست ویونکي بنسټونه دې د روان ظلم خلاف غږ پورته کړي.

د انصاف غږونه له شمالي وزیرستانه داسې مهال پورته کیږي چې پورته کیږي چې پوځ د شمالي وزیرستان پارلماني استازی محسن داوړ زنداني کړی دی.

1,002 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
632

1 comment

  1. Nasar Jamal Reply

    په پاکستان کی په پښتنون قوم ، شمالی وزیرستان باندی د پنجابی استعمار د طرفه چه د انګلیس د استعمار روزل شوی خلف دی ، د ټولو بشری اصولو او حقوقو نه په تیری سره بد ترین ظلم ، نسل کشی او شکنجه روا نه ده . د افغانستان ملت ، سیاسی او مدنی نهادونه باید ددی بشری ناورین هغه هم د افغانستان په ګاونډ کی تماشا و نکړی او خپل اعتراض په اجتماعی توګه د د دنیاوالو غوږونو ته مسلسل ورسوی. پاکستان غواړی چه ددیورند فرضی خط په دواړو طرفو کی د خپل بشری ضد نظامیګری سیاست په وړاندی د افغانستان د ملت او دولت د حساسیت کچه ټسټ کړی . په داسی حال کی چه دافغانستان داسلامی جمهوریت د دولت ملی ، تاریخی او اسلامی مسؤلیت دی چه ددیورند د خط دواړو خواو ته پرتو قومونود نسل کشی ، ظلم او بربریت په وړاندی بی تفاوته پاتی نشی ، د بله طرفه پنجابی حکامو ددیورند په خط باندی په یوطرفه ډول داغزن تارغزولو پروګرام د خندا وړ منصوبه روانه کړی اوددی خط نه دی خواته تروریستان رالیږل کیږی او هم وخت ناوخت دخط دی خواته ولسونه ددرنو وسلو او میزایلونو په ذریعه په نښه کیږی او ترورکیږی ُ سره ددی چه د افغانستان ته خپلی ملیشی د طالب په شکل کی په ګروپیک ښکل را لیږل کیږی او په افغانستان کی یی ناروا تروریستی جګړه په مخ بیایی ، د تروریستانود رهبری شورای ګانو میزبانی یی په پشاور او کویټه کی کوی او ددی تروریستی حرکت ټول مالی ، لوجیستیکی ا تخنیکی حمایت د پاکستان فوج کوی .
    د پاکستان دغه سیاست چه د تروریزم نه د خپلو ستراتژیکو مخو د پاره د ابزار په توګه کار اخلی باید د افغانستان خلک ، دولت ، همسایه ملکونه او د منطقی ملکونه او دولتونه د افغانستان په کوربه توب سره د یو لړ ناستو او کنفرانسونو له لاری د دغه تروریزم او دهغه دحامی ( پاکستان ) په مقابل کی متحد او ګډ سیاست طرح او تطبیق کړی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2