Categories

اعلان

Loading…

د داخله وزارت د فساد تر ټولو لویه دوسیه څارنوالۍ ته ولاړه

تاند: کورنیو چارو وزارت د پولیسو د غوښې قرارداد کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو د فساد په جرم د ۲۲ لوړپوړو کارمندانو او قراردادي حاجي رسا تر نیولو دوه اوونۍ وروسته په ډاګه کړه چې د دوی دوسیه یې لویې څارنوالۍ ته واستوله.
کورنیو چارو وزارت باندې نیوکه وه چې د حاجي رسا او ورسره د نیولیو کسانو په تړاو سیاسي فشارونو سره مخ دی ځکه یې د دوی دوسیه لاس کې نیولې او څارنوالۍ ته یې نه استوي.
خو اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، دا دوسیه بشپړه شوې نه وه او دوی یې په اړه لا زیاتې پلټنې کولې چې بالاخره یې دوسیه د ۴ شنبې په ورځ څارنوالۍ ته وسپارله.
بلخوا نن د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل، د کورنیو چارو وزارت د فساد تر ټولو لویه ۶۰۰ میلیوني دوسیه کې ۱۷ کسان چې ۵ یې د شجاع ابدره شرکت مسوولان دي او دولس یې د یوې ښځې په ګډون د کورنیو چارو وزارت چارواکي دي.
رسولي زیاته کړه، دوسیه کې ښکیل نور کسان هم شته چې ممنوع الخروج دي او د څارنوالي حکم یې په اړه په خپل ځای دی.

961 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
632

2 comments

  1. سلیم Reply

    ګیدړې ته یې وییلي و شاهد لرې، ویل یې لکۍ مې ده، اوس لوی څارنوالي څوک ده، د فساد د اوږده ځنځیر یوه حلقه ده، پیسې به ترې ډوبۍ کې واخلي دوسیه به غوړپ شي ههههههه

  2. Dr.Atal Reply

    که زموږ د امنیتی قواوو حقوق کاملا ورکړ شی او د غوښی د پیشوګانو او د البسی ، مهماتو او روغنیاتو غلو لاسونه لنډ شی نو د دوی د کار او دفاع مؤثر یت څو چنده لوړیدای شی او دغو غلو ته باید د غلیم د معاون سزا ورکړ شی ځکه همدا دوی دی چی زموږ قوتونه تضعیفوی او وسایل یی په بډه وهی نو د فساد مخنیوی د دولت قوت دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2