Categories

اعلان

Loading…

د ښځمنو د تاریخي یون په وړاندې خاینانه سیاسي تبلیغات

احسان الله ارینزی

له څو ورځو راهیسې د افغانانو په ټولنیزو پاڼو او ځینو رسنیو کې داسې تبلیغات روان دي چې ګواګۍ په ارګ کې ځینې کړۍ یا کسان، د ګمارنې په وخت کې له ځینو ښځمنو څخه جنسي غوښتنې لري او که داسې وشي بیا دا ښځې په لوړو څوکیو ټاکل کېږي او که نه هېڅ!

په افغانستان کې روان تبجن سیاسي حالات په دې  شاهدي ورکوي چې دا راز تبلیغات د (خدای) د رضا له پاره نه؛ بلکه د موږکانو د نیولو له پاره دي.

له بده مرغه چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یو ډېر بد کلتور وده کړې او هغه دا چې کله یو څوک په غوړ دولتي منصب کې وي او لنډې پاچایي چلوي؛ د دولت درنه وايي او د نورو سپکه؛ خو چې کله همدا ذوات له دندو لري شول او یا سمه دنده ورته ونه رسیده، بیا اتومات د ارګ او دولت په سپکو سر شي او خپله او د اپوزیسیون (!) درنه وایي!

په دې کې هم هېڅ شک نشته چېرته چې بې له کورنیو ظرفیتونو او فکري تیاریو څخه، د راتلونکو ستراتیژیکو سترو ګټو له پاره لویدیځواله ولسواکي په زور تحمیل کېږي، هلته د مافیا، ټوپکیانو، مخدره موادو، وسلو، فواحشو او بیساري اداري او اخلاقي فساد زړي کرل کېږي چې د ټولنې دودیز بنسټونه ونړوي او د (نوي فکر) پلویانو ته د یون لار پرانستل شي؛ خو دا کوم تور چې په ارګ لګېدلی، له پاسني چوکاټ څخه د باندې او په ټوله مانا یو سیاسي انتخاباتي تبلیغاتي تور دی چې د قانون د تنفیظ ادارې یې باید جدي ونیسي او د افغانستان ډېرو پاک لمنو مېرمنو ته د پېښیدونکو کړاوونو او ستونزو مخه ونیسي.

د افغانستان د معاصر تاریخ ځینې پیښې د هغه جګړې یادونه کړې چې د اعلحضرت غازي امیر امان الله خان له وخته تر دې دمه د رڼا او تیارې، مدنیت او جهالت او نوي ژوند او زاړه فکر تر مینځ روانه ده او تر اوسه یې د لکونو هېوادپالو هیلې او ارمانونه خاورې کړي دي.

امان الله خان د ډېرو هېوادپاله کارونو تر څنګ، د خپلی کورنی، ټبر او روحانیونو دولتي امکانات لغو کړل او امر یې وکړ چې دا امکانات باید هغه سرتېرو ته ورکړل شي چې د وطن پولې، خپلواکي او د خلکو سر، مال او عزت ساتي؛ خو هغه کسانو چې امتیازات یې لغو شوي وو، د انګلیسانو په مرسته د ګوډ ملا او داسې نورو تورو څېرو په لارښوونه، په غازي پاچا او د هغه په مېرمن د کفر ټاپه ولګوله او هغوی د هېواد پرېښودو ته یې اړ کړل!

اوس چې ګورو په دولت او نظام کې د ننه داسې کسان ډېر شوي چې د خپلو شخصي، تنظیمي، ژبنیو، قومي او سمتي ګټو له پاره، د افغانستان په سترو ملي ګټو اور پورې کوي او کټ مټ په همغه لار روان دي چې ګاونډیو استخباراتو او د هغوي وسله والو لاسپوڅو جوړه کړې او هغه د افغانستان د ورانولو او محو کولو لار ده!

عجیبه دا ده چې دا ځلې د افغانستان د نظام او د حاکمیت د مرکزي ټکي یا ارګ په ضد، دا غږ د ګوډ ملا ډوله خلکو له خوا نه؛ بلکه د یو شمېر داسې کسانو څخه اورېدل کېږي چې ظاهراْ معاصر انسانان ښکاري؛ خو په باطن کې له  پردیو استخباراتو سره په یو لار روان دي او د خپلو خلکو په هستیو اور پوری کوي.

په افغانستان کې د ښځمنو مسله ډېره حساسه ده. د امیر امان الله خان د نظام په ړنګولو کې د ښځو د حقوقو د خوندیتابه، د مخالفینو انګلیسي غږ ډېره ونډه درلوده. که اوس څوک غواړي چې له نظام، دولت یا اشرف غني سره د شخصي مخالفت یا سیاسي ګټو له پاره، د ښځو د عفت حساسیت پارونکي موضوع ته تبلیغاتي زور ورکړي، دا په حقیقت کې د همغه ګوډ ملا تورمخی معاصر پلویان دي چې د ټاکنو په درشل کې د ځاني، تنظیمي او سمتي ګټو له پاره د افغانستان د درنو میندو، خویندو، لورګانو او مېرمنو په پآکو لمنو داغونه ږدي او هغه بهیر ته زیان رسوي چې د سل کاله کار او زیار او قرباني په نتیجه کې لاس ته راغلی او هسې هم ډېر په کمین کې ناست دښمنان لري!

دا راز تورونه په ښکاره، د افغانستان د ګټو او ښځمنو په ضد هغه استخباراتي تبلیغات دي چې له یو شمېر رټل شوو او ذلیلو خولو څخه راوځي او په اوسنیو شرایطو کې د زهرو حیثیت لري او بس!

768 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
627

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2