Categories

اعلان

Loading…

د جاسوسۍ قضیه د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې له منځه وړي چې وايي د اټوم اسرار يې خوندي دي

د محاکمه شویو پاکستاني چارواکو د رازونو رانیوونکی ‘دايمي دښمن’ هند نه – بلکه هغه هېواد و چې پاکستان ته په میلیارډونو ډالر ورکوي.

لیکنه: حسین حقاني/ په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر

ژباړه: شاکر حلیم

سرچینه: ده پرېنټ

بهرنیو استخباراتي ادارو ته د جاسوسۍ او محرمو یا پټو معلوماتو د افشاء کولو په تور د تازه متقاعد شوي درې ستوریز جنرال په ګډون، د دریو کسانو نظامي محاکمې هغې کاریزما ته زیان ورساوه چې د پاکستان پوځ ته يې د هېواد کنټرول/مسئولیت په لاس ورکړی و.

د لوړپوړو پوځي چارواکو لخوا د یوه بهرني هېواد لپاره جاسوسي کول دا جوتوي چې پاکستان دومره هم د پوځيانو له لوري خوندي نه ساتل کېږي لکه څومره چې ګمان کېږي.

که د محکومو چارواکو له لوري شریک شوي دا رازونه، لکه چې خبر شوو، د پاکستان د اټومي پروګرام اړوند وي، دا به د خپلو اټومي وسلو د امنیت په تړاو د پاکستان پارانویا لا ډېره کړي. پارانویا هغه ناوړه روغتیايي وضعیت ته وايي چې هر څوک دښمن درته ښکاري. دې ته په کتو چې دا رازونه د تورنو چارواکو له لوري له امریکا سره شریک شوي دي، ښيي چې د پاکستان او امریکا تر منځ دښمني تر هغه ژوره ده چې کله ناکله يې په اړه خبرې کېږي.

د پنجشنبې په ورځ، د پاکستان لوی درستیز، جنرال قمر جاوېد باجوه، متقاعد ډګر جنرال جاوېد اقبال ته عمرقید، متقاعد ډګرمن راجا رضوان حیدر او ډاکټر وسیم اکرم ته چې ظاهراً یې له ‘یوې حساسې ادارې’ سره کار کاوه د مرګ سزا واوروله.

د جاسوسۍ کړۍ د پاکستان د ملي امنیتي ادارو تر له ټولو لوړپوړو چارواکو ورسېده. ډګر جنرال اقبال په ۲۰۱۵ کې له تقاعد وړاندې د پوځي عملیاتو مشر وو. هغه ‘حساسه اداره’ چې اکرم پکې کار کاوه هم د پاکستان د اټومي تأسیساتو له ګڼو پټو هغو یوه وه.

څومره چې زه خبر یم، نور ډېر کسان هم دمګړۍ تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي او ښايي نورې نظامي محکمې او محکومـیتونه هم ووینو.

دا پوښتنې ګروېږنې هغه امکان هم څېړي چې ښايي پوځي چارواکو به د امریکا له استخباراتي ادارو سره د پاکستان د ایبټ آباد په پوځي ښارګوټي کې پر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ میاشتې له برید سملاسي وروسته استخبارات او اطلاعات شریک کړي وي.

د پاکستان په رسنیو کې جعلي کیسې هم راغلي چې څه ډول د پاکستان منتخب ملکي حکومت د سي آی اې کارکوونکو ته ویزه ورکړې او د بلک واټر کرايي قاتلینو ته يې په پټه د راننوتو اجازه ورکړې ده.

د پاکستان عوام پدې فکر نه کوي چې څه ډول د نړۍ تر ټولو ستر ترهګر په پاکستان کې اوسېده، خو دوی تل دا پوښتنه مطرح کوي چې امریکایانو څه ډول دی وموندلای شو. ستره وېره هلته دا ده چې آیا امریکایانو د پاکستان هوايي دفاعي ځواک ته نفوذ کړی و، او آیا دوی به د پاکستان اټومي پروګرام تارومار نکړي.

دا ټول وخت، د ولسي وګړو پر ضد د تورو تبلیغاتو تر شا، د پاکستان پوځ په خاموشۍ سره پخپلو لیکو کې د جاسوسانو او اطلاعاتو-خرڅوونکو په افشا کولو پسې رااخیستې وه. ولسي وګړيو نه بلکې د پاکستان د استخباراتو (آی اېس آی) غړیو د امریکا له استخباراتو (سي آی اې) سره اړیکې لرلې. او د ډګرجنرال اقبال په څېر کسانو د بل هر ولسي وګړي په پرتله ډېرو د کاروړ اطلاعاتو ته لاسرسی درلود.

خو په ډېری داسې مواردو کې پوځ خپلې پوښتنې ګروېږنې پټې ساتي تر څو تصویر يې خراب نشي. کیسه هغه وخت رابرسېره کېږي چې د تورن د کورنۍ غړي محکمې ته ځي تر څو د هغه د نیولو په دلایلو پوه شي. کله چې مسله د پټېدو نه ووته، نو پوځ پرېکړه وکړه چې پخپلو لیکو کې د ځواب ورکولو د یوه ثبوت په توګه یې وړاندې کړي.

د پاکستان اټومي پروګرام د څو کلونو په اوږدو کې له ګڼو سرچینو د راټولو شویو طرحو او برخو په مرسته جوړ شو. د هغو سرچینو رابرسېره کېدنه چې پاکستان د هغوی په مرسته اټوم جوړ کړی، د پټو اټومي تأسیساتو د ځای رابرسېره کېدنه، د پاکستان د اټومي مخنیونې هغه کیفیت ډېر بد راټيټوي.

پوځ لا له وړاندې پدې هڅه کې دی چې دا قضیه پخپلو داخلي لیکو کې د قوي نظم د یوه ثبوت په توګه وړاندې کړي.  د پاکستان د پوځ یوې خبري ویناپاڼې یواځې همدومره ویلي چې درې تنه سړي يې د جاسوسۍ او “بهرنیو ادارو ته د هغو حساسو معلوماتو چې ملي امنیت ته يې زیان اړولو” د افشاء کولو په تور په نظامي محکمه کې محاکمه شوي دي.

خو دلته د افشاء کولو نه ورهاخوا ډېر څه نه دي ویل شوي. د لسیزو لپاره، پاکستانیانو ته ډاډ ورکړل شوی چې د دوی پوځ د پاکستان د امنیت یواځینی او وروستی تضمینوونکی دی. ګڼ هغع ولسي وګړي چې د پوځ له ملي روایت (نرېټېف) سره موافق نه دي – د پاکستان د بنسټ اېښودونکی د خور، فاطمه جناح په ګډون – د کلونو لپاره د خپلو خلاف ګرای اندونو له امله ‘خاین’ بلل کېږي. خو پدې ‘خاینینو’ تر اوسه د کوم جرم یا بهرنیو استخباراتي ادارو ته د جاسوسي تور ندی لګول شوی. خو اوس هغه وګړي چې د بهرنیو استخباراتي ادارو د علاقې وړ پټو معلوماتو ته لاسرسی لري، پخپله د پوځ نازولي دي.

د محاکمه شویو پاکستاني چارواکو د رازونو رانیوونکی ‘دايمي دښمن’ هند نه – بلکه هغه هېواد و چې پاکستان ته په میلیارډونو ډالر ورکوي. دا امریکا وه. هغه امریکا چې پاکستان ته يې ۴۳ میلیارډه ډالر اقتصادي او پوځي مرسته ورکړې او د کلونو لپاره د پاکستان رئیسه او متحده پاتې شوې ده.

ښکاره ده چې د پاکستان او امریکا اړیکې نور هغه د سړې د وخت دوستانه اړیکې نه دي او اوس يې په ډېرېدونکې توګه دښمنانه بڼه اخیستې ده.

لکه څرنګه چې امریکا اوس د انډو-پاسیفیک په سیمه کې چین ته د یوه ستر ګواښ په سترګه کوري، او پاکستان بیا د هند پر سر له چین سره نږدې اړیکې پالي، نو پاکستانیان دې وختونو کې له امریکایانو ډېر څه پټ ساتي. په بل اړخ کې، امریکایان سخته هڅه کوي تر څو د پاکستان رازونه راوسپړي.

امریکا ته د پاکستان د اټومي پروګرام اړوند د پاکستاني پوځي چارواکي جاسوسي همدا ډول د پاکستاني ریاست د ملي امنیت د پاراډیم یا نمونې په تړاو هم پوښتنې راپورته کوي.

هغه اټومي وسلې چې پاکستان به ځان له هند څخه پرې خوندي ساتلو، اوس دې پاکستان پدې اړه فکر وکړي چې څه ډول له هندیانو پرته د نورو دښمنانو په وړاندې د خپلو اټومي وسلو امنیت ساتلی شي.

خو پاکستاني ریاست داسې ښکاري چې له پېښو سم درس نه اخلي او دا خبره چې ‘سرتېري ښه، ولسي وګړي بد’ دي، پاکستان ته ضرر رسوي. دغه چاره به نه پاکستان ته د هند اړوند وسوسه راکمه کړي او نه به (د اقتصادي بحران په ګډون) هغه هېواد ته د رښتینو ګواښونو درک ورکړي.

موږ په ژر د پاکستان پر ولسي وګړو د اساسي قانون د پلي کېدو اړوند بریدونو شاهد وو او هم به ووینو چې څنګه د جاسوسۍ له قضیې عامه اذهان بل لوري ته اړول کېږي. او اوس به بیا په هند کې د مودي له دویم حکومت سره د نویو خبرو د  لړۍ د همېشنۍ غوښتنې خبره مطرح کېږي، که څه هم پاکستاني ریاست د خپلې طریقې د بدلون هېڅ نیت نه لري.

1,845 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
629

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸