Categories

اعلان

Loading…

د پانګونې د ملاتړ لپاره پور اخیستل زیانمن دي

ګل مقصود (ثابت)  

د ماليې وزارت د پانګه اچونې ملاتړ لپارہ د پور اخیستو تصمیم تر وروستي حدہ ناسم او بې وخته دی. دا ډول پورونه به افغانستان په راتلونکي کې له ډېرو بدو او پراخو ستونزو سره مخ کړي.

لومړ‎ی: پور اخیستل یوه ډېرہ جدي موضوع ده او دا قدم باید په پوره احتیاط او د نورو ټولو لارو بندېدو وروسته په مالي کړ‎کېچن حالت کې له مسلکي مطالعې او پلان سره سم واخستل شي. د پور اخستلو ځانگړ‎ې موخې، ګټی، او بېرته ورکول؛ باید د پلان مھمه او اړ‎ینه برخه وي۰ پور باید یوازې د هغه پروژو لپارہ واخستل شي، چې ګټه یې د پور او د هغې د سود له لگښت ((مصرف)) نه ډېرہ وي. د پور اخیستل ډېر ستونزمن کار نه دی، خو د پور بېرته ادایېنه ھغه ھم د سود له پېسو سرہ که سمه پلان نه شي ملا ماتوونکې دہ۰ د پاکستان حالت یې ښه مثال دی.

دویم:۔ زمونږ غیر اختیاري بودیجه کې هر کال مرسته کوونکې ادارې او هیوادونه د ډېرو پیسو ژمنه کوي، خو هغه پیسې بېرته ځان ته ګرځوي!؟ ځکه چې زمونږ وزارتونه د هغه پیسو د استعمال لپارہ مسلکي پروژې نشي ترتیبولای! ځکه خو زمونږ‎ د پراختیایي بودیجې لگښت تل ډېر کم وي. په همدې دلیل تېرو اتلسو کلونو کې بې حسابه پیسې ضایع شوې!؟ که چیرې مونږ د هغه مرسته شویو پیسو لپارہ مؤثری او مسلکي پروژې نه شو ترتیبولای نو د پور پیسو پر ځای لګولو څه تضمین شتون لري؟

درېیم:۔ په کور دننه د افغانستان په بانکونو کې نزدې درې نیم ملیارده ډالر د خلکو پانگه شتون لري، بانکونه پر دې پیسو یا هیڅ کار نه کوي او یا یې مرکزي بانک سره په ډیرې کمې فیصدۍ ایښي . د ځینو اداري ستونزو په دلیل دا ډالر سوداگرو ته د پانګونې لپاره نه ورکول کېږي.  د مالیې وزارت باید د دغې پانگې لاره ازاده قانوني او اداري مشکلات یې حل او مارکیټ ته د پانګونې لپاره راووباسي، کله چې دا سرمایه ټوله په کار واچول شوه او بیا هم داسې پروژې وې، چې ورته نوره سرمایه ضرورت وه نو بیا باید لومړی د کورنیو پانګوالو او سوداګرو نه قرضه واخستل شي. د هغى هم خپله پروسه او اصول دي چه راتلونکي کې به پرې بحث وکړو. د بهرنيو بانکونو، ادارو، او هیوادونو نه د پور اخیستلو نه باید تر اخر حده ډډه وشي. اوس لپاره داسی ډېرې لارې چارې شته چې مونږ خپلې پروژې تمویل کړو. د مالیې قدرمن وزیر صاحب باید په دې برخه کې له سره غور وکړي او د مالي او اقتصادي مسلک لرونکو سره مشورې وکړي.

826 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
629

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2